د مسلمانانو نيمګړې اړخونه چې بايد اصلاح شي

لیکنه: محمد محق

ژباړه:  ډاکټر محب الله زغم

په تاریخي لحاظ د «دیني اصلاح» اصطلاح هغه بدلون راپه ګوته کوي چې د مسیحیت په عالم کې د مارتین لوتر (1483-1546م) او جان کالوین (1509-1564م) په رهبرۍ رامنځته شو. دې بدلون د دیالکتیکي پروسې له لارې په غربي نړۍ کې له رنسانس سره مرسته وکړه او همدارنګه په عین وخت کې یې له هغو پېښو ګټه واخیسته چې د رنسانس په نتیجه کې پېښې شوې. له هغې وروسته هرکله چې دا اصطلاح په نورو فرهنګي زمینو کې کارول کېږي، تر یوه حده هماغه پېښه په ذهن کې تداعي کوي. مانا دا چې ګواکې هماغسې بدلون به په بل دین او مذهب کې رامنځته کېږي او دا دین به هم د مسیحیت دین ته ورته برخلیک ولري. نو، کله چې د مسلمانانو په منځ کې هم د دیني اصلاح خبره رامیدان ته کېږي، کله کله داسې ګڼل کېږي چې ګواکې اسلام به د مسیحیت له برخلیک سره مخ شي.

زموږ دریځ د هغه بدلون او د برخلیک په اړه یې که هر څه وي خو کله چې د مسیحیت خبره میدان ته شي، په ډېرو مسلمانانو ښه نه لګېږي او د دیني اصلاح بحث له اصلي لارې کږوي. په دې خاطر، غواړم په دې لیکنه کې ټینګار وکړم چې په اسلام کې د دیني اصلاح منظور د بل هېڅ دین د تاریخ تکرار او کاپي کول نه دي ځکه چې هر دین سره له دې چې له نورو دینونو سره به ځینې ورته والي او ګډ ټکي لري، خو د خپلو تعلیماتو، تاریخي قبض و بسطونو او نورو عاملونو په وجه خپل خاص ماهیت لري او دا تمه نه شو کولای چې عیناً د بل دین سناریو دې ورته تکرار شي.

د لیکوال په نظر، په اسلام کې د دیني اصلاح خوځښت د غرب له هغې تجربې الهام نه دی اخیستی؛، بلکې دا خوځښت دوه – درې پېړۍ وړاندې د دین له منځه راټوکېدلی دی خو یوې خاصې نمونې ته لا نه دی رسېدلی. له هماغه وخته تر دې دمه څو مختلفې او احیاناً متضادې نمونې د یوې بلې په غبرګون کې رامنځته شوې او د دې خوځښت هېنداره بلل شوې دي. د دې لپاره چې دغې نمونې چې له یوې بلې سره یې شدید رقابت کړی دی، بهتره وارزوو او پر وړاندې یې سم دریځ خپل کړو، باید له باندې نه ورته وګورو او په رقابتونو کې یې ورګډ نه شو.

دا چې اصطلاح پوهنه د مفاهیمو په توضیح کې اهمیت لري، ښه به وي چې تر اصلي بحث له مخه دا ووایم چې د اصلاح کلمه د انګلیسي له ریفورم (reform) سره معادله ده او مانا یې یوه شي ته نوی شکل ورکول یا د هغه د له لاسه تللي شکل بیا راژوندی کول دي. دلته شکل د هماغه صورت معادل ګڼل کېږي چې په پخوانۍ فلسفه کې د هیولا پر وړاندې کارول شوی دی.

د پخوانو په باور ټوله دنیا له صورت او هیولا څخه رغېدلې ده. هیولا نګه او مجرده ماده ده او صورت ټولې هغه ځانګړنې دي چې ماده یې لري لکه رنګ، شکل، وزن، حجم او هر صفت چې ورته منسوبېدای شي یا هغه عارضه چې ورپېښېږي. له دې لیدلوري ټول ښه او بد بدلونونه او صلاح او فساد د صورت په سطح کې مانا لري او هیولا د مادې په هر حالت کې ثابته وي حال دا چې پخپله ماده له بدلونونو او تغییراتو سره مخ کېږي. په دې لحاظ، صورت اصل دی ځکه دا صورت دی چې یو شی له بل شي بېلوي که نه هیولا خو په ټولو کې یو دی. په بله وینا، د شیانو ماهیت د هغوی په صورت پورې اړه لري. کله چې یو شی خپل لومړنی شکل بایلي په حقیقت کې خپل ماهیت له لاسه ورکوي او په دې لحاظ له فساد او تباهۍ سره مخ کېږي. اصلاح یا ریفورم د هغه د بایللي شکل او صورت ورستنول او اعاده ده.

اوس به وګورو چې مسلمانانو له دیني اصلاح څخه کومه مانا اخیستې ده. ایا د دې مانا دا ده چې دین د وخت په تېرېدو سره او د داخلي او بهرني عاملونو په وجه خپل لومړنی شکل له لاسه ورکړی او خپل حقیقي ماهیت یې بایللی دی او دیني اصلاح د دین د هماغه بایللي شکل د بیا راستنولو مانا لري؟ که دا چې د دین په شکل کې کوم مهم بدلون نه دی راغلی خو په محتوا کې یې راغلی دی، یانې د دین له محتوا څخه د مسلمانانو په فهم کې داسې تغییرات راغلي دي چې د هغه له لومړني ماهیت سره اړخ نه لګوي او اوس باید هماغه محتوا یې وروګرځول شي؟ یا دا چې اصلاً د شکل او محتوا خبره نه ده او کله چې د دین خبره کېږي، د یوه کل په توګه د دین شکل او محتوا او د مسلمانانو عملي تجربه ټول مطرح وي؟

د ځینو مسلمانو پوهانو په نظر لومړنی اصلاحي غورځنګ د سلفیت غورځنګ دی چې عربي څانګه یې په وهابیت مشهوره ده (1) او هندي څانګه یې  هغه هڅې رانغاړي چې شاه ولي الله دهلوي (1753 ـ 1815 م) له عربي څانګې سره هم مهاله ترسره کړې. سره له دې چې دا هندي څانګه یې ورته غورځنګ رامنځته نه کړای شو خو څو نتیجې یې درلودې چې په مختلفو زماني فاصلو کې څرګندې شوې او په ځانګړې توګه کولای شو د سید احمد بن عرفان (1781- 1831م) جهادي بهیر، د صدیق حسن خان(1832-1890م) سلفي بهیر او د دېوبند (1866م) د علمي- دودیز دارالعلوم تاسیس ته اشاره وکړو(2).

کېدای شي د شاه ولي الله دهلوي فکري بهیر ته د سلفي نوم ورکول، بحث او مناقشه راوپاروي، په تېره بیا په دې چې د هغه په تفکر کې صوفیانه رنګ لیدل کېږي او دی د حنفي مذهب په میراث پورې اړه لري، کېدای شي سلفیت ورسره ونه لګېږي ځکه چې سلفیت له تصوف سره په خاصه توګه او له حنفي – ماتریدي له تمایل سره په عامه توګه نه جوړېږي. خو که سلفیت په ځانګړي فورم کې راایسار نه کړو او د هغه اصلي جوهر تېر ته ورستنېدل وګڼو، او ګانده پالی نظر د تېرپالي تمایل پر وړاندې کمزوری ومومو، په دې صورت کې بیا د هند په براعظمګي کې ترسره شوې هڅې سلفیت بللای شو. دې نازکې چارې ته پاملرنه به له موږ سره د وروستنیو بدلونونو، په خاصه توګه د هغه څه په پوهېدا کې  چې په وروستیو لسیزو کې زموږ په سیمه کې راپېښ شوي دي، ښه مرسته وکړي.

***********************************************************************************************************************

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!
چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟