ليكنه: مولوي رحمن ګل”مصباح”
…………………………………………………………………………………………………………………………………
موخه او هدف د انسان له پیدایښت څخه، د لوی څښتن تعالی عبادت او د هغه بنده ګي ده، الله عزوجل انسانان د دې لپاره ندي پیدا کړي چې دوی په دنیا کې د عیاشي ژوند وکړي او ټول وخت په خوراک، څښاک او ښایسته کالیو اغوستلو تېر کړي بلکې الله تعالی انسانان د خپل عبادت او بنده ګې لپاره پیدا کړي دي، نو اصلي مقصد له پیدایښت د انسان څخه عبادت دی او د ژوند اسباب برابرول لکه: خوراک، څښاک او پوشاک… دا خو ټول ضمني دي، نو انسان باید خپل اصلي مقصد ته پاملرنه وکړي او له ضمني شیانو څخه خپله توجه صرف کړي، له نعمتو حاصلولو پسې ډېر کوښښ ونکړي بلکې باید ساده ژوند تېرول غوره کړي، ځکه ساده ژوند اختیارول غوره صفت دی، مسلمان لره ښایې چې په ساده ژوند تېرولو باندې ځان عادت کړي، د دنیا زیب او زینت ختمیدونکی دی، او د دنیا په نعمتونو ځان عادت کول د هغه چا کار دی چې په زړه کې یې داخرت طمعه کمزوري وي، ساده ژوند تېرول د رسول الله صلی الله علیه وسلم او صحابه کرامو رضوان الله تعالی علیهم اجمعین خوی او خصلت وو.
ژباړه: معاذ ابن جبل رضی الله عنه وایې: کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم زه یمن ته لیږلم نو داسې یې راته وفرمایل: د نعمتونو په حاصلولو کې له ډېر کوښښ کولو څخه ځان وساته! بیشکه د الله تعالی بندګان نوي ډېر کوښښ کوونکې په حاصلولو د نعمتونو کې.[مرقاة المفاتيح، ٣٢٩٥/٨]
په نعمتونو باند ځان عادت کول انسان له مختلفو امتحاناتو سره مخ کوي، څوک چې په نعمتونو او دنيايې ښایست باندې يو ځل اموخته شو، بیا د ازميښتونو او تکاليفو مقابله نشې کولای، څوک چې یوځل په دنیوي اسبابو اموخته شو بیا د فقر، ګرمۍ، یخنۍ، لوږي او تندې سره د مقابلې توان نلري.
که چيرته مونږ دصحابه کرامو ژوند ته نظر وکړو، وبه وینو چې هغوی ډېر عادي خوراک، عادي پوشـاک درلود همغه وو چې د هر ډول سختیو مقابله یې کوله او په لوږه او تنده باندې يې صبر کولو.
په احادیثو کې د ساده ژوند صفت شوی دي
ژباړه: له ابو امامه رضي الله عنه څخه روایت دی نوموړی وایې: چې یوه ورځ صحابه کرامو د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وړاندې د دنیا یادونه وکړه، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: آیا تاسو نه اوري؟ آیا تاسو نه اوري؟ بیشکه ساده ژوند د ایمان برخه ده!
[سنن أبي داود، ٧٥/٤]
رسول الله صلی الله علیه وسلم چې په ټولو مخلوقاتو کې بهترین او غوره شخصیت دی، الله تعالی دنیا د ده له رویه پېدا کړي ده، د الله تعالي حبیب دی، د ټولو مخلوقاتو د نجات لپاره رالیږل شوی دی او د ټولو کمالاتو څښتن دی، خو بیابه یې هم ساده ژوند تېرولو ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته دنیا او د دنیا اسبابو هیڅ ارزښت نه درلود، او خپل روح یې حقیقي خالق ته په داسې حال کې وسپاره چې په بدن یې یو څادر او یو لنګ وو.
ژباړه: حضرت ابو برده رضی الله عنه فرمایې: چې مونږ ته أم المؤمنین حضرت عائشي رضی الله عنها یو څادر او یو زیګ لنګ را وویست او وفرمایل: چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم روح مبارک پدې دو جامو کې قبض شو.[صحيح البخاري، ١٤٧/٧]
د رسول الله صلی الله علیه وسلم خوراک
ژباړه: حضرت عائشه رضی الله عنها فرمائلې دي: چې په مونږ باندې څلویښت شپې راغلې، خو د رسول الله صلی الله علیه وسلم په کور کې نه ډيوه بله شوه او نه اور، چا ورته وویل: چې تاسو په څه شئ باندې ژوند کاوو؟ حضرت عائشه رضی الله عنها ورته وویل: چې په خرما او اوبو باندې.[إحياء علوم الدين، ٢٣١/٤]
ژباړه: حضرت عائشه رضی الله عنها فرمائلې دي: چې رسول الله صلی الله علیه وسلم دوه ورځې پرلپسې د اوربشو ډوډۍ نده خوړلې، تر دي پورې چې وفات شو.[سنن الترمذي ت بشار، ١٥٧/٤]
ژباړه: له ابوهریره رضی الله عنه څخه روایت دی نوموړی وایې: چې زه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورغلم، هغه په ناسته لمونځ کاو، ما ورته وویل: چې یا رسول الله! څه تکلیف درته رسیدلی چې په ناسته لمونځ کوي؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم راته وویل: چې لوږه راته رسیدلي ده آی ابوهریره! ابوهریره رضی الله عنه وایې: چې زه په ژړا شوم، نبی علیه السلام راته وویل: چې مه ژاړه! ځکه چې څوک په دنیا کې د ثواب په نیت لوږه برداشت کړي د قیامت په ورځ به له هغه سره په حساب کې سختې نه کېږي.
[حلية الأولياء وطبقات الأصفياء، ١٠٩/٧]
د رسول الله صلی الله علیه وسلم بستره
ژباړه: حضرت عائشه رضی الله عنها فرمایې: بیشکه چې په کومه بستره باندې رسول الله صلى الله عليه وسلم ویده کیدي، هغه د څرمني وه او دننه پکې د خرماوو پوستکې وو.[صحيح مسلم، ١٦٥٠/٣]
د رسول الله صلی الله علیه وسلم سورلي
د بخاري شريف حدیث دی: چې رسول الله صلى الله عليه وسلم په خر باند سور وو او د هغه خر په زین (کته) باندې یو څادر هوار و، او شاته یې ځان پسې حضرت اسامه رضی الله عنه کینولی و.[صحيح البخاري، ٥٥/٤]
د رسول الله صلى الله عليه وسلم او صحابه کرامو زندګۍ ډېره بي تکلفه وه، ساده ژوند تېرول یې خوښول، د نعمتونو په حاصلولو کې یې کوښښ نه کاو بلکې د غربت، مسکنت او فقر ژوند یې تيراو، په ساده او روانه لهجه یې خبري کولي، ساده خوراک، لباس، کور، بستره او سورلي یې خوښ وو، کړه وړه او له خلکو سره یې ژوند تېرول په ډېر عاجزي او تواضع سره و، د ځان لپاره به یې کله خوراک هم تیارولو، حضرت انس رضی الله عنه وایې چې رسول الله صلى الله عليه وسلم ته خرماوي راوړل شوي چې هغه زړي وي او په مینځ کې چینجي وو، نو هغه به ښي کتلې او هغه چینجې به یې ورنه ویستل.[سنن أبي داود، ٣٦٢/٣]
له خپلو بیبیانو سره به یې هم د کور په کارونو کې مرسته کوله، مشهور تابعي حضرت اسود رحمه الله فرمایې: ما له حضرت عائشه رضی الله عنها څخه پوښتنه وکړه چې رسول الله صلى الله عليه وسلم په کور کې څه کار کاو؟ هغې راته وویل: چې نبی علیه السلام به د خپل کور د خلکو په خدمت کې مصروف و، چې کله به د لمانځه وخت راغی نو لمانځه ته به ووت.[صحيح البخاري، ١٣٦/١]
د مسجد نبوي د جوړولو په وخت کې یې په خپله ډبرې او خښتې راوړلي، د خندق د ویستلو په وخت کې یې هم په خپله خاوري وړلي تر دې چې خیټه مبارکه یې په خاورو ککړه شوي وه، په حضر او سفر کې به یې د خپلو ملګرو خدمت هم کاو.
همداسې د رسول الله صلى الله عليه وسلم د صحابه کرامو هم ډېر ساده ژوند خوښ و او ساده ژوند یې تېر کړی، ابوبکر صدیق رضی الله عنه هغه شخصیت و، چې په دنیا کې ورته د جنت زیری ورکړل شوی، په غار ثور کې د نبي علیه السلام ملګری و، له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه وروسته لومړنی خلیفه و، خو سره له دومره غوره صفاتو یې ډېر ساده ژوند و، حضرت عائشة رضي الله عنه فرمایې: ابو بكر صدیق رضي الله عنه وفات شو خو نه یې یو درهم او نه یو دینار پریښود، کوم مال یې چې مخکې خپل درلود هغه یې هم د بیت المال مال ته واچاو.[حياة الصحابة، ٥٥٤/٢]
حضرت عمر فاروق رضی الله عنه یو جلیل القدر صحابي دی، د ده په ایمان راوړلو سره مسلمانانو عبادت ښکاره پېل کړ، ډېر ملکونه د ده د خلافت په دور کې فتحه شوې، د جنت زیری په دنیا کې ورکول شوی، د مسلمانانو دوهم خلیفه و، سره له دومره مناقبو یې بیا هم ډېر ساده ژوند تېر کړی، حضرت انس رضی الله عنه وایې: ما حضرت عمر فاروق رضی الله عنه ولیده چې دی امیرالمؤمنین و، د دوه اولو (اوګو) په مینځ کې یې دري پیوندونه و چې د یو او بل په سر وو.[كنز العمال، ٦٢٥/١٢]
حضرت حسن رضی الله عنه وایې: چې کله به حضرت عمر فاروق رضی الله عنه خطبه ویلې: نو په ده باندې به یو څادر و، چې په هغه کې به دولس(۱۲) پیوندونه و، او دی پدې وخت خلیفة المسلمین و.[كنز العمال، ٦٢٩/١٢]
حضرت عثمان رضی الله عنه هغه صحابي دی چې د جنت زیری په دنیا کې ورکول شوی، رسول الله صلى الله عليه وسلم سره یې په ډېرو جهادونو کې مالې مرستې کړي او خپله یې هم په ډېرو جهادونو کې ګډون کړی، د رسول الله صلى الله عليه وسلم زوم و، د اسلام دریم خلیفه و، لدې سره سره یې بیا هم ډېر عاجزانه او ساده ژوند و، حضرت حسن رحمه الله وایې: ما حضرت عثمان رضی الله عنه ولیده په هغه وخت کې چې دی د مسلمانانو خلیفه و، په جومات کې به یې د غرمې خوب کاو، چې کله به له خوب څخه را پورته شو، نو د کوچنیو شګو نښې به د ده په اړخونو کې ښکاریدې، او خلکو به ویل: دا دمسلمانانو امیر دی، دا دمسلمانانو امیر دی.
[حلية الأولياء وطبقات الأصفياء، ٦٠/١]
حضرت علی کرم الله وجهه هغه څوک دی چې په ماشومتوب کې ایمان راوړی، د ډېرو کفارو سرونه له تنوو څخه جدا کړي، د جنت زیری په دنیا کې ورکول شوی، د رسول الله صلى الله عليه وسلم د تره زوی او زوم دی، د مسلمانانو څلورم خلفیه دی، خو سره له دومره فضائلو یې بیا هم په دنیا کې د ملنګې، فقر او مسکنت عمر تېر کړی، د دنیا نعمتو ته یې شاه کړې وه، د دنیا د دوه ورځې خوندونو څخه یې اعراض کړی و، عمر ابن قیس رحمه الله وایې: حضرت علی کرم الله وجهه باندې داسې څادر ولیدل شو چې هغه پیوند و، نو خلکو دی ملامت کړ چې ته پیوند شوی څادر اغوندې؟ ده ورته وویل: چې مؤمن به د دې اقتداء کوي او له ده سره په زړه کې عاجزي پیدا کېږي.[إحياء علوم الدين، ٣٥٥/٣]
حضرت علی کرَّم الله وجهه ویلې دي: چې زمونږ په کور کې هیڅ شئ نه ؤ، مګر یو پوستکی د سيرلي ؤ چې په یوه طرف به یې مونږ ویده کیدلو او په بل طرف به یې حضرت فاطمة الزهراء رضی الله عنها اوړه لندول.
[الزهد لأحمد بن حنبل، ٢٦]
حضرت علی کرَّم الله وجهه فرمایې: چې کله ما د نبی علیه السلام لور حضرت فاطمة الزهراء رضی الله عنها په نکاح کړه، زما او د فاطمي هیڅ شئ نوو، یو د پسه پوستکی و چې د شپې مونږ پرې ویده کیدو او د ورځې به مو اوښ ته واښه پرې اچول، او پرته له حضرت فاطمي ما بل خادم هم نه درلود[حياة الصحابة، ٣٩٦/١]
سبحان الله! د بشریت د ستر لارښود صلی الله علیه وسلم او د هغه د ملګرو څومره ساده او غوره ژوند و، څومره له دنیا لري و، په ژوند کې یې اساسې موخه د خپل رب عبادت او د هغه راضي کول و، دوی ته د دنیا حقیقت معلوم و، دوی پوهیدل چې دا دنګې او ښکلې ماڼې بي ارزښته او سپکې دي، ځکه که دنیا د لوی څښتن تعالی په نزد د میاشي د وزر دومره ارزښت درلودی نو کافر ته به یې یو ګیلاس اوبه هم نوي ورکړي، نو ځکه دوی په دنیا کې بي رغبته ژوند کاو.
………………………………………………………………………………………………………………………………………………………..
د دعوت نیوز رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت نیوز رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت نیوزبانکي پتهIslamic Bank AC # 00105100585219 :
د واټس آپ شمېره WhatsApp: +93 747 162 162:
Support Dawatnews Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawatnews Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
Islamic Bank AC # 00105100585219
Account for international payments: 00105100585219
WhatsApp:+93 747 162 162
…………………………………………………………………………………………………………………………………………………………
یادونه: په دعوت نیوز کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، د نن ټکی اسیا توافق ورسره شرط نه دی.
Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website