لرغونپوهانو د فرعون د دربار د طبیب او کوډګر ٤ زره کاله پخواني مقبره کشف کړه

د فرانسې او سویس د لرغونپوهانو یوې ډلې د قاهرې په جنوب کې د سقاره په لرغونې ساحه کې د ۴۰۰۰ کلونو پخوانۍ هدیره کشف کړې ده.

دا مستطیل‌شکله هدیره، چې له خښتو څخه جوړه شوې ده، “مصطبه” نومېږي. مصطبه هغه ډول هدیرې وې چې په پخواني مصر کې هوار چت او بهر ته مایل دیوالونه یې لرل.

د مصر د پخواني تاریخ ډېری مهم شخصیتونه، لکه د فرعون “خوفو” خپلوان او د لوړې طبقې خلک په داسې قبرونو کې خاورو ته سپارل شوي دي.

لرغونپو‌هان وايي چې کشف شوې مقبره د “تتي نب فو” ده، چې د فرعون “دوهم پپي” د دربار طبیب و.

د مصري چارواکو په وینا، د تتي نب فو د مقبرې پر دیوالونو داسې برجسته انځورونه او ژوندۍ نقاشۍ شته چې د زوړ سلطنت په ورځني ژوند کې نوي اړخونه ښیي، په ځانګړي ډول د دې دورې فرهنګي او طبي اړخونه. که څه هم له لرغونو ساحو څخه د غلاوو نښې لیدل کېږي، د مقبرې دیوالونه په ښه حالت کې پاتې دي او د پخواني مصر د ورځني ژوند او دودونو په اړه یوه نادره ننداره وړاندې کوي.

تتي نب فو چې د فرعون دوهم پپي د واکمنۍ پر مهال (شاوخوا ۲۲۷۸-۲۱۸۴ ق.م) ژوند کاوه، لوړ القاب لرل، لکه “د ماڼۍ لوړپوړی ډاکټر”، “د الهې سرکت کاهن (۱)”، “د دربار د غاښونو سرطبیب”، او “د نباتي درملو مدیر”. د مقبرې دننه یو ډبرین تابوت وموندل شو چې د هیروګلیفي شناختې یا ډبرلیکونه لري. په دې ډبرلیکونو کې د مقبرې د خاوند نوم او القاب ذکر شوي، او همدارنګه سلطنتي طبیب د خپلې طبي دندې د ترسره کولو په حال کې انځور شوی و.

د مقبرې په متنونو کې ویل شوي چې هغه د الهې سرکت (چې په پخواني مصر کې د اومیندواره کېدو او له مرګه وروسته ژوند رب النوعه یا الهه وه) “کوډګر” ګڼل کېده او د چیچل کېدو د زهرو په درملنه کې ماهر و. الهه سرکت د مصر په پخوانیو انځورونو کې عموماً په داسي حال کې ښودل شوې چې لړم یې پر سر وي.

په مصر کې کشف شوې مقبره- Egyptian Ministry of Tourism and Antiquities

پخوانیو مصریانو په طب کې سترې لاسته راوړنې درلودلې چې د تاریخ په اوږدو کې یې د طب په پرمختګ کې ژور اغېز درلود. هغوی د زړه او رګونو د سیسټم په پوهیدو کې لومړني ګامونه اخیستي وو، د حافظې د زوال (الزایمر) او ذهني پریشانۍ د درملنې لپاره یې طریقې وړاندې کړې او د غاښونو د طب اساس یې کېښود.

د مصري لرغونپوه ډاکټر حسین عبدالبصیر په وینا، دا کشف د سقاره د سیمې تاریخي او لرغونی اهمیت ښيي، چې په پخواني مصر کې یوه مهمه هدیره وه. د لرغونپوهانو ټیم مخکې د “وزیر وني” یوه مصطبه هدیره کشف کړې وه چې پر دیوالونو یې تر ټولو اوږد ژوندلیک کښل شوی او له دې امله مشهوره ده.

په سقاره کې د دوهم پپي د دورې د دولتي کارمندانو په هدیره کې له ۲۰۲۲ کال راهیسې کیندنې روانې دي، چې د فرعون او د هغه د مېرمنو څنګ ته خښ شوي دي.


۱- کاهن چې په عبري کې کوهن تلقظ کېږي په لرغوني مصر کې یوه مذهبي او دیني اصطلاح وه چې وړاندویونکي ته ویل کېده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!
چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟