بله مور چېرې به ومومم ؟

ژباړه خالد منصور هډه وال

***********************************************

د سلفو يو بزرګ عالم وايي:

زه کوڅه کې روان وم،

چې ما یو دروازه پرانستې ولیده،

یوه مور خپل زوی ته څپېړې ورکولې،

وهې یې او ورته وايي:

“تا زه ډېره سپکه کړم ، ډېر دې اندېښمنه کړم، ته هېڅ خبره نه منې، نا فرمان یې،

له کوره ووځه!”

ماشوم ژړا کوله، چیغې یې وهلې، کله چې له کوره ووت، مور دروازه بنده کړه.

بزرګ وايي: زه ودرېدم چې دا صحنه وګورم. ماشوم روان شو، لږ مخکې لاړ، بیا ودرید او بېرته راوګرځېد. ما ترې وپوښتل: “زویه! بېرته ولې راغلې؟”

ماشوم ځواب ورکړ:

“ما فکر وکړ چې که چیرې لاړ شم، د نړۍ هر څه موندلی شم، خو د مور مینه نه شم موندلی، نو ځکه بېرته راغلم. مینه به همدلته ومومم.”

بزرګ وايي: ماشوم د دروازې ترڅنګ کېناست، زه هم کېناستم. لږ وخت وروسته، ماشوم ویده شو، خپل سر یې د دروازې پر زینه کېښود.

څه موده وروسته، مور دروازه پرانسته، زوی یې ولید، چې د دروازې پر زینه سر ایښی و او ویده و. مور ماشوم راپورته کړ او ورته ویې ویل: “ولې د زینې پر سر ویده یې؟”

ماشوم ورته وویل: “امی! زه د دنیا هرې دروازې ته تللی شم، خو د مور بله دروازه نه شم موندلی. زه دا زینه څنګه پرېږدم؟”

مور ته د ماشوم خبرې ډېرې اغېزناکې شوې، سترګې یې له اوښکو ډکې شوې، زوی یې په غېږ کې ونیوه او ورته ویې ویل:
“زویه! که ته دا یقین لرې، چې زما له دروازې پرته بله دروازه نه لرې، نو بیا ولې ما خفه کوې، زما خبره نه منې؟ زما دروازه تل درته خلاصه ده، راشه، ما تا بښلی یې!”

بزرګ وايي:
کله چې یو ګناهکار د خپل رب د دروازې مخې ته همداسې راځي، الله ته زارۍ کوي:
“یا الله! زما ګناهونه وبښه، زما تېروتنې معاف کړه!
ای د بې وسو مرسته کوونکیه!
ای د مات زړونو تسل ورکوونکیه!
ای د پریشان زړونو سکون بښونکیه!
ای د بې ساه خلکو پناه ورکوونکیه!
ای د ګناهونو پرده اچوونکیه!
زما بښنه وکړه، زه له در په دره سرګردانۍ وساته!
ای الله! زه له خپل غضب وساته،
ای پروردګاره! ماته د نیکۍ ژوند راکړه!”

کله چې بنده د خپل رب در ته همداسې توبه وباسي، الله تعالی د هغه توبه قبلوي، د هغه ګناهونه بښي.

الله تعالی دې موږ ټولو ته د ریښتینې توبې کولو توفیق راکړي! آمین، یا رب العالمین.

که مور مو ژوندئ وي الحمدلله وه ليکه
اوکه وفات شوئ وئ وي يوه خاص دعا ورته وه کړئ چه مونږه او ملګرو ته فائده وه شي کيدلی شي ستاسو د دعاګانو الفاظ ډير اغيزناک وي مننه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!
چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟