د [قانون منع خشونت ] سيکولر قانون دريمه برخه

د ښځو په بدو کې ورکول د ديموکراسۍ په شان سخت ظالمانه او طاغوتي قانون دی

ماده بيست و پنجم:
(1) شخصي كه زن را به نام بد دادن به نكاح بدهد يا بگيرد، مرتكب حسب احوال به حبس طويل كه از ده سال بيشتر نباشد، محكوم مي گردد .

د ښځو په بدو کې ورکول د ديموکراسۍ په شان يو سخت ظالمانه او طاغوتي قانون دی چې سراسر د اسلامي شريعت خلاف او په دې پليت شيطاني قانون باندې عمل او فيصله کول طاغوت دی .

طاغوت په طاغوت باندې نه اصلاح کيږي (ديموکراسي خپله يو طاغوت دی په دغه طاغوت باندې د بل طاغوت مخه نه نيول کيږي ) ، بلکي د طاغوت مخه په اسلامي شريعت باندې نيول کيږي .

دغه ظالمانه طاغوتي قانون داسې دی چې کله د چا څخه قصداً قتل وشي ، يا د چا پر ناموس تېری (زنا ) وکړي د دغه جرم د سزا په مقابل کې مظلومه ښځه په بدو کې ورکوي داسې چې دغه ښځې ته عادي جامې ور اغوندي او په شپه کې يې د مقتول کور ته ورولي او دغه مظلوم او د عاطفې وړ انسان د خپلو هوسونو او د ژوند د بقاء ذريعه ګرځوي او د هغې حقوق او د ژوند آرمانونه تر پښو لاندې کوي او په هغې باندې ټول ژوند دوزخ ګرځوي ځکه چې د مقتول کورنۍ ټول کسان ور څخه کرکه او نفرت کوي او د يوې وينځې په شان يې ساتي .

د پښتنو دغه دود يا دې ته ورته نورې عنعنوي پرېکړې د غربي ديموکراسۍ په شان د اسلامي شريعت خلاف ظالمانه ، طاغوتي پرېکړی دي چې د اسلامي شريعت پر وړاندې د مخالف ښکاره اعلان دی .

د رد شرعي دلائل :

لومړی دليل :  په اسلامي شريعت کې د قتل سزا کسات او ديت دی او بل دا چې پخپله به مجرم ته سزا ورکول کيږي ، د اسلام څخه مخکې د جاهليت د زمانې په څير به د زورواک د جرم په مقابل کې کمزوري او مظلوم ته جزا نه ورکول کيږي .

لقوله سبحانه وتعالی : يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ كُتِبَ عَلَيْكُمُ الْقِصَاصُ فِي الْقَتْلَى الْحُرُّ بِالْحُرِّ وَالْعَبْدُ بِالْعَبْدِ وَالأُنثَى بِالأُنثَى (البقره ۱۷۸ ) .

ژباړه : ای مؤمنانو ! پر تاسې باندې په قتلونو کې کسات فرض کړای شوی دی ، اصيل قاتل د اصيل مقتول په کسات کې ، غلام د غلام په کسات کې ، ښځه قاتله د مقتولې ښځې په کسات کې و‌ژلی شي .

په ټولو جرمونو کې د اسلامي شريعت عامه قاعده دا ده چې يو کس به د بل بار نه اچتوي بلکي هر کس ته به د خپل جرم سزا ورکول کيږي . لقوله سبحانه وتعالی : وَلاَ تَزِرُ وَازِرَةٌ وِزْرَ أُخْرَى (فاطر ۱۸ ) .

دوهم دليل :

ټول قوانين او ټولې هغه پرېکړي چې د اسلامي شريعت خلاف وي هغه که د انګريز آئين وي ، د ديموکراسۍ قوانين وي يا د پښتنو عنعنوي پرېکړی وي قرآنکريم دغو ټولو ته طاغوت ويلی دی او دا ټول طاغوتي قوانين دي د قرآن او سنتو پر وړاندې د مخالف او بغاوت صريح اعلان دی .

لقوله سبحانه وتعالی : فَلاَ وَرَبِّكَ لاَ يُؤْمِنُونَ حَتَّىَ يُحَكِّمُوكَ فِيمَا شَجَرَ بَيْنَهُمْ ثُمَّ لاَ يَجِدُواْ فِي أَنفُسِهِمْ حَرَجًا مِّمَّا قَضَيْتَ وَيُسَلِّمُواْ تَسْلِيمًا  ( النسآء ۶۵ ) .

ژباړه : نو نه ! ( ای رسوله ) ستا په رب قسم چې دوی تر هغه پوره مؤمنان نشي کيدای څو پورې چې تا ته په خپلو ټولو شخړو کې کړی او بيا ستا د پريکړو په اړه پخپلو ځانونو کې کوم خپګان و نه مومئ او ( دغه پريکړه ) په ډيرې خوښۍ سره و مني .

يعنې تر هغه وخته مؤمنان نشي کيدای څو د اسلامي شريعت (قرآن او سنتو ) فيصلې په خوښی سره و نه مني  .

او فرمايي : أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ يَزْعُمُونَ أَنَّهُمْ آمَنُواْ بِمَا أُنزِلَ إِلَيْكَ وَمَا أُنزِلَ مِن قَبْلِكَ يُرِيدُونَ أَن يَتَحَاكَمُواْ إِلَى الطَّاغُوتِ وَقَدْ أُمِرُواْ أَن يَكْفُرُواْ بِهِ وَيُرِيدُ الشَّيْطَانُ أَن يُضِلَّهُمْ ضَلاَلاً بَعِيدًا (النساء/60) .

ژباړه : آيا هغو کسانو ته دې نه کتلي چې ګمان کوي چې دوی پر هغه څه چې پر تا او تر تا پخوا کسانو باندې نازل شوي دي ايمان لري ؟ حال چې غواړي (خپلې پرېکړو او فيصلو ) واک شيطان ته وسپاري په داسې حال کې چې حکم ور ته شوی دی چې د شيطان له پيروۍ څخه ډډه وکړئ شيطان غواړي چې ډير زيات يي بې لارې کړي .

او فرمايي : (أفحكم الجاهلية يبغون ومن أحسن من الله حكماً لقوم يوقنون ) المائدة/50

يعنې : نو ایا دوی د جاهليت ( د زماني ) حکم غواړي ؟ د يقين کوونکو خلکو لپاره بل څوک تر الله جل جلا له  ښه حکم ورکولای شي ؟

د قومونو هغه خېټور مشران او ملکان او هغه ځنې د سرسايي بندګان تش په نوم آخوندان دې په دې ښه پوه وي چې که هر چا په دغه فيصله کې برخه واخيسته مظلوم انسان يې د هوسونو په مقابل کې د پيغورونو دوزخ ته و غورځولو نو دغه کسانو په طاغوت فيصله کړي ده ، د الله جل جلا له په حضور کې به يې ځواب واياست .

خېټور مشران که نه پوهيږي ، افسوس د هغه عالم په حال چې ځان د رسول الله صلی الله عليه وسلم واريث بولي او د طاغوت په فيصله کې ګونګ ناست وي د سرسايي بنده چا ته حق نشي ويلای .

ای افسوس افسوس ، دعوي مو د اسلام او مسلمانې او فيصلې مو د طاغوت او شيطان دي .

چا چې پر دغو شيطاني قوانينو پرېکړی کړی وي هغوی دې توبه وباسي .

او د ټولنې پر ټولو علماؤ ، مشرانو او منورينو باندې فرض ده چې د دغو جاهيلانه دودونو او عصري کفر ( ديموکراسۍ ) پر وړاندې ودريږي او پخپله ټولنه کې د اسلام سپېڅلی قانون نافذ کړي .

***********************************************************************************************************************

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!
چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟