لیکوال: امین وردګ
ناشر: دعوت نیوز
>>>>>>>>.>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>
سړیتوب او خبرې
۱۶ مه خبره- شاعران وایي چې پۀ خبرو سړی هم نۀ سړی کیږي ، بلکې خوی او خصلت یې باید د سړي وي؛ دوی ښهٔ وايي ، خو دلته بیا خلک هغه کس هم پۀ سړیو کې نۀ شمیري چې خبرې یې د سړي نۀ وي.
غیر مجرم غل
۱۷ مه خبره- دلته فقط هغۀ سړي ته غل وایي چې د ملا څپلۍ غلا کوي ، خو کۀ ملا پخپله د مسکین حق یووړ غل نۀ دی.
قریب الدار او قریب النسب
۱۸ مه خبره- قریب پۀ دوه ډوله دی ؛ یوۀ ته یې قریب الدار ویل کیږي او بل ته قریب النسب ، شریعت وایي چې قریب الدار (نسبتاً قریب النسب ته) زیات مستحق دی! نو کۀ چېرې یو څوک زکات او صدقات ورکوي چا ته یې ورکړي؟ هغۀ ورور ته یې چې کور یې ترې لیرې دی او کۀ نه هغۀ ګاونډي ته چې دروازه یې ورنږدې ده ؟ بیا وايي چې قریب الدار ته یې دې ورکړي! مګر نن سبا خو هر سړی (د بل هر چا پۀ نسبت) هم له قریب الدار څخه تر پزې راغلی او هم له قریب النسب څخه ! نو چاته یې ورکړي ؟ اسلام وايي چې بیا هم لومړی حق د قریب الدار دی او بیا د قریب النسب. سبحان الله ! څومره عادلانه قانون لرو!
ترټولو جاهل انسان
۱۹مه خبره- تر ټولو جاهل انسان همغه دی چې مخلوق ته خالق وايي ؛ څرنګه امکان لري چې یو موجود دې هم مخلوق وي او هم دې خالق شي؟!
د انسانانو ښکاریان
۲۰ مه خبره- هغوی چې د انسانانو ښکار کوي تر هغو ښکاریانو څو واره ځیرک او ماهر دي چې حیوانات ښکار کوي ؛ دوی تر ټولو وړاندې پر عقائدو برید کوي ! خو د دې لپاره چې څوک د انتقاد جرئت پرې و نهٔ کړي ځکه خو لومړی پټکي تړي او بیا ګیرې پرېږدي، له هغو وروسته ممبرونو ته خیژي او خلکو ته امر نهی کوي ، له همدې امله تل پۀ جهادي صفوفو کې جاسوسان تر نورو زیاتې منډې وهي، کلکې سختۍ او شدیدې ستړیاوې ګالي.
یادونه: دا لړۍ ادامه لري..