سيرت مصطفی ﷺ؛ د مينې او لارښونې کیسه حصه (3)

جمع او ترتيب خالد منصور هډه وال

د رسول الله ﷺ سیرت د صحیح سنت او سلفي آثارو په رڼا کې

 

درېیمه برخه:

د نبي کریم ﷺ ولادت: (۱)

نبي کریم ﷺ د دوشنبې په ورځ نړۍ ته تشریف راوړ.
ابن کثیر وایي: “په دې کې هېڅ اختلاف نشته.” (البداية والنهاية)

د ابو قتاده رضي الله عنه نه روایت دی چې رسول الله ﷺ څخه د دوشنبې د روژې په اړه وپوښتل شول، نو ویې فرمایل:
“په دې ورځ زه پیدا شوم او په همدې ورځ پر ما وحی نازله شوه.” (مسلم: ۱۱۶۲)

د عام الفیل کال: (۲)

ابن اسحاق وایي چې نبي کریم ﷺ د عام الفیل کال پیدا شوی.
ابن کثیر وایي: “دا د جمهور (علماؤ) مشهور قول دی.”

قیس بن مخرمة وایي: “زه او رسول الله ﷺ د عام الفیل په کال پیدا شوي یو. موږ دواړه هم‌زولې یو.”
(احمد: ۱۷۸۹۱، ترمذي: ۳۶۱۹)
شیخ الباني په “صحیح السيرة” کې دا حدیث حسن ګڼلی (ص: ۱۳)

د نبي کریم ﷺ د مور احساسات د ولادت پر مهال:

عرباض بن ساریة رضي الله عنه وایي چې ما د رسول الله ﷺ نه واورېدل چې فرمایل یې:
“زه د الله په علم کې د ام الکتاب په لیک کې د نبیانو خاتم ټاکل شوی وم، او آدم لا په خپل خټې کې و. زه به تاسو ته د دې تأویل وښیم؛ د ابراهیم علیه السلام دعا، د عیسی علیه السلام زېری، او زما د مور هغه لید چې له هغې څخه یو رڼا ووتله چې د شام ماڼۍ پرې روښانه شوې.”
(احمد: ۱۷۱۶۳، ابن حبان: ۲۰۹۳)
شیخ الباني په “الصحيحة” کې دا حدیث صحیح ګڼلی (۱۵۴۶).

د ولادت شپه کې پېښېدونکې نښې:

حسان بن ثابت وایي: “زه د اووه یا اته کلونو ماشوم وم او هغه وخت مې ټول خبرې په یاد وې. یو یهودي د یثرب په یوه لوړ ځای نه په لوړ آواز نارې وهلې: ‘ای د یهودو قومه!’ کله چې خلک راغلل، نو وې پوښتل: ‘څه درباندې شوي؟’ هغه وویل: ‘نن شپه د احمد نښه را څرګنده شوه، هغه به پیدا شي.’ ”
(ابن اسحاق په “السيرة” کې روایت کړی؛ شیخ الباني دا حسن ګڼلی)

اسامه بن زید له خپل پلار زید بن عمرو نه روایت کوي چې هغه وویل: “د شام یو حبر ماته وویل: ستا په وطن کې یو نبي پیدا شوی یا د پیدا کېدو په حال کې دی، د هغه ستوری را څرګند شوی. ورشه او ایمان پرې راوړه او د هغه تابعدار شه.”
(ابو نعیم په “دلائل النبوة” کې روایت کړی؛ شیخ الباني په “صحیح السيرة” کې دا حسن ګڼلی)

پای: څلورمه برخه به ان شاءالله تعالٰی وروسته راشي.
……………………..

حاشیه:

۱) د نبي کریم ﷺ ختنه:

په دې اړه درې اقوال دي:

1. هغه ختنه شوی او د ناف تار پرې شوی پیدا شوی و. خو دا روایت ثابت نه دی او یوازې افسانې دي.

2. هغه وخت يي ختنه شوی چې ملائیکو د حلیمه رضی الله عنها په څنګ کې د هغه زړه څیرې کړ.

3. عبدالمطلب د هغه په اوومه ورځ ختنه کړی او د هغه لپاره مېلمستیا وکړه او هغه ته یې محمد نوم کېښود.

۲) د نبي کریم ﷺ د زیږېدو میاشت:

اکثر علماء په دې نظر دي چې د هغه زیږون د ربیع الاول په میاشت کې و.

 

ځینې اقوال:

د میاشتې دویمه نېټه

د میاشتې اتمه نېټه

د میاشتې لسمه نېټه

د میاشتې دوولسمه نېټه (دا قول د جمهور مشهور قول دی)

…….

د رحمت پېغمبر ﷺ درسونه شريک کړئ!

ملګريو، د نبوي سيرت درسونه يوازې زموږ لپاره نه، بلکې د ټول امت لپاره لارښوونه ده. راځئ چې دغه زرین درسونه نورو ته ورسوو، ځکه د علم خپرول صدقه جاريه ده. رسول الله ﷺ فرمایلي:
“هغه څوک غوره دی چې د خلکو لپاره ګټه رسوي.”

راځئ د نبوي لارښوونو څراغونه بل کړو او د دې صدقې ثواب تر قیامت پورې جاري وساتو.

 

نوټ..
ضرور ئي شير کړئ مننه .

مننه له هغه چا نه چې ليکنه ئي وه لوستله او د ګوتو نښه يې پرېښوده.!

 

يو ځل ئي ولولئ خامخا او بيا ئي ملګرو سره شير کړئ

   ❥ོ| اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى םבםב وَعَلَى آلِםבםב ، كَمَا صَلَّيْتَ عَلَى إِبْرَاهِيْمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيد♥🫀

   ❥ོ| اللَّهُمَّ بَارِكْ عَلَى םבםבٍ وَعَلَى آلِםבםב ، كَمَا بَارَكْتَ عَلَى إِبْرَاهِيْمَ وَ عَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيد🌱🤍

*******************************************************

د دعوت نیوز رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ

له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت نیوز رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت نیوزبانکي پته: Islamic Bank AC # 00105100585219

د واټس آپ شمېره:  WhatsApp: +93 747 162 162

*******************************************************

Support Dawatnews Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawatnews Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
Islamic Bank AC # 00105100585219
Account for international payments: 00105100585219

WhatsApp:+93 747 162 162

*******************************************************

عزیزان گرانقدر:

لطفاً این مضامین خیلی مهم و حیاتی را با تمام خانواده، اقارب، دوستان، و همکاران تان شریک سازید، و در رشد فکری، عقیدتی، ایمانی و وجدانی همنوع تان اقلاً یک امر خیری را، مایه ی حصولِ صدقات جاریه ی تان سازید.

جزاکم الله وخیراً!

*******************************************************

یادونه: په دعوت نیوز کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، د دعوت نیوز توافق ورسره شرط نه دی.

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.