د ديموکراسۍ پايلې د تعليمي نصاب بدلول ، ټولنه فاسدول او کورنی نظام نړول

۵  ـ تعليمي نصاب بدلول :

په اسلامي هېوادونو کې د ډيموکراسۍ د پلی کولو پنځمه موخه د تعليمي نصاب بدلول دي . په داسې ډول ،چې بلکل مادي نصاب وي اسلامي تاريخ او ثقافت مسخ کوي . لکه چې د افغانستان اوسنی تعليمی نصاب جوړ کړای شوی دی په دغه نصاب کې د جهاد په موده کې جوړ کړای شوی نصاب بالکل ختم کړی شوي دي ، څو د افغانستان راتلونکې توکم په بشپړه توګه مادي  و روزل شي ، فکر او تيوری بدله کړای شي همدغه موخه يې په پاکستان کې هم ده او د نصاب د بدلولو لپاره امريکا دخپل سفير په ذريعه يوسل پنځه څلويښت (۱۴۵) مليونه ډالر مرسته ورکړه چې دروان (۲۰۰۶م کال) دجولای په او لسمه نيټه په پاکستان کې امريکايي سفير اعلان کړه سعودی عربستان ته يې هم د نصاب د بدلولو لپاره همدومره مرسته اعلان کړی وه ، مګر د سعودی عربستان د حکومت له پلوه د نصاب د بدلولو امريکايې فورمول رد کړای شو چې له همدی کبله امريکايې تور صليبی استعمار هم سعودی عربستان ته ديوسل پنځه څلويښت مليونه ډالرو اعلان د ۲۰۰۶م کال داپريل په مياشت کې بيرته منسوخ کړ او ويې ويل : له دې امله چې سعودی عربستان خپل تعليمي نصاب بدلولو ته چمتو نه دی امريکا هم خپل اعلان کړې مرسته بېرته فسخ کوي په کوېټ کې يې له ۱۹۹۳م کال راهيسې بدل کړی دی . ځکه چې په هغه هېوادو نو کې ډيموکراسي د امريکا په مرسته منځته راغلې ده .

۶ ـ  ټولنه فاسدول :

شپږم هدف يې په اسلامی هېوادونو کې د اسلامي ملتونو فاسدول دي . په داسې ډول چې دحميده اخلاقو پر ځای د رذيله اخلاقو ترويجول ، څو اسلامي ټولنې هم دخپلو صليبي  ټولنو په څېر د اخلاقي جراېمو په ډنډ کې له سره څخه تر پښو پوری ډوب کړي له ښېګړو او نيکو چارو کولو څخه يې منحرف کړي او په شيطانې لارو چارو يې برابر کړي ځکه چې د ډيموکراسۍ مزاج همداسې دی او اساس يې پر فساد کېښودل شوی دی . بيا په خاصه تو ګه د امريکا د ډيمو کراسۍ نظام چې د پراګماتېزم منفعت طلبۍ او پلو ټو کراسۍ د بډايانو په واکمنۍ ولاړ دی او دبشري تاريخ په اوږدو کې بډايان په ټولنه کې د فساد له خپرولو پرته نور هيڅ کړی نه دي .

۷ ـ کورنی نظام نړول :

اووم هدف يې په اسلامی ملتونو کې دکورنې نظام نړول دي په داسې ډول چې دښځې د ازادۍ او حقوقو په نوم له مېړه څخه بغاوت ته ښځې دعوتوي. له کهول څخه بهر دکار کولو ، په دولتي ارګانونو کې له سړيو سره دګډ کارکولو ، پروسې ته يې دعوت کوي  يا اولاد له مور او پلار څخه ياغي کوي او دکورنۍ هر غړی ځان پالنې ته هڅوي ، چې په نتيجه کې يې هاغه کورنی نظام او ډسپلين تالاترغه کړی چې الله تعالی ديو سالمې او صالح کورنۍ لپاره په قرانکريم کې او خاتم الانبياء محمد صلی الله عليه وسلم په قولي او علمي سنتو کې وضع کړي دي . او کله چې کورنی نظام ونړول شي او د اسلامي روزنې دغه لومړۍ مدرسه ونړول شي د ډيموکراسۍ شپږم هدف چې ټولنه فاسدول دی ، په خپله ترسره کېږي ، ځکه چې د يوې مذهبې او په حميده اخلاقو دګالليې او د افرادو د سالمې روزنې لومړی مورچل نړول شوی دی ، ټولنه نور په اخلاقي فساد کې له لاهو کېدلو څخه ژغورل شونې نه ده ، ځکه چې ډيموکراسي په ګردو امورو کې ښځه له نارينه و سره برابره ګڼي او برابر حقوق ورکوي چې ښه بيلګه يې په ايران کې دډيموکراسۍ له اصولو سره سم نارينه او ښځه په وراثت کې يو شان حقوق ورکړای شو ي .

***********************************************************************************************************************

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!
چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟