ژباړه:محيب رحمتي
د حضرت محمد (ص) ارشا دى :
– روزه د الله رب العزت میاشت ده او شعبان زما میاشت ده.
شعبان د نبي (ص) تر ټولو زياته خوښه میاشت بلل كېږي، په دې میاشت كي به نبي (ص) روزې نېولې او عبادتونو به يې كول، د دې میاشتي نوم شعبان ايښودلو يوه وجه دا هم كېداى سي، چي د دې میاشتي د خير و بركت د عمل په وجه موږ الله تعالى ته نزديوالى غواړو،
دا میاشت نبي (ص) ځان ته په منصوبولو سره اعلان كړې ده، چي دا میاشت د الله تعالى د عبادت او اطاعت خاص میاشت ده.
د نبي كريم ص دا معمول و، چي په دې میاشت كي به يې روزې نيولې، تر هغو چي له روزې سره به يې ګډي كړې، حضرت عايشه رض وايي، ما نبي (ص) په شعبان كي له روزې سوا په بله میاشت په روزه نيولو نه دى ليدلى، يو بل روايت هم راغلى دى چي نبي (ص)په نزد دروزې نيولو میاشت تر ټولو محبوبه میاشت شعبان وه.
د دې میاشتي ارزښت دا دى، چي په دې میاشت كي د هر چا اعمال الله تعالي ته وړاندي كيږي، د نبي (ص) په دې میاشت كي د روزې نيولو يو وجه دا هم كېداى سي چي روزه يوازي د الله تعالى لپاره ده چي د هغې اجر هم الله تعالى وركوي، او دا اجر د روزې په حالت كي له لس څخه اويا واره زيات دى، يو بل ځاى داسي هم ليكل سوي دي، چي په روزه كي دا اجر له اوياوو څخه اووه واره زياتېږي.
يوه صحابي د نبي كريم په خدمت كي عرض وكړ:
– ته خو انسان په هغه درجه كي يې، چي د هغه هيڅ سارى نسته، بيا ته ولي په دا دونه عبادت كي مبتلا يې ؟
نبي اكرم صلی الله علیه وسلم ور ته وويل :
– خلك د دې میاشتي له عظمت څخه غافله دي، دا میاشت د رجب المرجب او د روزې په منځ كي واقع ده، په كومه چي د مخلوق اعمال د الله په حضور كي وړاندي كيږي، زه غواړم چي زما اعمال د يوه روزه دار په صفت سره وړاندي سي.
حضرت عايشه رض وايي، نبي (ص) د شعبان ټوله میاشت روزه نيوله، يو وار ما له نبي (ص) څخه وپوښتل :
– ته له نورو میاشتو څخه په شعبان كي روزه نيول ولي خوښوې؟
نبي (صلی الله علیه وسلم) و ويل :
– په دې میاشت كي د سږ كال د مړه كېدونكو خلكو مرګ ليكل كيږي، زه غواړم چي د مرګ حكم مي د روزه نيونكي په حالت كي وليكل سي.
د شعبان په میاشت يوه شپه چي په پنځلسمه شپه راځي، برات ورته وايي، شب د شپې په معني او د برات مطلب خلاصون دى، علما كرام ليكي، دا ده ګناهونو او مصبتونو څخه د خلاصون شپه ده.
لكه څنګه چي د ژونديو انسانانو لپاره دوه اخترونه يعني كوچنى او د لوى اختر شپې راځي، همدا راز د فرښتو لپاره هم دوې شپې راځي، يوې ته ليلة القدر او بلي ته ليلة البرات وايي، په يو ځاى كي دا شپه له ګناهونو څخه د ازادۍ هم ليكل سوې ده، په دې كي دوه ډوله خلك نه بخښل كېږي، مشرك او كينه ناك، د يوه بل فرمان له مخي په دې شپه كي د شپږو خلكو بخښنه نه كېږي، شرابي، شيطانت كونكى، د موسيقي الاتو غږونكى، د مور و پلار نا فرمان، قاطع رحم او مصور په دې شپه كي په راتلونكي كي د مړه كېدونكو كسانو نوم او حساب وكتاب ليكل كيږي.
دې له بركته ډكي میاشتي نوم شعبان دى، يعني له شعبان سره معظم چي معنى يې عظمت والا ده، د دې عظمت ښه والى له دې خبرو ښكاري، چي نبي كريم (ص) دا میاشت خپل ځان ته منصوب كړې ده، په دې میاشت كي نفلي روزې ډېري ونيسئ.
الله تعالى دي موږ د دې میاشتي په بركتو سره وبخښي
نوټ..
ضرور ئي شير کړئ مننه .
مننه له هغه چا نه چې ليکنه ئي وه لوستله او د ګوتو نښه يې پرېښوده.!
*******************************************************
يو ځل ئي ولولئ خامخا او بيا ئي ملګرو سره شير کړئ
❥ོ| اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى םבםב وَعَلَى آلِםבםב ، كَمَا صَلَّيْتَ عَلَى إِبْرَاهِيْمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيد♥🫀
❥ོ| اللَّهُمَّ بَارِكْ عَلَى םבםבٍ وَعَلَى آلِםבםב ، كَمَا بَارَكْتَ عَلَى إِبْرَاهِيْمَ وَ عَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيد🌱🤍
*******************************************************
د دعوت نیوز رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت نیوز رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت نیوزبانکي پته: Islamic Bank AC # 00105100585219
د واټس آپ شمېره: WhatsApp: +93 747 162 162
*******************************************************
Support Dawatnews Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawatnews Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
Islamic Bank AC # 00105100585219
Account for international payments: 00105100585219
WhatsApp:+93 747 162 162
*******************************************************
عزیزان گرانقدر:
لطفاً این مضامین خیلی مهم و حیاتی را با تمام خانواده، اقارب، دوستان، و همکاران تان شریک سازید، و در رشد فکری، عقیدتی، ایمانی و وجدانی همنوع تان اقلاً یک امر خیری را، مایه ی حصولِ صدقات جاریه ی تان سازید.
جزاکم الله خیراً!
*******************************************************
یادونه: په دعوت نیوز کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، د دعوت نیوز توافق ورسره شرط نه دی.
Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website