۳۶۰ خبرې / پنځمه برخه

لیکوال: امین وردګ

ناشر: دعوت نیوز

>>>>>>>>.>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>

د اړیکو معیار

۲۱مه خبره- پۀ اوسنۍ زمانه کې د اړیکو معیار پۀ شخصي ګټو پورې تړلی ؛ د خپل وټس اپ له مسیجو مو یې قیاس کړئ ! تاسو چې کله د خپلو تلیفونونو یا کمپیوټرو ډاټاوې خلاصوئ نو لومړی کوم مسیجونه ګورئ؟ د هغو کسانو چې تاسو ته محتاج دي؟ او کۀ نه د هغو چې تاسو ورته محتاج یاست؟

زر او زور

۲۲ مه خبره- زموږ پۀ ټولنه کې خو اوس دا اصطلاح بیخي ډېره مشهوره شوې چې وایي: ((کوم کارونه چې زر او زور کوي بل هېڅ شی یې هم نشي کولی)) خو دوی سخت تېروتلي دي ! ځکه چې کوم کار مینه کوي هغه نۀ زر کولی شي او نۀ هم زور.

څوک دې خوښیږي او د چا خوښېږې؟

۲۳- مه خبره- ریښتیا ووایه! آیا ستا هغه کس ترټولو زیات نۀ دی خوښ چې فقط تاته ګټه در اړوي؟ او تۀ هم  یوازې د همغۀ چا نۀ یې خوښ چې فقط دۀ ته ګټه ور اړوې؟ راواخله تلیفون دې! کوم یوۀ ته پۀ اشتیاق او تلوسه زنګ وهې؟ او د کوم یوهٔ اړیکې ته پهٔ مینه ځواب ورکوې؟

ژوند او مرګ

۲۴ مه خبره- ژوند د مرګ لومړنی زېری دی ! ځکه خو چې کله موږ را ژوندي شوو نو مرګ مو نېغ مخې ته ودرېد ؛ خدای خبر چې موږ دواړه له څومیلیونه کلونو راهیسې سره ورک وو.

مافوق او ماتحت

۲۵ مه خبره- مافوق بۀ د ماتحتو له مخې پېژنې؛ تۀ وګوره چې انتخاب یې څۀ او منتخب یې څوک دی؟ څوک یې خوښيږي او د چا خوښ دی؟

…………………………………………………………………………………………………………………………………………………………..

یادونه: دا لړۍ ادامه لري..

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!
چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟