ماشومان او هیلې یې| امیرشاه یاد

کله چې کوچنی وم چاپیریال او ټولنې حتی کورنۍ مې داسې انګېزه راکوله، چې د هغوی په خوښه مخته لاړ شم، ډېرې هیلې مې لرلې خو تل له یو ډول ډار سره مخ وم، غوښتل مې ځیرک و اوسم د مشرانو او استادانو په مخکې خبرې وکړم، په درس کې ترې پوښتنې وکړم، خو ټولنې چاپیریال او د کورنۍ غړو مې د مشرانو مخکې خبرې کول بې ادبي بلله او غلي پاتې کېدل یې، ځیرکتیا او هوښیاري بلله له هر څه به زړه توری وم یو ډول تشویش به راسره و بعضې وخت به مې د خپلې خوښې مضون، چې ښه به مې ذهن کې کېناسته تکیه کوله.
خو نور مضمونونه هم اړین وو چې باید پوره نمرې مې پکې اخیستی وی ځکه، چې دا د استادانو او کورنۍ خوښه وه، چې په هر مضمون کې باید پوره نمرې واخلم اوس چې زلمی هم یم د ژوند په اړه مې فریکړه نه شم کولی؛

خو دا ستونزه هر ماشوم لرله.

ښه مې یاد شي، چې د ماشومانو د کیسو کتابونه به د معارف لخوا مکتبونو ته ورکول کېدل، زموږ به ډېر خوښېدل، خو په مکتبونو کې به یې نه راکول په کلونو۔کلونو به د مکتب په ډیپوګانو کې پراته وو باد او باران به وراسته کړل؛  په انځوریرو کیسو به یې په اسانۍ پوهېدو خو د مکتب کتابونه بیا سخت وو.
که غواړاﺉ، چې ماشومان مو هوښیار او ځیرک لوی شي هڅه وکړﺉ، چې د ماشوم غوښتنې پوره کړﺉ،
د ماشوم پر مهارتونو ځانونه خبر کړﺉ، چې په کومه برخه کې وړتیا او مهارت لري په همغه برخه کې ورته زمینه برابره کړﺉ!
کله چې ماشوم په لومړي ځل ښوونځي ته ځي له یو څو ورځو روسته زړه توری کیږي، چې ښایي دا چاره په هغو ماشومانو کې زیاته وي چې هغه مو لومړنی ماشوم وي تر لومړني ماشوم مو دویم ماشوم له ښونځي سره ډېره مینه لري او ځیرک وي
خو علت او توپیر یې په څه کې دی؟
توپیر یې په دې کې دی، چې لومړنی ماشوم د یوازیتوب احساس هم کوي اکثر وخت ښایي مور  پلار او یا کوم بل مشر ورسره په درس کې مرسته وکړي داسې مرسته، چې د ماشوم په خوښه نه وي.
خو کشر ځکه ځیرک او تکړه وي چې له ده سره مشر ماشوم وي، د یوازیتوب احساس ځکه نه کوي
او اکثر وخت ورسره ورور یا خور مرسته کوي چې ماشوم هر ډول وغواړي خور یا ورور ورسره همغه ډول د ده په خوښه مرسته کوي، چې ماشوم پکې ازاد احساس کوي.
خو له مکتبه د زړه تورۍ د لمنځه وړلو دپاره پکار ده چې، ماشوم سره پر هغه لاره قدم ووهو، چې مکتب ته پرې ځي او هغه ماشومانو سره وپېژنو، چې مکتب ته ورسره ځي، تر يو څه وخته پکار ده. چې هره ورځ یې پخپله تر مکتبه ورسوو، چې د مکتب ماحول او ودانۍ سره عادي شي؛
خو زموږ د ټولنې یوه بله ستونزه دا هم کېدای شي، چې ښوونکي د ماشوم د روزنې په برخه کې نامسلکي چلن کوي د روزنې مسولیت پر غاړه نه اخلي.
بله ستونزه د ښونځیو په کتابونو کې ده. چې وچ کلک لیکل شوي دي او د ماشوم له سویې لوړ او شمېر يې ډېر دی.
د ماشومانو د کیسو کتابونه کولی شي، چې له ماشوم سره مرسته وکړي، چې په ذهن کې یې کېنوي او ژر یې زده کړي. ماشوم کولی شي چې د انځورونو په واسطه ښه زده کړه وکړي ځکه چې ماشومان له کیسو او انځورونو سره شوق او مینه لري.

نوټ..
ضرور ئي شير کړئ مننه .

مننه له هغه چا نه چې ليکنه ئي وه لوستله او د ګوتو نښه يې پرېښوده.!

*******************************************************

يو ځل ئي ولولئ خامخا او بيا ئي ملګرو سره شير کړئ

   ❥ོ| اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى םבםב وَعَلَى آلِםבםב ، كَمَا صَلَّيْتَ عَلَى إِبْرَاهِيْمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيد♥🫀

   ❥ོ| اللَّهُمَّ بَارِكْ عَلَى םבםבٍ وَعَلَى آلِםבםב ، كَمَا بَارَكْتَ عَلَى إِبْرَاهِيْمَ وَ عَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيد🌱🤍

*******************************************************

د دعوت نیوز رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ

له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت نیوز رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت نیوزبانکي پته: Islamic Bank AC # 00105100585219

د واټس آپ شمېره:  WhatsApp: +93 747 162 162

*******************************************************

Support Dawatnews Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawatnews Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
Islamic Bank AC # 00105100585219
Account for international payments: 00105100585219

WhatsApp:+93 747 162 162

*******************************************************

عزیزان گرانقدر:

لطفاً این مضامین خیلی مهم و حیاتی را با تمام خانواده، اقارب، دوستان، و همکاران تان شریک سازید، و در رشد فکری، عقیدتی، ایمانی و وجدانی همنوع تان اقلاً یک امر خیری را، مایه ی حصولِ صدقات جاریه ی تان سازید.

جزاکم الله خیراً!

*******************************************************

یادونه: په دعوت نیوز کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، د دعوت نیوز توافق ورسره شرط نه دی.

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!
چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟