نن په ټول عالم اسلام کې ددې شاهد يو چې په ډيرو اسلامي هيوادونو کې د اسلامي شريعت پر ځای کفري ديموکراسي او سکولريزم حاکم دي ، کفر او الحاد غواړي اسلامي امت ونړوي خلک ګمراه کړي ، په اسلامي هيوادونو قدرت ته داسې لنډغر کسانو ورسوي چې نه خپل دين ته وفادار او نه هم خپل ولس ته وفادار وي او ددې لنډغرو په وسيله د اسلامي شريعت مخ ونيسي او هغه کسان چې شريعت غواړي سرکوب کړي .
عملاً مو وليدل په مصر کې محمد مرسي د ډيموکراسۍ په قانون قدرت ته ورسيد مګر هغه او ګوند يې د شريعت غوښتنه کوله بلاخره د امريکا نصاراؤ او د اسرائيلو د يهودو په وسيله د هغه سکولر لنډغر فوځ لخوا نسکور شو چې د همدې يهودو او نصاراؤ په لاسونو باندې د مسلمانانو د محو او نابودۍ د پاره جوړ شوی وو او په کلونو کلونو يې د هغوی ځيرې خوړلې وه .
د ديموکراسۍ علمبردارانو ځکه پر ديموکراسۍ کودتا وکړه چې ددې ديموکراسۍ د تبطيق څخه د هغوی هدف يوازې د اسلامي امت محو او نابودي او مسلمانانو له مينځه وړل دي.
د ديموکراسۍ کودتا يوازې د قدرت څخه د مسلمانانو په شړلو باندې بس والی ونه کړ بلکي د هغوی د حق غوښتونکو مظاهره کوونکو سره داسې ظلمونه وکړل چې د مصر په تاريخ کې د فرعون څخه وروسته دا تر ټولو ستر قتل عام وه ، داسې قتل عام چې هغوی يې په اور کې ډاډه کړل ، کومو کسان چې جومات ته پنا وړې وه هغوی هم اسير کړل .
د قدرت څخه د شړلو او قتل عام سربيره د هغوی د ګندونو د محوه امر هم وکړ تر څو داسې څوک پاتې نشي چې د اسلامي شريعت ناره پورته کړي .
تيره ورځ ډيرو ويب پانو د دغه سکولر فوځ د ظالمانه کړنو يو نمونوي تصوير خپور کړ ، په دې تصوير کې ليدل کيږي چې يو ښځه سکولر فوځ ته وايي چې پر زخميانو بلدوزر مه ورخيږوئ خو هغوی ددې څخه هم مخ نه اړوي .
په افغانسان هم د کفري اشغال همدا اهداف دي تر څو په هر قسم چې وي د اسلامي شريعت مخ ونيسي او پر ځای يې کفري ديموکراسي را مينځته کړي که خوبه وړي مسلمانان په دې نه پوهيږي هغوی دې د مشت نمونه خروار په توګه د [قانون منع خشونت عليه زنان ] مطالعه کړي کوم چې پر ډاګه د قرآن پر ضد د مخالفت اعلان دی .
الله تعالی دې د نني مظلوم امت په حال ورحميږي .
الله تعالی د مسلمانانو ، احساس ، درد او زمير ژوندی کړي.