امین وردګ
****************************************************************
د ضد او پښېمانۍ توپیر
۴۱ مه خبره- الله پاک دواړه مامور او مخاطب کړل خو فقط پدې توپیر چې شیطان ته یې امر وکړ او آدم یې منع کړ؛ هغهٔ ته یې کنایتاً وویل چې ((وَإِذْ قُلْنَا لِلْمَلَائِكَةِ اسْجُدُوا لِآدَمَ…۳۴ البقر)) خو آدم ته یې بیا دومره واضح امر وکړ چې د ژوند ملګرې (ام البشر حوا علیها السلام) یې هم ورسره شامله کړه او ورته ویې ویل چې ((وَلَا تَقْرَبَا هَٰذِهِ الشَّجَرَةَ فَتَكُونَا مِنَ الظَّالِمِينَ ۳۵ البقر)) خو شیطان يې ورټلو او د تل لپاره یې له جنت څخه منع کړ، مګر آدم یې بېرته قبول کړ او همغهٔ جنت ته بهٔ ځي چې ترې ایستل شوی دی؛ نو هغه د ضد او پښېمانۍ توپیر چې خلک یادوي همدا دی ! ځکه خو زهٔ وایم چې له ضد څخه ځانونه وساتئ او پهٔ ځينو پښېمانیو پښېمانه کېږئ مه.
ملي منافع
۴۲ مه خبره- کهٔ غواړې چې ملي منافعو ته صادقانه کار وکړې نو له شخصي ګټو دې تېر شه، خو دا کار سخت دی، ځکه چې قوي ایمان او پاکه اراده غواړي او زهٔ ستا د ایمان له قوت او ستا د ارادې له سپېڅلتیا څخه نهٔ یم خبر ځکه خو نهٔ پوهېږم چې دا کار بهٔ وکړی شې کهٔ نه؟
شخصیت وژنه
۴۳ مه خبره- شخص کهٔ وژنې یا نه (هغه ستا کار دی!) خو شخصیت یې مه وژنه ! ځکه چې د شخصیت وژنې ګناه تر شخص وژنې زیاته ده؛ پهٔ شخص وژنه کې دوه شاهدان پکار دي خو پهٔ شخصیت وژنه کې څلور او کهٔ چېرې شاهدان یو، دوه یا هم درۍ وو او څلور پوره نشول نو بیا ټول پهٔ عام محضر کې اتیا اتیا دورې (د حد قذف پهٔ نوم) وهل کیږي او ترټولو مهمه یې لا دا چې شخصیت وژونکي بښل کیږي نه، خو شخص وژونکي بیا ډېر بښل شوي دي او لا بهٔ هم ممکن وبښل شي.
د نن زمانې خپلوۍ او ملګرۍ
۴۴ مه خبره- د نن زمانې خپلوۍ او ملګرۍ فقط پۀ دوو کلمو له منځه ځي ! چې یوې ته یې (مه!) وایي او بلې ته (ولې؟)
ګاډیوان وزير ښهٔ دی کهٔ وزیر ګاډيوان ؟
۴۵ مه خبره- زما دا خبره فقط پوهانو ته وکړئ ! ځکه چې ناپوهان نهٔ پرې پوهیږي ؛ پدې مه خوشاله کېږئ چې ګاډيوان مو وزیر شوی او مه پهٔ دې خفه کېږئ چې وزیر مو ولې ګاډيوان دی.
****************************************************************
عزیزان گرانقدر:
لطفاً این مضامین خیلی مهم و حیاتی را با تمام خانواده، اقارب، دوستان، و همکاران تان شریک سازید، و در رشد فکری، عقیدتی، ایمانی و وجدانی همنوع تان اقلاً یک امر خیری را، مایه ی حصولِ صدقات جاریه ی تان سازید.
جزاکم الله وخیراً!