په زکات کې نيمګړتيا

۱- ډير مسلمانان زکات نه ورکوي ، حال دا چې زکات د اسلام ستر رکن او په هغه کې هر ډول غفلت کول د دنيا او آخرت تباهي ده .

کچيرې ټولو د نصاب څښتنانو زکات ورکولای نو نن به فقير ، مسکين او سوالګر بالکل نه وو ، خو افسوس چې ډير مسلمانان زکات نه ورکوي .

د زکات په ادا کولو سره د محتاجو خلکو امداد کول دي ، د بخل او نفرت او حسد څخه د نفسونو پاکيدل او د مال پاکوالی او زياتوالی دی ،الله سبحانه تعالى فرمايي: [خُذْ مِنْ أَمْوَالِهِمْ صَدَقَةً تُطَهِّرُهُمْ وَتُزَكِّيهِم بِهَا وَصَلِّ عَلَيْهِمْ إِنَّ صَلاَتَكَ سَكَنٌ لَّهُمْ][1] .

ژباړه : د دوی له مالونو څخه صدقه (زکات ) واخله څو دوی د هغې (صدقې ) له مخې پاک او برکتي کړې.

نبي صلى الله عليه وسلم فرمايي : « وَالصَّدَقَةُ تُطْفِئُ الخَطِيْئَةَ كَمَا يُطْفِئُ المَاءُ النَّارَ، »[2] .

ژباړه : زکات او صدقه ګناهونه داسې له مينځه وړي لکه اوبه چې اور سړوي .

او د زکات په ادا کولو کې ډير مسلمانان غافله دي ځنې مسلمانان لمونځ ادا کوي خو زکات نه ورکوي ، د زکات ادا کول د دنيا او آخرت سعادت .

[قَدْ أَفْلَحَ الْمُؤْمِنُونَ* الَّذِينَ هُمْ فِي صَلاَتِهِمْ خَاشِعُونَ * وَالَّذِينَ هُمْ عَنِ اللَّغْوِ مُعْرِضُونَ * وَالَّذِينَ هُمْ لِلزَّكَاةِ فَاعِلُونَ][3] .

مګر د زکات د نه ادا کولو په باره کې ډير سخت وعيدونه راغلی دي ، هغه کسان چې د خپلو مالونو زکات نه ورکوي په دنيا او آخرت به له عذاب سره مخ کيږي .

دنيوي عذاب وچکالي او د بارانونو بنديدل او په مال باندې آفتونه نازليدل :

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :«مَا مِنْ يَوْمٍ يُصْبِحُ الْعِبَادُ فِيهِ، إِلاَّ مَلَكَانِ يَنْزِلانِ، فَيَقُولُ أَحَدُهُمَا: اللَّهُمَّ أَعْطِ مُنْفِقًا خَلَفًا، وَيَقُولُ الآخَرُ: اللَّهُمَّ أَعْطِ مُمْسِكًا تَلَفًا»[4].

ژباړه : هر ورځ دوې ملائکې ځمکې ته را کوزيږي . يوه يې وايي : ای الله! څوک چې ستا په لار کې انفاق کوي هغې ته بدله ورکړي ، او بله يې وايي : ای الله! څوک چې ستا په لار کې انفاق (خرچ ) نه کوي د هغه مال هلاک کړه ، يعنې د هغې مال تلف کړې .

همدارنګه رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي :«من أدى زكاة ماله فقد ذهب عنه شره»[5]

ژباړه : چا چې د خپل مال زکات ورکړ ، د مال له شر او آفت نه په امن شو .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : «وَلم يمنعوا زَكَاة أَمْوَالهم إِلَّا منعُوا الْقطر من السَّمَاء وَلَوْلَا الْبَهَائِم لم يمطروا..»[6]

ژباړه: څوک چې د مالونو زکات نه ورکوي نو پر هغوی باندې د آسمان له طرف څخه (باران) نه اوريږي او که پر حيواناتو ( دالله تعالی رحم نه وای) نو هيڅ به نه اوريدل .

اخروي عذاب :

الله سبحانه وتعالی فرمايي : {وَالَّذِينَ يَكْنِزُونَ الذَّهَبَ وَالْفِضَّةَ وَلاَ يُنفِقُونَهَا فِي سَبِيلِ اللّهِ فَبَشِّرْهُم بِعَذَابٍ أَلِيمٍ}[7]

ژباړه : او هغه کسان چه خزانه کوي سره زر او سپين زر (مال او دولت ) او هغه د الله تعالی په لار کې نه لګوي نو دوی ته په دردناک عذاب زيری ورکړه.

۲- د زکات د تعليم ، ترغيب او ترهيب په باره کې ډير علماء غفلت کوي او خلکو په ډير ټينګار سره د هغه تعليم ، ترغيب او ترهيب نه ورکوي نو ځکه خلک د دغه ستر رکن کاملاً غافله شوي دي .

و باالله توفيق

دعوت نیوز

——————————————————————————————

[1] – سوره التوبه :۱۰۳ .

[2] – رواه جامع الصعير :۳۸۱۷.

[3] – سوره المؤمنون :۱-۴ .

[4] – رواه البخاري :۱۴۴۲ .

[5] – رواه الطبراني و صحيح الترغيب :۷۴۳ .

[6] – رواه ابن ماجه من حديث الخصال الخمس .

[7] – سوره التوبه :34 .

***********************************************************************************************************************

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!
چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟