اوس موټرونه هم الوزي

په اسرايل كې پوهانو داسې موټر جوړ كړى دى چې د چلوونكي پرته د الوتنې وړتيا لري.
دا موټر چې په فلمونو كې الوتونكو خيالي موټرانو ته ورته دى او كولاى شي چې پر يو وخت ۵۰۰ كيلو ګرامه وزن هم له ځانه سره ولېږدوي.

د اسرايل د ټېكنالوجۍ يو شركت په دې بريالى شوى چې د موټر لومړنۍ بېلګه په برياليتوب سره و ازمايي. دا موټر كولاى شي چې د ۵۰۰ كيلوګرامه وزن سره په ساعت كې د ۱۸۵ كيلومټره سرعت سره والوځي.

ټاكل شوې ده چې دا موټر په ۲۰۲۰میلادي كال كې بازار ته د خرڅلاو له‌پاره وړاندې شي. شركت وايي چې له دې موټره به د امبولانس په توګه ګټه پورته شي.
د دې موټر نهايي بيه به ۱۴ ميليونه ډالره وي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.