د غرب نوې تګلياره

اول : د صليبيانو لومړۍ کړنلاره :

لومړی ګړنلاره يې صليبي او مستقيم یرغلونو وو او دوهمه ګړنلاره یې د هغوی د يوه مذهبي مشر وصيت دی چې وايي : ونه بايد د خپل ښاخ په ذريعه کټ کړ شي ، کوم په اسلامي هيوادونو د فوځي کوتاوو په وسيله د واک او اهدافو تر لاسه کول وو .

کله چې د کمال اتاتورک کودتا کامياب شوه نو وروسته اتاتورک د اسلام دوښمنو په ملاتړ کوښښ وکړ تر څو له ترکيې څخه اسلام ورک کړي نو ددې کار لپاره يې تعليم او قانون علماني وګرځولو او د ترکیې د مسلمانې ښځې په اصطلاح آزادي او په ټولو چارو کې د ښځو او نارينه تر منځ اختلاط يې را منځته کړ او بيا يې عربي ليکدود په لاتيني بدل کړ او اسلامي لباس يې بدل کړ او ددې هر څه د بدلون لپاره يې زور وکارولو .
هغه ته د دغه ټولو برياليتوبونو وعده ورکړ شوه ، ددې څخه وروسته غرب په اسلامي سيمه کې نورې فوځي کوتاوي په کار واچولې تر څو د خپلو پروګرامونو لپاره خپل واک تر لاسه کړي په اصطلاح ټولنيز بدلون يا غربي کول او يا هم مسلمانان له دين څخه لرې کړي .

نو آیا دوی د دغو کوتاوو او بدلونو څخه څه په لاس راوړل ؟

کمال اتاترک په ترکيه کې هيڅ شی په لاس را نه وړل هغه د ترکيې په خلکو کي هيڅ بدلون رانوست بلکي د هغه برعکس د ترکيې د خلکو عزم او په دين ټينګ پاتيدل زيات شول که څه هم دوی د هر لورې څخه اسلام دوښمنو محاطره کړې وو خو بیا هم د اتاتورک لوری يو شان او د هغه مقابل لوری بل شان وو.

ځکه د طبيعت قانون دی چې د هر عمل لپاره عکس العمل وي چې په قوت کې ورسره مساوي خو په جهت کې ورسره مخالف وي او همدارنګه طبيعي قانون دی کله چې فشار زيات شي انفجار رامنځته کوي لکه بخار چې کله بند شي نو چاونده را منځته کوي .

نو دا چې د زور او فوځې کوتا کارول يې له ماتې سره مخ شول

د ځنډ پرته په نوې تګلاره کار پيل کړ .

دوهم- د غرب نوې تګلاره څه ده ؟

کله چې د مکار غرب د ننه او بهر فوځي قوې کارول له ماتې سره مخ شول او ټولې نظامې ، مالي او تلبيغاتي هڅې او کوښښتونه بې نتجه شول نو اوس غواړي له دين څخه د مسلمانانو په لرې کولو باندې اکتفاء وکړي يعنې اوس يې هدف دا دی تر څو مسلمانان له خپل دين څخه لري کړي ، نن ورځ د دوی ټول کوښښ دا دی چې د علماني تعليم ، علماني قانون علماني رسنيو او د ښځې د آزادۍ په وسيله مسلمانان له دين څخه لرې کړي د اسلامي ارزښتونو پر ځای علماني او غربي ارزښوتونو ته خلک دعوت کړي نو آیا دغه نوی هدف يې کامياب دی ؟

که څه هم دغه تګلاره يې ظاهراً کامياب څرګنديږي او ځنې منافقين او ضعيف الايمانه د ايماني ، اخلاقي او شرعي ارزښتونو پر ځای د غرب د ارزښتونو خپلول غواړي مګر له بلې خوا څخه په عين وخت کې په اسلامي ارزښتونو عقيده ، اخلاق ، عبادت او قانون باندې تمسک ټينګيږي او اسلامي نړۍ د ژور تيز حرکت په حال کې ده .

د غرب لپاره غوره دا ده چې د مؤمنانو له دوښمنۍ څخه لاس واخلي ، ځکه چې دوښمني دوستي نه بلکي دوښمني زږوي غيشی چې لومړی وار ګرځي نو د هغه سيني ته ور ګرځي د مأليف ددې خبرې معنی د عبدالحمن شعر دی :

ته چې بل په غشي ولې هسې پوه شه چې همدا غشی ستا په لور ګوزار شي.

غوره به دا وي چې په رښتني توګه د اسلامي نړۍ اقتصادي او سواګريزو مصحيتونو ته پام وکړئ نو دا کار به تاسې ته له بدلون راوستلو غوره وي ځکه چې ددې سره نومړي مصحيتونو له منځه ځي .

او بل دا چې غرب بايد دا خبره درک کړي چې د غربي او اسلامي دواړو تمدنونو يو ځای کول امکان نلري بلکي د دوی لپاره ځانته تمدن او زمونږ لپاره ځانته تمدن دی .

 [لَكُمْ دِينُكُمْ وَلِيَ دِين]،

مونږ د الله تعالی په اذن يوازې ښه يو (د هغوی څخه بې پروا يو د هغوی تمدن ته هيڅ ضرورت نلرو) ، الله تعالی زمونږ د دين ساتونکی دی [إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ]

وَاللَّهُ مُتِمُّ نُورِه (الصف :۸)

وَيَأْبَى اللَّهُ إِلَّا أَنْ يُتِمَّ نُورَهُ وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُونَ (التوبه :۲۳).

مونږ دا لاره نه پريږدو او خپلو هغو اولادونو او وروڼو ته وايو که څه هم شمير کم دی چې تر اوسه پورې هم د هغوی په مکر او فريب کې را ګير دي هغوی زمونږ عزيزان دي کوم چې مونږ يې پريښي يو او خپل قوم يې پريښی ، هغوی ته داسې وايو :

 د غرب سره دوه شيان موجود دي ؟ هغه شيان چې له تاسې څخه اخلي او هغه شيان چې تاسې ته يې درکوي .

کوم شيان چې له تاسې څخه يې اخلي هغه اخلاقي ارزښتونه ، تاريخ او شخصيتونه دي چې له تاسې څخه يې غلا کوي او هغه چې تاسې ته يې درکوي هغوی د دوی مادي راز دی چې پر تاسې لوړوالی لري هغوی د دوی فن او تکنالوژي ده نو تاسې څه شی قبلوئ هغه چې دوی يې در څخه اخلي او هغه چې دوی يې تاسې ته درکوي يوازې يو ځګ دی ؟

مونږ خو تر خاورو لاندې جواهر لرو چې له ډيره وخته همداسې پراته دي [1]

د دوی سره يوازې د ظاهري زرق معدنيات دي چې هيڅ اصل نلري .  مونږ بايد خپل اصلي معدنيات د هغوی په کم اصله ور نه کړو .

نو زمونږ لپاره نه ښايي چې خپل جواهر پخپلو خزانو کې پريږدو او کم اصله معادنو ته لاس اوږد کړو

نو مونږ به څنګه د هغوی لاس بند کړو او څنګه به د دغو (معدنياتو ) د پراختيا لپاره کار وکړو نو د دغه کار د تر سره کولو لپاره د غرب فنونو او تجربو ته اړتيا لرو پرته له دې چې خپل اخلاقي او ايماني ارزښتونه ورته پريږدو .

مونږ خو خپل دين نه خرڅووو ولو که په ټوله دنيا هم وي .

أساليب الغزوه الفکري للعالم الاسلامي /استاذ دوکتور علي جريشه

دعوت نیوز


[1] – يقول الشاعر: إن الجواهر في التراب جواهر … والأسد في قفص الحديد أسود.

***********************************************************************************************************************

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!
چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟