د دين څخه د سياست جلاکول

اسلام دوښمنو د عثماني خلافت له نړولو مخکې د دين څخه د سياست د جلا کولو فکر خپور کړ او د دغه فکر د خپرولو لپاره يې د ننه په مسلمانانو ځنې جاسوسان او مزدوران وروزل .
په ختيځ کې د دين څخه د سياست جلا کولو مفکرې تر شا د اسلام دوښمنو لاس وو او زمونږ په اسلامي فکر کې ددې هيڅ تصور نشته بلکي برعکس قرآنکريم د کتاب تجزيه حرامه ګرځولی او هغه يې کفر ، فتنه او جاهليت بللی دی ، او پوه شئ چې ددې قرآن لومړۍ دنده دا ده چې په هغه باندې فيصلې وشي حکم يې نافذ شي نه دا چې په غلافونو کې وساتل شي يا په ميز کيښول شي يا جيبونه ورباندې ډک شي او تغويذونه ورباندې وشي .

الله سبحانه تعالی فرمايي :

 [ اتَّبِعُواْ مَا أُنزِلَ إِلَيْكُم مِّن رَّبِّكُمْ وَلاَ تَتَّبِعُواْ مِن دُونِهِ أَوْلِيَاء][1]

ژباړه: تاسو پیروي كوئ د هغه (دین) چې تاسو ته د خپل رب له جانبه نازل كړى شوى دى او تاسو له ده نه سِوا (د نورو) دوستانو پیروي مه كوئ.

 [فَاحْكُم بَيْنَهُم بِمَا أَنزَلَ اللّهُ وَلاَ تَتَّبِعْ أَهْوَاءهُمْ][2]

[وَأَنِ احْكُم بَيْنَهُم بِمَآ أَنزَلَ اللّهُ وَلاَ تَتَّبِعْ أَهْوَاءهُمْ][3]

ژباړه: نو ته د دوى په مینځ كې فیصله وكړه په هغه څه سره چې الله نازل كړى دى او ته د دوى د خواهشاتو پیروي مه كوه، چې هغه حق پرېږدې چې تا ته راغلى دى.

[ أَفَحُكْمَ الْجَاهِلِيَّةِ يَبْغُونَ وَمَنْ أَحْسَنُ مِنَ اللّهِ حُكْمًا لِّقَوْمٍ يُوقِنُونَ] [4]

ژباړه: ایا نو دوى د جاهلیت فیصله غواړي؟ او په فیصله كولو كې له الله نه (بل) څوك ډېر ښه دى، د هغه قوم لپاره چې یقین كوي!

[وَمَن لَّمْ يَحْكُم بِمَا أَنزَلَ اللّهُ فَأُوْلَـئِكَ هُمُ الْكَافِرُونَ][5]

ژباړه: او چا چې د الله په نازل كړي (كتاب، قانون) باندې فیصله ونه كړه، نو همدغه خلق كافران دي.

[وَمَن لَّمْ يَحْكُم بِمَا أنزَلَ اللّهُ فَأُوْلَـئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ][6]

ژباړه: او چا چې د الله په نازل كړي (كتاب، قانون) باندې فیصله ونه كړه، نو همدغه خلق ظالمان دي.

[وَمَن لَّمْ يَحْكُم بِمَا أَنزَلَ اللّهُ فَأُوْلَـئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ][7]

ژباړه: او چا چې د الله په نازل كړي (كتاب، قانون) باندې فیصله ونه كړه، نو همدغه خلق فاسقان دي

او دولت د دين يو برخه ده چې هيڅ ډول ويش نه قبلوي ، لکه څنګه چې اسلام د انفرادي چارو د سمون لپاره نظام لري ، د کورنۍ لپاره نظام لري همداسې د دولت او ټولنې لپاره نظام لري .

د ټولو پيغمبرانو عليهم السلام د بعثت يو هدف همدا وو څو په ځمکه کې عدل قايم کړي او ښکاره خبره چې د عدل قيام د دولت ليارې تر سره کيږي .

د جناب رسول الله عليه وسلم د مدينې منورې ټوله دوره د شريعت او اسلامي حکومت په تأسيس باندې تيره شوې ده .

دا د اسلام فقه او فکر دی او دولت د دين برخه ده چې هيڅ ويش نلري .

أساليب الغزوه الفکري للعالم الاسلامي

دعوت نیوز.کام


[1] – سوره الاعراف :۳ .

[2] – سوره المائده :۴۸ .

[3] – سوره ئده :۴۹ .

[4] – سوره المائده :۵۰ .

[5] – سوره المائده :۴۴ .

[6] – سوره المائده :۴۵ .

[7] – سوره المائده :۴۷ .

 

 

………………………………………………………………………………………………………………………………………………………..

د دعوت نیوز رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت نیوز رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت نیوزبانکي پتهIslamic Bank AC # 00105100585219 :

د واټس آپ شمېره WhatsApp: +93 747 162 162:

Support Dawatnews Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawatnews Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
Islamic Bank AC # 00105100585219
Account for international payments: 00105100585219

WhatsApp:+93 747 162 162

…………………………………………………………………………………………………………………………………………………………

یادونه: په دعوت نیوز کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، ددعوت نیوز توافق ورسره شرط نه دی.

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.