صحي خواړه، لوستل او سپورټ د ماشومانو د استدلال مهارتونو ته وده ورکوي

ختیځ فنلینډ پوهنتون

ژباړه او زیاتونه: د. حکمت وباړ

لنډیز:

د استدلال مهارتونه په عمومی توګه د فکر کولو او تحلیل مهمو مهارتونو ته اشاره کوي لکه: تحلیل، ارزونه او ترکیب به هر صورت په دې کې پراخ مسایل شامل دي  لکه ازاد او خلاص فکر کول، تخلیقی افکار، د معلوماتو پروسیس کول او د ستونزو لپاره د حل پیدایښت.

د یوې وروستۍ او تازه څیړنې له مخې، په نړۍ کې د عمومي غذایی توکو د کیفیت په ښه والی، د توری غوښې لږه استفاده، او همدارنګه په لوست او منظم سپورتونو کې د لګیدلی وخت زیاتوالي، هغه لاملونه بلل شوی چي د ښوونځي په لومړیو دوو کلونو کې د ماشومانو ترمنځ د استدلال مهارتونه لوړ کړي.

ولی د استدلال مهارتونه مهیم دی؟

لکه څرنګه چی د استدلال مهارتونه خوارا پراخ مفهم لري او د ماشومانو د ژوند د هرې موضوع لپاره ځانکړی کیدلی شی، او دوی کولی شی د ژوند په چارو کې له دغو مهارتونو څخه په استفادې د یو لوی شخص په شان انتخاب او تصمیم ولري.

  • د استدلال مهارتونه د بالغ او پرمختللی فکر عناصر په ځان کې رانغاړی چی ماشومان ورته په ښوونځی او ټولنیز چاپیریال کې د پام وړ اړتیا لری.
  • دا مهارتونه د ماشومانو سره مرسته کوی چی د تعصب په ځای د شواهدو په اساس منطقی او عاقلانه پریکړی وکړی.
  • ټولنیز پرمختک او د اړیکو په جوړولو کې د ماشومانو سره مرسته کوی.
  • ماشومانو ته د ستونزو د حل او غوره فکر کولو وړتیا ورکوی.

د مباحثی او استدلال مهارتونه د زده کړې، اکادمیک کړنو  او د ورځني ستونزو د حل او فصل لپاره د خوارا زیات ارزښت لروونکی دی. د یوې وروستۍ څیړنې له مخې چې د ختیځ فنلینډ په پوهنتون کې ترسره شوې، د عمومي غذا کیفیت ښه شوی او د توری غوښې کمول، همدارنګه په لوستلو او منظم سپورتونو کې د مصرف شوي وخت زیاتوالي د ښوونځي په لومړیو دوو کلونو کې د ماشومانو ترمنځ د استدلال مهارتونه لوړ کړي او د هغوی په مثبتی ذهنی کچی یی د پام وړ تاثیر کړی. د پوهنتون د دوکتورا څیړونکی او یاد رسریچ غړی سحرش نوید وايي: “هغه ماشومان چې د صحي خواړو عادتونه لري د نورو ماشومانو په پرتله ډیر ادراکي وده کوی. په ځانګړي توګه د غوره غذایی ریژم، د سری غوښې لږ مصرف ، او د لږ غوړی لرونکو لبنیاتو ډیر مصرف د غوره استدلال مهارتونو سره تړاو درلود.”

د څیړنی په جریان کې هغه ماشومان چې ډیر وخت یې په لوستلو او منظم سپورتونو کې تیر کړی د خپلو ملګرو په پرتله یی د استدلال مهارتونو ښه وده کړی. له بلې خوا هغه ماشومانو چی خپل ډير وخت یی په کمپیوټر او ټولنیزو شبکو کې مصرفوی، تفریح ته یی وخت نه وو ورکړی او فزیکی فعالیت یی نکوی یا هم ډیر کم وو د هغوی په استدلال کې په ډيره کچه کمزورتیا راغلی وه، د اکاډومیک او ټولنیز لحاظه هم د نورو ماشومانو سره توپیر درلود. همداراز د څیړنی په جریان کې پوهان ځیر شول چی د سکرین وخت، د ښوونځي فعاله ترانسپورت، د رخصتۍ فزیکي فعالیت، او د فزیکي فعالیت شدت د استدلال مهارتونو په ښه کیدو او یا ضعف باندی کوم تاثیر نه درلود.

د مخ پر ودې ماشومانو په ژوند کې، خواړه او فزیکي فعالیت مداخله یو ډیر ګټور فکتور دی چې د ژوند طرز او د استدلال مهارتونه په مثبته توګه اغیزمن کوي. ډاکټر ایرو هاپالا: “زموږ د مطالعې پراساس، په صحي خوړو پانګه اچونه او لوستلو ته د ماشومانو هڅول د ماشومانو ترمنځ د استدلال مهارتونو د پراختیا لپاره خوارا ګټور دي، زموږ پیداینی داسې ښکاره کوی چې په منظمو سپورتونو او فزیکی تمریناتو کې د ماشومانو ښکیلتیا د استدلال د مهارتونو ملاتړ لپاره یو مهم فکتور دی ،”

د څیړنو د منځه ټول هغه لاری او میتودونه درته راوړو چی د استدلال د مهارتونو د پرمختګ او زیاتیدو سبب ګرځی:

  • په دلیلونو پوهیدل، د بحث په موضوعاتو غور کول او د هغوی د دلیلونو د پلټولو لپاره مقالی او کتابونه لوستل.
  • د توضیحاتو ارزونه، د پیښو په هکله د توضیحاتو د دلیلونو راسپړنه او د منابعو په دقیقوالی غورکول.
  • تصمیم نیونه، په واضح ډول د مهیمو موضوعاتو پیژندنه، لکه برابری، حقوق، عدالت، ځورونه او اصول.
  • په منظمه توګه نوی والی او پدیدی، د نوی مهارتونو او کړنو زده کول.
  • منظم او دوامداره فزیکی تمرینات.
  • د عمومی او مختلیفو کتابونو لوستل.
  • تفریحی لوبی او د استدلال د مهارتونو د لوړولو ګیمونه.
  • تخلقیت، د لیکلو، رسمولو، غږولو او اوریدلو په مرسته تخلیقی کړنی کول.
  • ذهین او با فکره اوسیدل، د روځی په جریان کې د پریکړو او کړنو په هکله غور کول او د اصلاحی فکرونو درلودل.
  • سالم او غوره خواړه خوړل، هغه څه چی د نویو څیړنو پر بنسټ د استدلال د لوړنی په برخه کې د پام وړ تغیر راویستلی.

References:

  1. Healthy eating for children -(https://www.nidirect.gov.uk/articles/healthy-eating-children)
  2. Physical Activity and Cognitive Functioning of Children: A Systematic Review -(https://www.ncbi.nlm.nih.gov/pmc/articles/PMC5923842/)
  3. خلاصه امراض روانی و اجتماعی، داکتر فهیم احمدی ۱۳۹۸
  4. Reasoning skill, Twinkl

 

د دعوت نیوز رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت نیوز رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت نیوزبانکي پتهIslamic Bank AC # 00105100585219 :

د واټس آپ شمېره WhatsApp: +93 747 162 162:

Support Dawatnews Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawatnews Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
Islamic Bank AC # 00105100585219
Account for international payments: 00105100585219

WhatsApp:+93 747 162 162

 

یادونه: په دعوت نیوز کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، د نن ټکی اسیا توافق ورسره شرط نه دی.

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!
چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟