سپنج (د ماشوم عواطف) محمد نسیم مومند

د روان پوهانو په وینا، د ماشوم په روزنه کې تر ټولو غوره لار مثبته تقویه ده‌ د مثبتو لارو چارو څخه یې یوه لارښوونه ده، ځکه ماشومان روزنې ته اړتیا لري؛ روزنه د پاملرنې تر څنګ په لارښوونه ترسره کېږي. فکر وکړئ اوه کلن ماشوم مو دوکان ته سودا پسې لېږئ؛ خو ستاسو د تمې خلاف سودا راوړي– تاسو یې رټی – بیا ځلې ځي بیا هم ستاسو د تمې خلاف سودا راوړي – دا کار څو څو وارې تکرار شو – بل ځل مو د ماشوم پر سر لاس ږدئ په موسکه لهجه ورته وایاست: « ته اوس زلمی یې دا کور ستا دی – که د ګاونډي زوی خبر شي چې ته سودا ته پام نه‌کوې هغه به څه وایي؟ نو بچیه سودا ته پام کوه مور/پلار به دې هم خوښ وي نور به هر کله سودا ته راوړې.»

ستاسو په اند کومه لاره غوره ده؟ لومړۍ که دویمه

  د روان پوهانو په اند د ماشوم د ښې ودې یو لامل دا دی تر څو دی دې ته واداره کړو چې د خپل چاپیریال په اړه ښه اټکل وکړای شي. دا کړنه هلته تر سره کېدای شي چې مور او پلار تر ډېره ماشوم په مثبتو کړنو ونازوي – ځینې په دې اند دي چې د ماشوم نازول هم ښه نه‌وي ځکه دوی دې بیت او متل ته تم شوي دي او زموږ د ټولنې غوڅ اکثریت همدا وايي:

نازولی زوی نه‌اخلي ادب

د سیوری نخل نه نیسي رتب

متل دی:  چیرته ډب هلته ادب

موږ باید په ټولنیز ژوند کې یو انټروال ولرو او هر څه باید د هغه پر بنسټ وي؛ دا انټروال په ټولنو او کورنیو کې متفاوت وي؛ خو دا تفاوت به د یو ټاکلي مناسبت پر بنسټ وي، د ماشوم روان پوهنه په دې اند ده چې « ماشوم ته تنبیه هلته ګټمنه وي چې دی د شفاهي ستاینې – فزیکي جوایزو او سزاګانو تر منځ توپیر وکړای شي». یو مور او پلار ماشوم ته توپ د لوبو او ښه پالونکي روحیې په پلمه اخلي – ماشوم سره لوبې او او هغه لوبو ته هڅول د ښه پالنې غوره بېلګه ده؛ خو که هغه په مازې تېروتنې ورټو دا به مو لویه تېر وتنه وي – ځکه د هغه عواطف داسې رنګ اخلي چې ګواکې پلار موږ ته توپ د لوبو او سیالۍ لپاره نه‌دی اخیستی بلکې د دې لپاره یې اخیستی تر څو موږ بیرون و اوسو او دوی ارام وي او یا یې هم موخه زموږ رټل وه او دې ته ورته نور فکرونه – که د ماشوم رټل په لږه پیمانه هم وي د هغه پر عواطفو اغیز کوي؛ ځکه د ماشوم مغز د سپنج او یا هم د سپینې پاڼې په څېر وي، په چاپيریال کې چې هر څه وي هغه جذبوي – دلته دی چې ماشوم بیا د چغلۍ لپاره په بېلابېلو لارو فکر کوي؛ هڅه کوي چې داسې څه تر سره کړي تر څو مور او پلار ته فریب ورکړي او د رټلو څخه خلاص وي؛ دا کړنې یې سم د عُمر په تېرېدو وده کوي، ځکه عواطف هم لکه نور حواس د وخت په تېرېدو تغییر کوي او د چاپیریال اغېز ورباندې وي؛ دا اغېز پر لویانو هم وي؛ خو ماشوم بیا د لویانو برعکس ژر خپل عواطف څرګندوي او د دوی د عواطفو او احساساتو د څرګندولو لومړۍ مرجع والدین وي – که یې تنبیه کوي یا یې تربیه کوي؛ خو دوی یې غوښتنې ورته بیانوي؛ نو بویه چې د ښو عواطفو روزنې لپاره د دوی پر سپینه پاڼه  (مغز) د تربیت بذر وشیندو نه د تنبیه

شاعر وايي:

خاک را زنده کند تربیت باد بهار

سنګ باشد که دلش زنده نګردد به نسیم

د دعوت نیوز رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت نیوز رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت نیوزبانکي پتهIslamic Bank AC # 00105100585219 :

د واټس آپ شمېره WhatsApp: +93 747 162 162:

Support Dawatnews Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawatnews Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
Islamic Bank AC # 00105100585219
Account for international payments: 00105100585219

WhatsApp:+93 747 162 162

 

یادونه: په دعوت نیوز کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، د نن ټکی اسیا توافق ورسره شرط نه دی.

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!
چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟