دعوتګرانو ته!

حامد افغان

د رسول الله ﷺ خادم انس بن مالک رضي الله عنه د خپل کور یوې مېرمني ته وویل: فلانۍ پېژنې؟ هغې ورته وویل: هو، انس ورته وویل: یو وخت رسول الله ﷺ په هغې تېریدی، هغه د یوه قبر خواته ناسته وه، ژړل یې، رسول الله ﷺ ورته وفرمایل: له الله ووېریږه او صبر وکړه! هغې ورته وویل زما نه لري شه! خپل کار کوه، زما له غمه ته څه خبر یې! رسول الله ﷺ له هغې تېر شو او ولاړی!

هغې ښځي ته یو سړی ورغی، ورته ویې ویل: رسول الله ﷺ څه درته وویل؟ هغې ورته وویل: ما هغه ونه پېژاند؟! سړي ورته وویل: هغه رسول الله ﷺ و! انس وایي په دې سره هغه ښځه د رسول الله د کور دروازې ته ورغله، د هغه پر دروازه یې پیره دار ونه موند! هغې وویل: یا رسول الله ﷺ په والله که ما پېژندلی یې! هغه ورته وفرمایل: د مصیبت رسیدلو پیل وخت کې صبر باید وکړل شي. صحيح البخاري الرقم: 7154.

ابن مفلح الحنبلي په الاداب الشرعیة کې لیکي: امام احمد بن حنبل رحمه الله نه پوښتنه وشوه چې یو چا ته په ښو امر وکړو او هغه یې ونه مني؛ څه ورسره وکړو؟ هغه ورته وویل: خپل کار کوه، ځکه تا خپل مسؤلیت ترسره کړ، اوس چې نور څه کوې دا به د ځان لپاره غچ اخلې! هر عالم او دعوتګر باید د دعوت پر مهال دا نبوي نرمه تګلاره د ځان لپاره د لارې مشال وګرځوي، په ځانګړې توګه د امر بالمعروف وروڼه باید له دې روایته ډېر څه زده کړي.

 

 

د دعوت نیوز رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت نیوز رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت نیوزبانکي پتهIslamic Bank AC # 00105100585219 :

د واټس آپ شمېره WhatsApp: +93 747 162 162:

Support Dawatnews Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawatnews Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
Islamic Bank AC # 00105100585219
Account for international payments: 00105100585219

WhatsApp:+93 747 162 162

 

یادونه: په دعوت نیوز کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، د دعوت نیوز توافق ورسره شرط نه دی.

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.

چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟