۳۶۰ خبرې / دوولسمه برخه

امین وردګ

****************************************************************

د فکر ځای له خبرو مخکې وي

۵۶ مه خبره- کله چې خبرې کوې نو فکر مه کوه بلکې خبرې وکړه؛ ځکه چې د فکر کولو وخت مخکې له خبرو وي! خو کۀ تۀ بیاهم غواړې چې یوازې د خبرو پۀ جریان کې فکر وکړې، نو بیا دې مخاطب ته یا پر ځان غیر حاکم ښکارې او یا د دروغجن ګمان درباندې کوي.

 

ناپوه سړی

۵۷ مه خبره- هغه سړی ناپوه دی چې مینې ته ګناه وايي او کینې ته مېړانه.

 

د خپل خوب تعبیر

۵۸ مه خبره- کوښښ وکړئ چې د خپلو خوبونو تعبیرونه مو پخپله وکړئ؛ ځکه چې پۀ تعبیرو کې موږ ته د اثبات لاره خلاصه ده (یانې موږ کولی شو هر منفي خوب مو هم مثبت تعبیر کړو!) خو کۀ تاسو د خپل خوب تعبیر له بل چا غواړئ نو د اثبات امتیاز بۀ له لاسه ورکړئ.

متکبرین

 ۵۹ مه خبره- هغه خلک چې د احسان پۀ بدل کې احسان نۀ کوي متکبرین دي، شخصیتونه یې لوېدلي ځکه خو بهٔ یې انجام ذلالت وي؛ کۀ یې نۀ منئ نو پسې ګورئ چې څهٔ کیږي.

 

خوشبخت سړی

۶۰ مه خبره- نهٔ هر خپل دوست وي او نۀ هم هر دوست خپلېدلی شي؛ مطلب پۀ خپلو برخو مو صبر وکړئ!  له نادوستو خپلوانو سره پۀ حکمت چلېږئ،  شخصي مشکلات مو هغوی ته مه وایئ او مه د مرستې تمه ترې کوئ، له بېګانه دوستانو سره مو اړیکې مه پرې کوئ؛ خو کۀ الله پدې هکله ځانګړې مرسته درسره کړې وي (ګواکي داسې خپل یې درکړی وي چې دوست دې هم وي) نو تۀ خوشبخت یې او فقط شکرانې باسه! ځکه چې دوست خپلوان بیخي کم دي.

****************************************************************

عزیزان گرانقدر:

لطفاً این مضامین خیلی مهم و حیاتی را با تمام خانواده، اقارب، دوستان، و همکاران تان شریک سازید، و در رشد فکری، عقیدتی، ایمانی و وجدانی همنوع تان اقلاً یک امر خیری را، مایه ی حصولِ صدقات جاریه ی تان سازید.

جزاکم الله خیراً!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!
چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟