په اسلامي نړۍ کې د استشراق فعاليتونه

۱- استشراق په معاصر وخت کې په اسلامي ټولنه کې د بدلون راوستلو خطرناک دعوت وو چې د هرې شبهه تر شا د دوی لاس وو ، مستشرقينو به شبهه را منځته کوله او بيا به يې هغه ته دعوت ورکولو او بيا به يې د هغه څخه کتاب ليکلو او د دوی پيروانو مفکرينو به بيا هغه په عربي ژبه ليکل او ژباړل ، دا ښکاره ده چې ددې عاميانه دعوت لومړی پيل کوونکي: «لکولس» او «ويلمور » او نور وو او د هغوی په پيروی یې بيا روزل شويو پيروانو دې کار ته ادامه ورکړې لکه : «طه حسين» او «سلامه موسی » او «احمد لطفي السيد» او نور چې سمت پرستۍ او قوم پرستۍ لکه : فينيقیه او فرعونيت ته به يې دعوت کولو .

۲- د مستشرقينو بل کار دا وو چې متون او نصوص به يې د خپلې غوښتنې او هوا له مخې تغيرول او بيا به يې په همدې د خپلې خوښې تغير کړيو نصوصو حکم کولو ، دوی به زيات نصوص غلط تحيرفول چې په هغه کې به سوء تفاهم وو ، او ځنې وختونه به يې قصدي داسې کول او کله به يې د متن معنی داسې وه چې هيڅ د بدلون او تحريف ځای به يې نه پيدا کيده .

۳- مستشرقينو به په هغو متونو حکم کولو کوم به چې دوی د ځان لپاره ټاکلي وو ،په متونو کې به يې داسې تحريف کولو چې هغوی به د ادب له کتابونو څخه څه را اخيستل په هغه باندې به يې د حديث نبوي د تاريخ حکم کولو او د تاريخ د کتابونه څخه به يې څه را اخيستل په هغه باندې به يې د فقه حکم کولو او دوی به ويل چې هغه څه صحيح دي کوم چې «الدميري» په کتاب «حياة الحيوان» کې بيان کړي او هغه درواغ دي کوم چې امام مالک په «موطاء » کې ذکر کړي (العیاذ بالله) [1].

۴- مستشرقينو به ډول ډول شبهات جمع کول او هغه به يې بيا ليکل او هغه ته به يې بيا پوره او کامله بڼه ورکوله ،د مثال په توګه : د بون د پوهنتون استاذ آلمانی مستشرق « ولهلم هور نباخ » به د ابن حجر د کتاب «الاصابة» ځنې برخې او ټوټې را واخستې او بيا به  د ابن حجر د «الردة» کتاب په نوم خپور کړ کوم چې فارسي نژاده ابو زيد بن فرات متوفی (۲۳۷ه) ليکلی دی او دا کتاب ضايع شوی دی او ابن حجر په ځنو برخو کې هغه ته اشاره کړې ده ، نو د دغه مستشرق «ولهلم» کار دا وو چې د هغه څه برخې به يې را ټولې کړي او ويل به يې چې دا د هغو کسانو ژباړه ده کوم چې د اسلام څخه وتلي دي ، نو دارنګه کار به هيڅ څوک ونه کړي مګر دا چې د هوا او وسوسو ناروغ وي ځکه دا کار د سالم علمي بحث او څيړنې خلاف دی .

په همدې ټوګه مشتشرقين ادعا کوي چې بعثت څخه مخکې عرب بې تمدنه او پروتي وو او د نبي صلی الله عليه وسلم په زمانه کې د هغوی تمدن او پرمختګ زيات نشو او دا د حقيقت څخه ډيره لرې خبره ده ،بلکی حقيقت دا دی چې د اسلام څخه مخکې عربي قبايل تيت او پرک وو د اسلام په راتګ سره ټول يو امت جوړ شول د انساني تمدن اوچتو آفاقو ته يې ورسول (په نړۍ کې عدل رامنځته شو او د ظلم تغر يې ټول کړ ، علم او پوهه را منځته شوه او د جهل ټغر يې ټول کړ حتی په اندلس کې د مسلمانان د ستر علمي تمدن په وجه ټوله اورپا روښانه شوه ) .

[ لَوْ أَنفَقْتَ مَا فِي الأَرْضِ جَمِيعاً مَّا أَلَّفَتْ بَيْنَ قُلُوبِهِمْ وَلَـكِنَّ اللّهَ أَلَّفَ بَيْنَهُمْ ][2]

ژباړه: كه چېرې تا هغه ټول څه لګولي وى چې په ځمكه كې دي (، نو) تا به د دوى د زړونو په مینځ كې محبت نه و اچولى او لېكن الله د دوى په مینځ كې محبت واچاوه.

[وَاذْكُرُواْ نِعْمَةَ اللّهِ عَلَيْكُمْ إِذْ كُنتُمْ أَعْدَاء فَأَلَّفَ بَيْنَ قُلُوبِكُمْ فَأَصْبَحْتُم بِنِعْمَتِهِ إِخْوَانًا وَكُنتُمْ عَلَىَ شَفَا حُفْرَةٍ مِّنَ النَّارِ فَأَنقَذَكُم مِّنْهَا ][3]

ژباړه: او د الله (هغه) نعمتونه را یاد كړئ چې پر تاسو باندې شوي دي، كله چې تاسو دښمنان وئ، بیا الله ستاسو د زړونو تر مینځ جوړښت راوسته، نو د هغه په (دې) نعمت سره تاسو وروڼه شوئ او تاسو له اور نه د ډكې كندې په غاړه وَئ، نو تاسو يې له هغه نه وژغورلئ.

۵- د مستشرقينو حرص دا وو چې ظاهراً ځان د عدل او اصلاح غوښتونکي څرګند کړي مګر په عمل او حقيقت کې ددې څخه بالکل عاجز پاتې شوي دي لکه څنګه چې په څلورم قرن کې د «القرامطة»[4] فتنه را منځته شوه ، کوم د اسلام پر ضد د يهودو لخوا جوړه شوې دسيسه وه .

۶- او د مستشرقينو بل کار دا دی چې غواړي په پټه د مجوسيانو او پخوانيو مذاهبو میراث را ژوندی کړي په دې مقصد تر څو اسلامي فکر له منځه يوسي .

او د هغو په ټولو کتابونو او ليکنو کې د دغو زهرو بيا را ژوندي کول روښانه دي په خاصه توګه هغه څه چې د الحاد او فحاشت، مذهب «وحدة الوجود»[5] او مذهب « الحلول والاتحاد» او لهو لعب سره تړلي وو ، مثلاً : د بشار بن برد ، ابی نواس اشعار او د حلاج او ابن عربي او ابن سبعين کتابونه ، د رافضه غلات ، اسماعليه او فاطميونو کتابونه .

۷- په دې کې شک نشته چې د استشراق تر ټولو خطرناک فعاليت دا دي چې د استشراق کتابونه او څيړنو ته د بنسټيزو منابعو په ټوګه په تاريخ ، ژبه ، سيرت ،  فقه او عقايدو او نورو کې اعتبار ورکول کيږي په ځانګړې توګه په پوهنتونو او عالي مؤسساتو کې او هغو کسانو لپاره چې اورپايي او امريکايي  پوهنتونو ته د زده کړو لپاره ليږل کيږي کوم چې هميشه د استشراق او معتصبو يهودي او مسيحي استاذانو تر واک لاندې وي او بيا چې کله خپلو هيوادونو ته را ورګرځي هغوی ته د پام وړ کلتوري او تعليمي منصبونه ور کول کيږي او د غرب څخه يې چې کوم زهريات له ځانه سره راوړي وي هغه د تجديد او آزادۍ او څيړنې په نوم عملي کوي .

او هغه بيا د موسوعاتو ، قاموسونو په توګه خپروي تر څو د څيړونکو لپاره آسانه حواله او مرجع وي او دغه مراجع د زهرو او شبهاتو څخه ډک وي لکه :

دائرة المعارف الاسلامي[6] .

 الموسوعة العربية الميسرة .

المنجد في اللغة والعلوم والآداب.

نو لازمه ده چې د دغو مصادرو څخه ځان وساتو ځکه چې  په دغو مصادرو کې د نقل تحريف ، غلط استدلال دی او د هغو د ليکوالانو اسلام دوښمنه روحيه له هيڅ کتونکي څخه پټه نه ده .

أساليب الغزوه الفکري للعالم الاسلامي

دعوت نیوز.کام

 

………………………………………………………………………………………………………………………………………………………..

د دعوت نیوز رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت نیوز رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت نیوزبانکي پتهIslamic Bank AC # 00105100585219 :

د واټس آپ شمېره WhatsApp: +93 747 162 162:

Support Dawatnews Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawatnews Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
Islamic Bank AC # 00105100585219
Account for international payments: 00105100585219

WhatsApp:+93 747 162 162

…………………………………………………………………………………………………………………………………………………………

یادونه: په دعوت نیوز کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، د نن ټکی اسیا توافق ورسره شرط نه دی.

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website


[1] – کتاب حیاة الحيوان د الدميري کتاب دی چې په کې خرافات ، اوهام او عقيدتي انحرافات موجود دي.

[2] – سوره الانفال :۶۳ .

[3] – سوره آل عمران :۱۰۳ .

[4] – القرامطة : د بحرين د حمدان په سيمه کې د اسماعليه وو يو ډله وه چې لقب يې قرمط وو ، دغه ډلې په څلورمه هجري پيړۍ کې په مسحد الحرام باندې يرغل کړی وو او د بيت الحرام سخته بې حرمتي کړې وه .

[5] – وحدة الوجود: يو باطله فلسفي عقيده ده چې وايي: الله او د موجوده کائيناتو او طبيعت حقيقت يو دی، د« الاتحادية» يا « والحلول والاتحاد » په نوم هم ياديږي داسې چې الله له مخلوقانو سره يو ځای ګڼې (الغياذ بالله ) او دا عقيده په قرآنکريم کې رد شوې ده :الله تعالی فرمايي: [وَقَدْ خَلَقْتُكَ مِنْ قَبْلُ وَلَمْ تَكُ شَيْئاً ] او الله تعالی فرمايي : [أَوَلا يَذْكُرُ الإِنسَانُ أَنَّا خَلَقْنَاهُ مِنْ قَبْلُ وَلَمْ يَكُ شَيْئًا ] .

[6] – دائرة المعارف الاسلامي د مستشرقينو تأليف دی چې زيات باطل افکار او خرافات پکې دي لومړی په ۱۹۱۳ د بريل په نوم هالنډې مطبعې لخوا چاپ شو، د اسلام او مسلمانانو پر ضد د تحريف ، نفرت او تعصب ستره مرجع ده ، متأسفانه چې اوس مهال هم ډير مسلمانان د هغه څخه د يوې مرجع په حيث کار اخلي (الغزو الفكري وأثره في المجتمع الإسلامي ص ۱۱۱) .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!
چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟