ژباړه او اضافه خالد منصور هډه وال الافغاني
یوه ورځ یو کوچنی هلک چې د بوټانو پالش کولو کار یې کاوه، له یوه ښوونکي وپوښتل:
“استاده! ایا زه هم لوی او بریالی انسان کېدای شم؟”
ښوونکي په موسکا ځواب ورکړ:
“هو، په نړۍ کې هر څوک لوی او بریالی کېدای شي.”
هلک بیا وپوښتل:
“څنګه؟”
ښوونکي خپل بکس پرانیست، یوه چاک یې راویسته او د هلک د کار ځای په دیوال یې درې کرښې وویستې.
په لومړۍ کرښه یې ولیکل: هڅه، هڅه او هڅه.
په دویمه کرښه یې ولیکل: رښتیا ویل، رښتیا ویل او رښتیا ویل.
په درېیمه کرښه یې ولیکل: هنر (مهارت).
هلک حیران او خاموش و، ښوونکي هغه ته وکتل او ورته یې وویل:
لومړی زینه: هڅه
“د بریا لومړی راز هڅه ده. که ته هر څوک یې، که سهار وختي له خوبه پاڅېږې، په منځنۍ ورځ کې هڅه کوې او ماښام ناوخته خپل کار ته دوام ورکوې، نو په بریا کې دې برخه کېږي.
ته چې هر ډول کار کوې، که دوکان لرې، کرنه کوې، که کارګر یې یا د بل هرې وظیفې خاوند یې، ستا ځای باید سهار تر ټولو لومړی پرانیستل شي او ماښام تر ټولو ناوخته بند شي.
که ته دا ډول هڅه وکړې، نو ته به په لومړۍ زینه کې پورته شې.”
ښوونکي زیاته کړه:
“زمونږ د ټولنې ډېری خلک په سستي اخته دي او هڅه نه کوي. که ته د دې خلکو په پرتله هڅاند شې، نو ته به له دوی ځان بېل کړې او د هغو کسانو په ډله کې به شامل شې چې د بریا وړ دي.”
دویم زینه: رښتینولي
“دویم راز رښتیا ویل او د امانت ساتل دي.
رښتینولي په دې څلورو ځانګړتیاوو ولاړه ده: د وعدې پوره کول، له دروغو کرکه کول، په خپله خبره ټینګ پاتې کېدل او خپلې تېروتنې منل.
که ته هڅه وکړه او رښتینولي دې خپل کړه، نو خلک به په تا باور وکړي. که وعده وکړې، هغه باید خامخا پوره کړې. دروغ هېڅکله مه وایاست او که د خولې نه دې یوه خبره ووته، هغه باید عملي کړې. که کومه تېروتنه وکړې، نو خپله غلطي باید په زړورتیا ومنې.
دا ځانګړتیاوې به تا د خلکو په نظر کې د باور وړ وګرځوي.”
ښوونکي وویل:
“رښتینولي د بریا لپاره تر ټولو مهمه برخه ده. که ته هڅه وکړې او رښتینولي دې خپله کړه، نو د بریا په ډېر لویه برخه کې به بریالی شې.”
درېیم زینه: هنر
ښوونکي هلک ته وویل:
“وروستی راز ستا هنر او مهارت دی. که ته د خپل کار په برخه کې ماهر او پوه شې، نو خلکو ته به په تا باور وشي او ستا اهمیت به زیات شي.
خو یاد ساته، که ته هنر لرې، خو هڅاند نه یې او یا هم رښتینولي نه لرې، نو یوازې هنر به تا بریالی نه کړي.
بریا هغه کسانو ته په برخه کېږي چې هڅه وکړي، رښتیا ووايي او په خپل هنر کې پرمختګ وکړي.”
ښوونکي اوږده ساه واخیسته او وویل:
“ما ډېر داسې خلک لیدلي چې په خپل مسلک کې ډېر ماهر وو، خو هغوی سست او بې ایمانه وو او په پای کې ناکام شول.
او ما داسې خلک هم لیدلي چې هنر یې ډېر نه درلود، خو د خپلې هڅې او رښتینولي په زور یې د بریا لوړې پوړۍ ته ځان ورسوه.
ته د دې درېیو کرښو لار خپله کړه، نو د ژوند په میدان کې به بریالی شې او د بریا لوړ پوړ ته به ورسېږې.”
د علم خبره اوریدل شیر کول بهترینه صدقه جاریه ده
………………………………………………………………………………………………………………………………………………………..
د دعوت نیوز رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت نیوز رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت نیوزبانکي پتهIslamic Bank AC # 00105100585219 :
د واټس آپ شمېره WhatsApp: +93 747 162 162:
Support Dawatnews Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawatnews Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
Islamic Bank AC # 00105100585219
Account for international payments: 00105100585219
WhatsApp:+93 747 162 162
…………………………………………………………………………………………………………………………………………………………
یادونه: په دعوت نیوز کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، د نن ټکی اسیا توافق ورسره شرط نه دی.
Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website