د يتيمانو اړوند زمونږ مسؤليت!

لیکنه: مولوي رحمن ګل “مصباح”

ګرانو مسؤلینو!
دا چې په ګران هیواد افغانستان کې مغروره کبرجنه نړۍ او معاصر فرعوني ځواک مات او شکست یې وخوړ، او د الله تعالی په نصرت سره مونږ اوتاسو له دښتو او غرونو څخه ښارونو ته راغلو، او په ښکلې دفترونو او پستو چوکیو کې ناست یو، په لوکسو موټرو کې یو خوا او بل خوا ګرځو، د ټول نظام واګي مو په لاس کې دي او ژوند مو د آمن په ښکلي او زرینه فضاء کې په ناز او نعمت سره تېريږي.
دا د هغو سر ښیندونکو استشهادیانو د قربانې او ایثار برکت دی، چې د زهد، تقوی، صداقت، امانتداري، اخلاص، ایثار، مینې، صبر، توکل، استقامت او شجاعت مشالونه ول، دحیاء سمبولونه ول، او د الله عزوجل په مینه کې دومره ژور مستغرق ول چې د ژوند په هره لحظه کې به یې ډېر په تلوسه د خپل معشوق د دیدار، وصال، رضا اولقاء د لټون په پار خورا په انکسار د نفس او عاجزي سره دعا غوښتله، او د دعا په مهال به یې له پاکو او عفیفو سترګو غیر اختیاري اوښکې تللي، خو چې کله به یې د عملیاتو وخت را ورسيدي، خپل ځان پسې به یې بارودي واسکټ وتاړه او یا به یې د خپل سفر انتخابي براق موټر له باردو څخه ډک کړ او د کفارو مینځ ته به یې په ورین تندي او پوره افتخار، میړاني او غیرت سره ور ودانګل او د څښتن تعالی د رضا په خاطر به یې خپل سپيڅلی، نازک او پاک بدن په سرو لمبو کې کباب کړ، چې تر اوسه پورې یې خپلوانو ته دسپیڅلیو غوښو ټوټي او قبر هم نده معلوم، له خپلو خوږو والدینو، او نازولو بچیانو څخه تیر شول خو ددین دفاع او حراست یې پرینښود، او دا دهغو کونډو د آه، فریاد او ژړا برکت دی چې په نکریزو سره لاسونه لاس تر زنې ناستې دي، د خاوند د ژوند په مهال به د شهزادګۍ په شان کور کې ناستې وي خو اوس د بچیانو د لوږي او تندي له امله د خانانو او حاکمانو په دروازو کې د مرستې او مدد په خاطر د انتظار شیبې تیروي، او تر اوسه پورې یې د خاوند مرګ او ژوند معلوم ندی او اوس هم د خاوند د راتګ په انتظار ناستې دي، او دا د هغو میندو د صبر برکت دی چې خپل بچیان یې د الله تعالی ددین په خاطر په اورونو کې لولپه شول او د آبد لپاره تري جدا شول خو بیا هم د صبر په ټغر ناستې دي او دخپلو بچیانو په قرباني فخر کوي، او دا دهغو بندیانو د تکالیفو کړاونو او سختیو برکت دی چې چا شل، چا لس او چا پنځه کاله د کفارو او د هغوی دغلامانو په پنچرو او زولنو کې تیر کړل، او داسې تعذیبونه یې و ګالل چې انسانیت یې له تعبیر څخه عاجز دی، او د هغو مظلومو، بي وزلو، خړو پړو یتیمانو د فقر غربت او بي کسۍ برکت دی چې د پلار له شهادت څخه وړاندې یې په پالنګ خوبونه کول خو اوس د مجبوري له امله په سړکونو او ښارونو کې سوال کوي، او مور یې د پلار په راتګ سره تسلي ورکوي چې پلار مو را روان دی او را وبه رسیږي.
دا کونډې او یتیمان نن سرپرست، کور او ډوډۍ نلري، د ژوند خوښي یې هغه خاوند او پلار ؤ چې د شعائر الله او د مسلمه امت د ځان، مال، عقل، نسب، عزت او ناموس د ساتنې او حفاظت په خاطر یې خپل نازک او تنکی وجود دالله تعالی په لاره کې نذرانه او ټوټه ټوته کړو، او دغه کونډې او یتیمان یې مونږ او تاسوته د امانت په توګه پريښودل، نو ددغو یتیمانو روزنه او پالنه زمونږ او تاسو ګډه ذمه واري ده، راځئ چې په ښه ډول سره یې د روزنې او پالنې لپاره نه ستړي کیدونکي هلې ځلې وکړو، او داسې پالنه یې وکړو چې په شونډو یې موسکا او په مخ یې ښکلا راشي، او داسې احساس ونکړې چې زما پلار نشته، او دقیامت په ورځ یې له پلرونو سره په داسې حالت کې ملاقي شو چې هغه له مونږ څخه راضي او خوښ وي.
راځئ چې ځانونه د لاندې حدیث مصداق وګرځو!
وعن عمر رضي الله تعالى عنه «إن اليتيم إذا بكى اهتز لبكائه عرش الرحمن فيقول الله تعالى لملائكته: يا ملائكتي من أبكى هذا اليتيم الذي غيب أبوه في التراب؟ فيقول الملائكة: أنت أعلم. فيقول الله تعالى: يا ملائكتي إني أشهدكم أن عليّ لمن أسكته وأرضاه أن أرضيه يوم القيامة»
(تفسير روح المعاني، ج ۱۵ ص ۳۸۳)
ژباړه: له حضرت عمر رضی الله تعالی عنه څخه روایت دی چې رسول الله ﷺ فرمايلې: کله چې یتیم په ژړا شي، د الله ﷻ عرش په ښورېدو شي! الله ﷻ ملائیکو ته وفرمایي: دا یتیم چې، پلار یې تر خاورو لاندې دی، چا وژړوه؟
ملائکې ووایي: یا الله ﷻ تاسې ښه پوهېږئ!
نو الله ﷻ بیا وفرمایې: ای ملائیکو! تاسې ګواه اوسېږئ، څوک چې ددې یتیم ژړا خاموشه کړي او څوک یې زړه خوشحاله کړي، زه به د قیامت په ورځ هغه کس خوشحاله کړم.
نو که دغه یتیمان مو خوشحاله کړل، د قیامت په سخته ورځ به مونږ او تاسې هم خوشحاله یو.
او خدای نخواسته که چیرته مو ددغو یتیمانو دپلرونو په قرباني سترګې پټې کړي، او د دوی له پالنې څخه غافله او بي پروا شوو، او ددوی او دخپلو بچو تر مینځ مو په روزنه او پالنه کې توپیر وکړو، نو دقیامت په ورځ به زمونږ ګریوانونه او د دوی لاسونه وي.
یاآلله ته مو له خیانت څخه وساته!

 

 

……………………………………………………………………………………………………………………………………………………………

د دعوت نیوز رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت نیوز رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت نیوزبانکي پتهIslamic Bank AC # 00105100585219 :

د واټس آپ شمېره WhatsApp: +93 747 162 162:

Support Dawatnews Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawatnews Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
Islamic Bank AC # 00105100585219
Account for international payments: 00105100585219

WhatsApp:+93 747 162 162

…………………………………………………………………………………………………………………………………………………………

یادونه: په دعوت نیوز کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، د نن ټکی اسیا توافق ورسره شرط نه دی.

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

عزیزان گرانقدر:

لطفاً این مضامین خیلی مهم و حیاتی را با تمام خانواده، اقارب، دوستان، و همکاران تان شریک سازید، و در رشد فکری، عقیدتی، ایمانی و وجدانی همنوع تان اقلاً یک امر خیری را، مایه ی حصولِ صدقات جاریه ی تان سازید.

جزاکم الله وخیراً!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!
چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟