غرب زمونږ څخه څه غواړي ؟

په پيل کې د هغوی هدف واضح او ښکاره دی د مسلمانانو ايستل له خپل دين څخه او د هغوی داخلول کوم بل دين ته ، چې دا هدف د مبشرينو په خبرو او ويناوو کې پوره ښکاره دی ، بيا کچېرې مسیحيت ته د هغوی داخلول سخت وي د دوی لپاره لومړی هدف هم کافي دی چې د هغوی له دين څخه ايستل دي ، يعنې دوی کوښښ کوي چې په لومړي قدم کې مسلمانانان له اسلام څخه وباسي او په مسیحيت کې داخل کړي کچېرې دا کار امکان ونلري نو يوازې په دې باندې اکتفاء کوي چې مسلمانان له خپل دين څخه وباسي او کچېرې دا کار هم امکان ونلري نو په دريم قدم کې کوښښ کوي تر څو مسلمانان د دين څخه لرې کړي

خلاصه دا چې غرب زمونږ څخه غواړي چې :

۱- د اسلام څخه ايستل او په مسيحيت کې داخلول ، لکه صمويئل زويمر وايي : مونږ غواړو چې مسلمانان د محمد څخه مسيح ته نقل کړو[1] .

۲- د مسلمانانو ايستل له خپل دين څخه او د هغوی سيکولار او لا دينه جوړول ، هغوی وايي که په دې باندې ونه توانيږو چې هغوی مسيحيت ته داخل کړو ، نو بايد داسې وکړو چې هغوی له خپل دين څخه وباسو او لادينه يې جوړ کړو [2].

۳- مسلمانانو ته پخپل دين کې شکونه وراچول او د هغوی مذبذبه کول ، لکه امريکايي مبشر صمويئل زويمر وايي : د مسيحي مبشر لپاره ښايي چې مايوسه نشي کچېرې د مسلمان مسيحي کول او يا بې دينه کول نتجه ورنکړي ، نو دا هم کافي ده چې پخپل دين کې مذبذب او شکي شي تر څو يې خپل دين تر نظره سپک ورشي[3] .

۴- د مسلمان د شخصيت داغول داسې چې د اسلام ، اسلامي روح او اسلامي اخلاقو څخه لرې شي ، کچېرې مسلمان مسیحي او مرتد نشي نو دا هم کافي ده چې هغه د خپل دين څخه لرې شي ، داسې چې څوک پنځه وخته لمونځ کوي ، دريو وختونو ته را ټيټ او يا هم يوازې د جُمعې لمانځه کولو ته را ټيټ شي ، د پوره حجاب پر ځای نيمه حجاب او يا د هغه څخه د حجاب ترک کولو ته را ټيټ کړ شي ، په ګناهونو او فساد او شهواتو اخته کړ شي څو د خپل دين څخه لرې او د ځوانمردۍ سخا له لاسه ورکړي.

صمويئل زويمر د قدس د 1935 په کنفرانس ويلي : زمونږ هدف د مسلمانانو مستقيم تنصير نه دی ځکه مونږ ددې توان او طاقت نلرو ، بلکي پر مونږ باندې لازمه ده چې مسلمانان د خپل دين څخه لرې کړو .

همدارنګه د شمالي امريکا مبشر روبرت ماکس وايي : مونږ به خپل کوښښ تر هغه پورې ترک نکړو څو پورې مو چې صليب د مکې او قدس پر آسمان نه وي درولی [4].

أساليب الغزوه الفکري للعالم الاسلامي/ دوکتور علی محمد جريشه – مسيحيت وپيژني /حمدالله شاکري

دعوت نیوز


[1] – التبشير والاستعمار في بلاد العربيه / دوکتور مصطفی خاليد ص ۱۹۳ .

[2] – حقيقة التبشير في الماضي والحاضر / احمد عبدالوهاب ص ۱۶۱.

[3] – الاتجاهات الفکري المعاصرة / دوکتور علی جريشه ص ۲۶.

[4] – تنصير مفهومه و وسائله ص ۳۳ ، تنصير في أفغانستان / نقيب الله محمد صديق.

***********************************************************************************************************************

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!
چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟