اسلام او ديموکراسي (لوستل يې ډير ضرور دي )

لیکوال:  امین وردګ

د اسلام او دمکراسۍ په اړه پوهان ډول ډول نظرونه لري!  ځینې یې دمکراسي د اسلام ضد یوه مخربه حربه بولي او د اسلامي نظام د حاکمیت لپاره یې ستر خنډ ګڼي،  خو ځینې نور (مسلمان ډوله دمکراتان) بیا وایي چې نه!  دمکراسي او اسلام نه دي سره ټکر ؛ بلکې یوه یې اسلامي دمکراسي ده او بله کفري.

خو ریښتیا خبره دا ده چې؛  له کله نه دغه توره شیشکه((دمکراسي)) اسلامي مملکتونو او امارتونو ته ننوته، نو له هغې ورځې را پدېخوا بیا مسلمانانو ښه ورځ نه ده لیدلې.

د دمکراسۍ لنډه پېژندنه؛ په مختلفو شکلونو کې:

۱- دمکراتیک نظام:

دمکراتیک نظام د ټولنې په رایو سره رامنځته کیږي، خو رایې ټولې یو ډول حیثیت لري!

مثلاً:  د پاکلمنې او فاحشې ښځې رایې توپیر نه سره لري ،  د شیخ الحدیث والقرآن رایه او د یوه حرامزاده او غله رایه یوه ده.

نو طبعاً په ټولنو کې د رحمن د پلویانو په تناسب د شیطان پلویان ډېر وي ، نو په ګډو انتخاباتو کې به د رحمن ډله څه ډول بریالۍ شي!

د زعیم لپاره یوازې تر دوولسمه پورې مکتب او د عمر څلوېښت کلونو شرط دي،  نور مهمه نه ده چې سنت شوی دی که نه.

۲- دمکراتیکه ټولنه:

ټول خلک سره برابر دي،  د ښځې او نر تر منځ هېڅ توپیر نشته، نجلۍ او هلک یو له بل سره هر ډول اړیکې ساتلای شي، فقط رضایت د جانبینو شرط دی او بس.

نه د عبادت اجبار پکې روا دی او نه یې منع.

خلک کولای شي چې جومات او سینما څنګ په څنګ سره جوړ کړي، دمکراتیک قانون یو هم نشي منع کولا؛  که څوک دغه ته ځي او که هغې ته.

۳- دمکراتیکه اداره:

په دولتي ادارو کې باید هغه قانون حاکم وي چې (وخت ته په کتو سره) دمکراتانو په خپله جوړ کړی وي او (د بین المللي ټولنې تر نوم لاندې) د غربیانو خوښ وي.

په ادارو کې ښځې او نارینه یو ځای هم کار سره کولای شي،  هم هر ډول دوستي او عاشقي؛  مګر! د جانبینو رضایت پکې حتمي دی.

۴- دمکراتیک محیط:

دولتي پارکونه او باغونه د سیاحت او چکر لپاره جوړ شوي دی ؛ نو ښځې او نارینه په ګډه ورتللای شي،  هېڅ مانع نشته.

هر ډول جامه اغوستل د انسان خپله سلیقه او خوښه ده، هېڅوک یې د مزاحمت حق نه لري!  اګر که یې بدن لوڅ ،  یا نیمه لوڅ وي.

عقیدوي دمکراسي:

انسان آزاد دی! چې هر شي ته عقیده کوي، څوک یې د ممانعت حق نه لري.

طبعي آزادي (د دمکراسۍ له اصولو څخه) د هر انسان مسلم حق دی.

لنډه یې دا… (په دمکراتیک قانون کې) چې فقط دوه کسه سره خوښ شي، هغوی هر څه کولای شي؛  آن که یو نارینه په هغه بل واوړي هم مانع نشته، په شرط د دې چې لاندینی راضي وي.

نو موږ په اسلام کې دمکراسي نه لرو!

د الله نبي او د انساني اخلاقو سېمبول (حضرت محمد صل الله علیه و سلم) ۲۳ کاله د مسلمانانو زعیم او امیر ؤ؛ هلته دمکراسي نه، بلکې شرعي قانون حاکم ؤ،  هغه مبارک به په امورو کې لومړی له الله (جل جلاله) نه مشوره اخیسته، که به الله(جل جلاله) مشوره ورنکړه، نو بیا به یې له کبارو صحابه وو سره مشوره کوله (هغه هم ځکه چې الله امر ورته کړی ؤ:  وَ تَشَاوِرُوا فٍي الاَمرِ)

دویم خلافت راشده دی چې شاوخوا ۳۰ کاله حاکم ؤ،  ټولټال ۴ خلیفه ګان يو پر بل پسې پکې راغلل؛  خو د شرعي قوانینو تر چتر لاندې، نه د دمکراسۍ.

دریم خلافت بیا اموي خلافت ؤ چې شاوخو ۹۰ کاله یې دوام وکړ او ۱۴ کسان یو پر بل پسې پکې راغلل، خو دا خلافت هم د شریعت پر بناء چلیدلو، نه د دمکراسۍ.

دریم خلافت عباسي خلافت دی؛ شاوخوا ۵۲۴ کاله یې حکومت وکړ، تولټال ۳۷ خلیفه ګان یو پر بل پسې پکې راغلل، خو ټول وخت شرعي قانون پرې حاکم ؤ، نه دمکراتیک.

څلورم بیا (وروسته له ۴۲ کاله مخالفت څخه) عثماني خلافت الله(جل جلاله) مسلمانانو ته ورکړ؛ چې د دغه خلافت خلیفه ګان هم ټولټال ۳۷ کسه یو پر بل پسې راغلل او لاړل؛ چې د زعامت موده یې شاوخوا ۶۴۴ کاله وه،  قانون یې قرآن او حدیث ؤ،  نه دمکراسي.

خو کله چې په ترکیه کې مصطفی کمال اتاترک(د غربیانو په مرسته) اسلامي خلافت ونړولو او پر ځای یې سکولر نظام جوړ کړ، نو انګرېزان په ډېره بېړه لاس په کار شول؛  لومړی یې ټوله اسلامي نړۍ لاندې کړه،  بیا یې همدغه توره شیشکه (دمکراسي) پرې ور حاکمه کړله؛  له څه وخت جګړو او مقاومتونو وروسته به چې کله انګرېزان له کومو سیمو وتل، نو هغه سیمه به یې د څو ګوډاګیانو په مرسته نیمه خپلواکه اداره کړه او یو نوم به یې پرې کېښود؛  څو کاله وروسته به له هغه ځایه هم شاته شول او هلته به یې بل مملکت و زیږولو؛  تر دې چې کله دوی برتانیې – یا برېتانیا ته رسېدل، نو شاته یې په لسګونو اسلامي مملکتونه جوړ کړي وو؛ د دغو مملکتونو خلکو به (له دوی څخه) د آزادۍ ورځ یوه ستره لاسته راوړنه بلله چې تر اوسه هم هغه ورځې په ټولو اسلامي ممالکو کې لمانځل کیږي، اما خبر نه وو چې غربیانو فقط غوښتل اسلامي وحدت او شرعي قانون له منځه یوسي.

بلې… غربیان بریالي شول او جګړه یې سمه وګټله ! واحد اسلامي زعامت یې تجزیه کړ، د اسلامي قانون پر ځای یې دمکراسي ورباندې حاکمه کړه.

نو تر څو چې دغه توره شیشکه په اسلامي خاوره کې غرغړې وهي، د شرعي قانون حاکمیت قطاً ممکن نه دی! خو که دا توره بلا وشړل شوه  او پر ځای یې شرعي قانون حاکم شو، نو ډېر زر به واحد اسلامي زعامت او حاکمیت ته لاره خلاصه شي.

نو خلاصه د بحث دا ده چې مسلمانان باید لومړی له خپلو ټاټوبیو څخه دغه تورمخې (دمکراسي) وباسي او بیا دې شرعي نظام ته غاړه کیږدي.

کله چې په اسلامي ممالکو باندې شریعت حاکم شو، نو اتحاد او سیاسي یووالی یې خامخا دی،  چې کله سره متحد شول، نو حتماً به یې امیر هم یو شي ان شاءالله ،  بیا نو غیر ممکنه ده چې کفري نړۍ دې په اسلامي قلمرو  برید ته زړه ښه کړي.

***********************************************************************************************************************

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!
چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟