بسم الله الرحمن الرحیم
ولې الله جل جلاله صحابه کرام (رضي الله عنهم) د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د ملګرتیا لپاره غوره کړل؟
حامداً و مصلیاً!
امابعد: (وَالَّذِينَ مَعَهُۥٓ أَشِدَّآءُ عَلَى الْكُفَّارِ رُحَمَآءُ بَيْنَهُمْ ۖ تَرٰىهُمْ رُكَّعًا سُجَّدًا يَبْتَغُونَ فَضْلًا مِّنَ اللَّهِ وَرِضْوٰنًا ۖ سِيمَاهُمْ فِى وُجُوهِهِم مِّنْ أَثَرِ السُّجُودِ ۚ ذٰلِكَ مَثَلُهُمْ فِى التَّوْرٰىةِ ۚ وَمَثَلُهُمْ فِى الْإِنجِيلِ.) سُورَةُ الفَتْح آية ۲۹.
ژباړه: او كوم كسان چې له هغه سره ملګري دي، هغوى پر كافرانو سخت او په خپلو منځو کښې خواخوږي دي. ته چې كله هغوى ګورې نو په ركوع او سجده، او د الله د فضل او د هغه د خوشۍ په لټه کښې یې بوخت مومې. د دیندارۍ نښې نښانې د هغوی په مخونو کي د سجدو د اغېز له امله موجودي دي، (چي په هغه سره هغوى بېل پېژندل کیږي). دا اوصاف هغه اوصاف دي چې بېلګې يې په تورات او انجیل کي بیان شوې دي.
عَنْ أَبِي سَعِيدٍ الْخُدْرِيِّ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ، قَالَ: قَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: “لَا تَسُبُّوا أَصْحَابِي؛ فَلَوْ أَنَّ أَحَدَكُمْ أَنْفَقَ مِثْلَ أُحُدٍ ذَهَبًا، مَا بَلَغَ مُدَّ أَحَدِهِمْ، وَلَا نَصِيفَهُ”
ژباړه: تاسې زما ملګرو ته کنځل مکوئ، که په تاسې کې کوم څوک د احد د غره په څېر سره زر صدقه هم کړي، د دوی د یو او نیم موټ صدقې ته نشي رسېدلای.
کله چې الله جل جلاله رسول الله (صلی الله علیه وسلم) دې بې پایښته نړۍ ته را ولېږل، د دې لپاره چې د خپل محبوب ملګري او په خپلو چارو کې ور سره همغږي شي، لومړی یې د حضرت خدیجې (رضي الله عنها) په زړه کې د ده مبارک مینه ننویسته او د هغې مبارکې نکاح یې ور سره وتړله، چې تر ډېره بریده به رسول الله مبارک خپل ډک زړه لومړی خپل رب (الله جل جلا له) ته او بیا به یې خپلې بي بي ته تشه ول، چې ښه بېلګه یې لومړنۍ وحیه ده.
په دوهم ګام کې یې رسول الله (صلی الله علیه) ته داسې ملګري (صحابه رضوان الله علیهم اجمعین) غوره کړل، چې هر وخت یې په هر ډول ستونزمن حالت کې د هغه مبارک سره اوږه په اوږه ولاړ ول.
الله تعالی د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د ملګرۍ لپاره صحابه کرام د څو دلایلو له مخې غوره کړي دي، چې دلته یې د نمونې په توګه څو را اخلو.
لومړی: صحابه کرام ریښتوني خلک وو او په الله تعالی او د هغه پر رسول (صلی الله علیه وسلم) یې ایمان روښانه وو او د دې لپاره چې دین او په رسول الله مبارک یې ایمان وساتل شي هر رنګه قربانۍ او سرښندنې ته تیارول.
دوهم: صحابه کرامو د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) بلنې ته په خورا اخلاص او ایمانداري سره ځواب ورکاو او د دعوت په هر پړاو کې یې د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) پیروي کوله.
درېیم: صحابه کرامو په خپل ورځني ژوند کې د اسلام د پلي کولو په برخه کې مثالي خلګ ول او د دین د لارښوونو مطابق یې په اخلاص او صداقت ژوند کاوه.
څلورم: الله جل جلاله صحابه کرام ځکه غوره کړل چې دوی یو مبارک او غوره نسل وو او په هغوی کې د اخلاص، ایمان او فداکارۍ هغه صفتونه وو چې دوی یې د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د ملګریتوب لپاره انتخاب او په نښه کړل.
پنځم: الله جل جلاله د دې لپاره چې راتلونکي قشر او نسل ته په اخلاص، صداقت، غیرت، تقوا، دیانت او د رسول الله مبارک په پیروي کې یوه ښه بېلګه او نمونه پاته شي دوی ( صحابه) یې غوره کړل.
د دوی (رضي الله عنهم) سرښندنې او قربانۍ مونږ د دوی د سیرت په تاریخ کې لوستلای شو، لکه: د حضرت بلال (رضي الله عنه) ایمان راوړل او بیا ورباندې ټینګ درېدل، د حضرت خبیب (رضي الله عنه) په دار کېدل، د حضرت عمار، پلار (یاسر) او مور (سمیه) رضي الله عنهم تکلیفونه؛ چې یاسر (رضی الله عنه) په ګرمو شګو د زیاتو څملولو له امله شهید او مور مبارکه یې سمیه (رضی الله عنها) ابوجهل کافر په شرمګاه کې په نېزه ووهله او شهیده یې کړه.
د صلح حدیبې په ورځ یو صحابي مبارک د خپل تره (کاکا) چې غوښتل یې د رسول الله مبارک ږیره ونیسي لاس د تورې په لاستي وواهه او ور غبرګه یې کړه” لرې کړه دا مردار لاس دې، زمونږ پاک پیغمبر ته مه ور وړه” کله چې ابوبکر (رضي الله عنه) ته خپل زوی وویل: پلاره! په جګړه کې څو ځله زما مخې ته راغلې، خو د دې لپاره چې ته زما پلار یې نه مې ووژلې…
په ابوبکر (رضي الله عنه) باندې د الله او د هغه د رسول مینه دومره غالبه وه چې خپل زوی ته یې وویل: که ته زما مخ ته راغلی وای ما به ستا سر له تن څخه بېل کړی وای.
حضرت عبدالله ابن عمر (رضي الله عنه) ټول ژوند د رسول الله په سنتو او اتباع کې تېرول، آن تر دې چې په کوم ځای کې به رسول الله مبارک څاراګښت ته تللی و، دی مبارک به هسې د اتباع سنت له کبله په هغه ځای یو ځل کښېنستل.
کیسه: یو ځلې یو کس ویل چې که چېرته زه د صحابه کرامو په وخت کې وای ما به له دوی څخه زیاته قربانۍ ور کړې وې او له رسول الله (صلی الله علیه وسلم) به مې په کلکه دفاع کړې وه، خو یوه شپه یې خوب ولید… چې نوموړی کس او څو نور صحابه کرام په یو موټر کې ناست دي چې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) هم ور سره شتون درلود او یاد موټر په یوه غونډۍ د پورته کېدو په درشل کې وو، چې ناببره موټر کې ستونزه پیدا شوه او په شا یې حرکت پیل کړ، نوموړی کس زیاتوي چې زه په ډبرو پسې ګرځېدم تر څو یې د موټر ټیرو ته کښېږدم چې راغلم او ګورم صحابه کرامو خپل سرونه ټیرو ته ایښې دي او موټر یې تم کړی دی، نو ما ځان سره فکر وکړ چې دوی د دې وړ و چې د رسول الله مبارک ملګري او صحابه غوره کړل شي.
یادونه: مونږ ته په کار ده چې د صحابه کرامو په پلونه خپل پلونه کېږدو، تر څو د دوی په توسط د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) بشپړې پیروي ته ځانونه ورسو.
لیکوال: عزیز«غزنوي»
نوټ..
ضرور ئي شير کړئ مننه .
مننه له هغه چا نه چې ليکنه ئي وه لوستله او د ګوتو نښه يې پرېښوده.!
*******************************************************
يو ځل ئي ولولئ خامخا او بيا ئي ملګرو سره شير کړئ
❥ོ| اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى םבםב وَعَلَى آلِםבםב ، كَمَا صَلَّيْتَ عَلَى إِبْرَاهِيْمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيد♥🫀
❥ོ| اللَّهُمَّ بَارِكْ عَلَى םבםבٍ وَعَلَى آلِםבםב ، كَمَا بَارَكْتَ عَلَى إِبْرَاهِيْمَ وَ عَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيد🌱🤍
*******************************************************
د دعوت نیوز رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت نیوز رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت نیوزبانکي پته: Islamic Bank AC # 00105100585219
د واټس آپ شمېره: WhatsApp: +93 747 162 162
*******************************************************
Support Dawatnews Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawatnews Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
Islamic Bank AC # 00105100585219
Account for international payments: 00105100585219
WhatsApp:+93 747 162 162
*******************************************************
عزیزان گرانقدر:
لطفاً این مضامین خیلی مهم و حیاتی را با تمام خانواده، اقارب، دوستان، و همکاران تان شریک سازید، و در رشد فکری، عقیدتی، ایمانی و وجدانی همنوع تان اقلاً یک امر خیری را، مایه ی حصولِ صدقات جاریه ی تان سازید.
جزاکم الله خیراً!
*******************************************************
یادونه: په دعوت نیوز کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، د دعوت نیوز توافق ورسره شرط نه دی.
Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website