لیکنه: امین وردګ
ناشر: دعوت نیوز
……………………………………………………………………………………………………………………………………………………………….
راسخه عقیده
۱۱ مه خبره- استاذ ته یې چې کتاب و غوړولو نو هغهٔ تر ټولو وړاندې (بسم الله الرحمن الرحیم) وویل او بیا یې درس پیل کړ ، پهٔ پای کې شاګرد پهٔ ډېر ادب او احترام ترې وپوښتل چې قدرمنه استاذه! تاسو ولې له درس ویلو وړاندې بسم الله شریفه ولوستله ؟ او خبر یم چې تل دا کار کوئ! استاذ یې ورته وویل چې پهٔ بسم الله شریفه کې خو بیخې ډېر حکمتونه دي ! حتی کهٔ چېرې د یوهٔ سړي عقیده واقعاً راسخه وي او بسم الله شریفه مکمله ووایي نو (پرته له کومې وسیلې) پر اوبو سربېره هم تګ کولی شي ! دا خبره د شاګرد زړهٔ ته کوزه شوه او کلکه یې ومنله ، سبا چې بیا پهٔ پورې کلي کې مړی وشو نو استاذ او شاګرد دواړه ور روان شول، خو ګوري چې تېره شپه راغلي سېل پر سیند جوړ شوی پل له ځان سره وړی دی ! شاګرد پرته له هېڅ چورت او فکر څخه بسم الله الرحمن الرحیم وویل او بې غمه پر اوبو ور روان شو ، پورې غاړې ته چې نږدې کېدلو نو یې شا ته وکتل ، ګوري چې استاذ يې پایڅې پورته کړې او نهیلی همغې غاړې ته ولاړ دی ، غږ یې پرې وکړ چې استاذه راځه کنه ! ولې ولاړ یې ؟ او دا پایڅې دې څله بډ وهلې دي ؟ ولې تا پرون ماته و نهٔ ویل چې بسم الله شریفه ووایه او پر اوبو بېغمه روان شه ، اوبهٔ دې نشي غرقولی ؟ او تا ریښتیا ویلي وو ؛ ځکه چې دا ده ثابته شوه او زهٔ یې غرق نهٔ کړم ! خو ولې یې تهٔ هم نهٔ وايې او پر اوبو نهٔ را روانېږې ؟ استاذ یې سخت خجالت شو او هېڅ یې ورته ؤ نهٔ ویل.
انسان او انسانیت
۱۲ مه خبره- د انسان خالق ویلي چې انسان عجول دی ، ظلوم دی او جهول دی ؛ ځینې پوهان وايي چې انسان له اُنس څخه اخیستل شوی ، حیوانات یې تر ځانو هم وحشي ګڼي ځکه خو ترې تښتي ، ماتیریالیستان یې د شادي له نسله بولي ، خو زهٔ یې بیا فقط له انسانیت څخه پېژنم ! کهٔ انسانیت نهٔ ؤ پکې نو حیوان ناطق دی او بس.
بښنه
۱۳ مه خبره- تۀ خو یقین لرې چې رب دې بښي! خو دا راته ووایه چې آیا تا هم تر اوسه کوم څوک بښلي ؟ کۀ وایې چې نه ، نو یقین دې مشکوک دی.
انتخاب او منتخب
۱۴ مه خبره- پۀ منتخَب کې فکر مه کوئ بلکې پۀ انتخاب او منتخِب کې یې وکړئ ، ځکه چې عامل منتخِب دی نهٔ منتخَب.
عقل
۱۵ مه خبره- عقل د انسان ترټولو باوفا ملګری دی ، خو ای کاش چې د قهر او شهوت پۀ وړاندې خو یې پښې نهٔ ښویېدلی.
عزیزان گرانقدر:
لطفاً این مضامین خیلی مهم و حیاتی را با تمام خانواده، اقارب، دوستان، و همکاران تان شریک سازید، و در رشد فکری، عقیدتی، ایمانی و وجدانی همنوع تان اقلاً یک امر خیری را، مایه ی حصولِ صدقات جاریه ی تان سازید.
………………………………………………………………………………………………………………………………………………………….
د دعوت نیوز رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت نیوز رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت نیوزبانکي پته: Islamic Bank AC # 00105100585219
د واټس آپ شمېره WhatsApp: +93 747 162 162:
Support Dawatnews Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawatnews Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
Islamic Bank AC # 00105100585219
Account for international payments: 00105100585219
WhatsApp:+93 747 162 162
…………………………………………………………………………………………………………………………………………………………
یادونه: په دعوت نیوز کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، د نن ټکی اسیا توافق ورسره شرط نه دی.
Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website
ادامـــه دارد…