د کوچنیانو په روزنه کې د مور و پلار مسوولیت

ش پوپلزۍ

د کوچنیانو لپاره تر ټولو مهمه اړتیا د هغو ښه او سالمه روزنه ده؛ ځکه که کوچني ته له کوچنیوالي څخه ښه او سالمه روزنه ورنه کړل شي، هغه بیا د عمر تر پایه نه سمېږي. دا چې د کوچنیانو د روزنې مسؤلیت څوک لري او د دوی په روزنه کې باید کومو ټکو ته پام وشي په دې لیکنه کې یې ولولئ.

د کوچنیانو د روزنې مسؤلیت په لومړی سر کې د هغه مور او پلار لري او مور و پلار مجبور دي، چې خپل کوچني ته ښه او سالمه روزنه ورکړي؛ خو د مور او پلار تر څنګ د کورنۍ نور غړي لکه: نیا، نیکه، ترونه، ترور ګانې، خویندې او ورونه هم د یوه ماشوم په روزنه کې مهم رول لري.

لومړی خو باید مور او پلار خپل اولاد ته له ماشومتوبه ښه او بده لاره ور وښایي، هغه له اسلامي او ټولنیزو اصولو سره بلد او په یوه اسلامي چاپیریال کې لوی کړي. خپل ماشوم ته د لویانو او کشرانو حقوق ور وښایي. هغه ته دا ورزده کړي، چې پیدا کوونکي یې څوک دي او لارښوونکی یې څوک دی؟ هغه ته له ماشومتوبه هیوادنۍ مینه ور وښودل شي. موږ چې له کلونو راهیسې داسې دربدره یو، یو لوی لامل یې همدا دی، چې له خپل هیواد سره مینه نه لرو، هېڅوک داسې پر موږ کې نه شوه پیدا، چې له زړه له خپل هیواد سره مینه وکړي؛ چې د دې یو لوی لامل همدا دی، چې موږ داسې نه یو روزل شوي، چې له ماشومتوبه دې، موږ ته د هیواد پالنې احساس راکړل شوی وي. پر مور او پلار سربېره د کورنۍ نور غړي ځکه د یوه ماشوم په روزنه کې مهم رول لري، چې ماشوم داسې یو خاصیت لري، کوم شي چې ویني او اوري هغه ژر زده کوي؛ نو که د یوه ماشوم تر مخې د کورنۍ نور غړي یې سم کارونه او سمې خبرې ونه کړي، واضیح ده، چې ماشوم د کورنۍ د غړو ناسم کارونه زده کوي او هماغه کارونه په ژوند کې کوي.

پر مور او پلار سربېره ټولنه یا چاپیریال او رسنۍ هم د یوه ماشوم په روزنه کې مهم رول لري؛ که یو ماشوم په یوه فاسده ټولنه کې را لویږي، د ټولنې د وګړو فساد د ماشوم پر روزنه او روحیه مستقیمه اغېز کوي او کېدای شي دا ماشومان هم فاسد  لوی شي. همدارنګه د رسنیو ناسمې او زموږ د کلتور خلاف خپرونې هم د یوه ماشوم په روزنه ناوړه اغېزې کوي او کېدای شي له امله یې د ماشوم روزنه خرابه شي. نو که په یوه فاسده او ناسمه ټولنه کې ژوند کوئ، هڅه وکړئ، چې د ټولنې له منفي او ناوړه اغېزو څخه خپل ماشومان وژغورئ او د فاسدو خلکو ناسم او مفسده د کارون د خپلو کوچنیانو په ذهنونو کې همداسې ناسمه او کرکجنه انځور کړئ. که رسنۍ داسې څه خپروي، چې ستاسې د کوچنیانو پر روزنه یې اغېزې منفي دي، هڅه وکړئ، چې له ګمراه کوونکې خپرونو څخه خپل کوچنیان وژغورئ.

نو هر مور او پلار مکلف دی، چې خپل اولاد ته سالمه روزنه ورکړي او د دوی پر روزنه د ټولنې او رسنیو منفي اغېزو مخنیوی وکړي. خپل ماشومان زده کړې ته وهڅوي هغوی ته روحیه ورکړي. کوچنیان ونه رټل شي ونه وهل شي او شاقه کارونو ته ونه هڅول شي.

د دعوت نیوز رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت نیوز رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت نیوزبانکي پتهIslamic Bank AC # 00105100585219 :

د واټس آپ شمېره WhatsApp: +93 747 162 162:

Support Dawatnews Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawatnews Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
Islamic Bank AC # 00105100585219
Account for international payments: 00105100585219

WhatsApp:+93 747 162 162

 

یادونه: په دعوت نیوز کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، د نن ټکی اسیا توافق ورسره شرط نه دی.

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!
چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟