په حج کې نيګړتيا

۱- ځنې مسلمانان د حج د سفر پوره توان لري مګر د حج لپاره هيڅ اقدام نه کوي او يا دا ډول حيلې جوړوي :

الف : وايي زه نغدې پیسې نلرم ، حال دا چې هغه په جريبو جريبو ځمکه لري نو آيا ځمکه مال نه دی ؟

ب : وايي زه ځکه د حج لپاره ثبت نام نه کوم چې معلومه نه ده ماته څه وخت نوبت را رسيږي حال دا چې د ثبت نام په کولو سره ستا مسئوليت ادا شو او دا چې نوبت نشته نو لاهم پر تا باندې حج نه دی فرض شوی .

۲- ډير کسان خپل والدين عمرې ته ليږي خو بيا د حج هيڅ اقدام نه کوي ، عمرې ته تلل کار د خير او غوره عمل او دا کار مستحب دی خو حج فرض دی ، که هر کال او حتی هره مياشت عمرې ته هم لاړ شي حج به همداسې ورباندې فرض وي او په دې کار یې د حج فرض نه ساقطيږي .

۳- حج په ټول عمر کې يو ځل ادا کيږي مګر ډير مسلمانان په داسې حال کې حج ته روانيږي چې د حج احکام او مناسک یې نه وي زده کړي ، د هر عبادت د قبول لپاره دوه شرطونه دي :

الف : اخلاص لله سبحانه وتعالی .

ب : اتباع رسول الله صلی الله عليه وسلم ، يعنې عبادت به د شرعې موافق وي او دا هغه وخت کيداسې چې سړي شرعې حدود وپيژني .

***********************************************************************************************************************

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!
چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟