۵- شوری :
وَأَمْرُهُمْ شُورَى بَيْنَهُمْ (الشوری ۳۸ ) .
وَشَاوِرْهُمْ فِي الأَمْرِ فَإِذَا عَزَمْتَ فَتَوَكَّلْ عَلَى اللّهِ إِنَّ اللّهَ يُحِبُّ الْمُتَوَكِّلِينَ (آل عمران ۱۵۹ ) .
(او په کارونو کې له دوی سره مشوره وکړه او کله چې ټينګه اراده وکړې نو پر الله توکل وکړه ، په رښتيا چې الله توکل کوونکي خوښوي ) .
حضرت علی رضی الله عنه وايي چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم په حضور کې مې عرض وکړ چې که له انحضرت وروسته داسې معامله را مينځته شي چې د هغه حکم نه په قرآن کې وي او نه په سنتو کې څه بايد وشي ؟ انحضرت صلی الله عليه وسلم و فرمايل : (شاوروا فيه الفقهاء و العابدين و لا تمضوا فيه برأی خاصه ) (الطبرانی فی الاوسط ) .
په دې معامله کې د عابدانو (تقوی دارو ) او ديني علماؤ سره مشوره کوئ ، او پخپله شخصي رأی به فيصله نه کوئ .
د الشوری او ديموکراسۍ تر مينځ څه فرق دی ؟
شوری د اسلام پوهنې په اړه حکم کوي د مسلمانانو د حال او وقت سره سم په هغو امورو کې فيصله کوي د کومو په باب چې په قرآن ، سنتو او د خلفای راشدينو په سيرت کې څه نص و نه مودل شي .
حضرت علی رضی الله عنه وايي چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم په حضور کې مې عرض وکړ چې که له انحضرت وروسته داسې معامله را مينځته شي چې د هغه حکم نه په قرآن کې وي او نه په سنتو کې څه بايد وشي ؟ انحضرت صلی الله عليه وسلم و فرمايل : (شاوروا فيه الفقهاء و العابدين و لا تمضوا فيه برأی خاصه ) (الطبرانی فی الاوسط ) .
په دې معامله کې د عابدانو (تقوی دارو ) او ديني علماؤ سره مشوره کوئ ، او پخپله شخصي رأی به فيصله نه کوئ .
بل دا چې شوری به د علماؤ او تقوی دارو خلکو څخه تشکيل شوی وي .
شوری به د الله تعالی په حکم (اسلامې شريعت ) فيصلي کوي د کومو امورو په باب کې چې واضح نص موجود وي د هغه په اړه به د اسلامې شريعت په رڼا کې مشوره کوي او مسلمانانو ته به د اصلاح لاره وباسي .
او د غربي ديموکراسۍ مشوره په رأی ولاړه ده ، د خلکو رأی ته به کتل کيږي که چيرې اکثريت رأی په باطل ، ګمراهۍ او فسق هم وي او خلک ور باندې متفق شي هغه د منلو وړ ده ځکه د اکثريت رأی ده .
په ټولنه کې کم او لږ خلک تقوی داره وي او زيات خلک بې بندبار وي چې د اکثريت رأی اکثراً په باطل او فسق دلالت کوي .