د اسلام له نظره په ټولنیزو چارو کې د ښځو ګډون!

ژوند په یوه تعبیر سره د نارینه وو او ښځینه وو د ګډ اوسېدو، ګډ چلن او ګډو هڅو ټولګه ده. په دغه ژوندانه کې په ټولنیزو چارو کې د ښځو د ګډون کچه او بڼه د وختونو، ځایونو او ولسونو په نسبت سره د هغوی د دیني، فکري، فرهنګي او ټولنیزو ارزښتونو، آرونو او بنسټونو له مخې سره متنوعه، متفاوته او ډول ډول ده.

د اسلام سپېڅلي دین خپلو پلویانو ته پدې هکله له افراط او تفریط څخه پاک د خپلو ارزښتونو، آرونو او اهدافو پر بنسټ یوه وسطي، معقوله، عزتمنه، مناسبه، معتدله او ګټوره کړنلاره ښوولې ده، چې د ټاکلو آدابو او اخلاقیاتو په پام کې نیولو سره به ښځې له نارینه وو سره عبادت، دعوت، جهاد، علم، خدمت، کار، تجارت… او ټول ژوند په ګډه پر مخ بیایي.

د اسلام دغه معقوله وسطي کړنلاره د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- او صحابه کرامو پر وخت په بشپړه توګه پرته له زیاتي او کمي پلې شوه چې بیا پکې تر دې دمه په کرار کرار زیاتی کمی، افراط او تفریط ګډ شوی دی.

الله پاک په قرآن کریم کې د مسلمانانو تر منځ په راکړه ورکړه او عامې سودا ګرۍ کې د عدل، انصاف او حق د تثبیت، تضمین او خوندیتوب په موخه شاهدان نیول او د معاملاتو په پیل او پای کې شهادت تر سره کول لازمي کړي دي او په ډاګه او څرګنده یې ویلي دي چې شاهدان کېدای شي یوازې نارینه وي او کېدای شي چې نارینه او ښځينه ګډ وي.

د قرآن کریم له لاندې آیت څخه چې د مداینې (پور) آیت په نامه یادېږي او په قرآن کریم کې تر ټولو اوږد آیت دی کولای شو د بېلګې په توګه د ژوندانه په ټولنیزو چارو کې د ښځو د ګډون د کچې او بڼې درک ولګولای شو.

نو یو نارینه او دوه ښخینه دې شاهدان شي!

الله پاک په البقرې سورت کې په دې اړه فرمايي:

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا تَدَايَنْتُمْ بِدَيْنٍ إِلَى أَجَلٍ مُسَمًّى فَاكْتُبُوهُ وَلْيَكْتُبْ بَيْنَكُمْ كَاتِبٌ بِالْعَدْلِ وَلَا يَأْبَ كَاتِبٌ أَنْ يَكْتُبَ كَمَا عَلَّمَهُ اللَّهُ فَلْيَكْتُبْ وَلْيُمْلِلِ الَّذِي عَلَيْهِ الْحَقُّ وَلْيَتَّقِ اللَّهَ رَبَّهُ وَلَا يَبْخَسْ مِنْهُ شَيْئًا فَإِنْ كَانَ الَّذِي عَلَيْهِ الْحَقُّ سَفِيهًا أَوْ ضَعِيفًا أَوْ لَا يَسْتَطِيعُ أَنْ يُمِلَّ هُوَ فَلْيُمْلِلْ وَلِيُّهُ بِالْعَدْلِ وَاسْتَشْهِدُوا شَهِيدَيْنِ مِنْ رِجَالِكُمْ فَإِنْ لَمْ يَكُونَا رَجُلَيْنِ فَرَجُلٌ وَامْرَأَتَانِ مِمَّنْ تَرْضَوْنَ مِنَ الشُّهَدَاءِ أَنْ تَضِلَّ إِحْدَاهُمَا فَتُذَكِّرَ إِحْدَاهُمَا الْأُخْرَى وَلَا يَأْبَ الشُّهَدَاءُ إِذَا مَا دُعُوا وَلَا تَسْأَمُوا أَنْ تَكْتُبُوهُ صَغِيرًا أَوْ كَبِيرًا إِلَى أَجَلِهِ ذَلِكُمْ أَقْسَطُ عِنْدَ اللَّهِ وَأَقْوَمُ لِلشَّهَادَةِ وَأَدْنَى أَلَّا تَرْتَابُوا إِلَّا أَنْ تَكُونَ تِجَارَةً حَاضِرَةً تُدِيرُونَهَا بَيْنَكُمْ فَلَيْسَ عَلَيْكُمْ جُنَاحٌ أَلَّا تَكْتُبُوهَا وَأَشْهِدُوا إِذَا تَبَايَعْتُمْ وَلَا يُضَارَّ كَاتِبٌ وَلَا شَهِيدٌ وَإِنْ تَفْعَلُوا فَإِنَّهُ فُسُوقٌ بِكُمْ وَاتَّقُوا اللَّهَ وَيُعَلِّمُكُمُ اللَّهُ وَاللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ (282) البقرة.

د آیت ژباړه:

(ای مؤمنانو! کله چې تر څه ټاکلي وخته د پور معامله کوئ نو ویې لیکئ، کوم لیکونکی دې ستا سو تر منځ دغه معامله په پوره عدل او انصاف ثبت کړي، لیکوال دې له لیکلو څخه انکار نه کوي، لکه څرنګه چې الله پاک لیک ورښوولی لیکل دې وکړي، لیکوال ته به د معاملې بیان پور اخستونکی کوي پر چاچې حق دی، خو له خپل پالونکي الله دې ووېرېږي او د پور په اندازه کې دې کمی نه کوي، خو که پوروړی ناپوه او ساده ؤ، یا کمزوری ؤ، او یا یې نه شو کولی چې دی په خپله بیان وکړي نو د ده ولي او سرپرست دې په انصاف سره لیکوال ته بیان وکړي. او تاسو پر دې معامله باندې دوه تنه شاهدان له نارینه و څخه غوره کړئ، که شاهدان دوه تنه نارینه نه شول نو یو تن نارینه او دوه تنه ښځې دې شي. هغسې شاهدان چې تاسو پرې راضي اوسئ. نو که له یوې ښځې څخه خبره هېره شي، نو هغه بله به یې ور په زړه کړي. شاهدان به له شهادت څخه انکار نه کوي کله چې د شهادت له پاره وغوښتل شي. له دې به نه ستړي کېږئ چې معامله که وړه وه او که غټه وه له خپلې نېټې سره ولیکئ، دا کار مو د الله په وړاندې تر ټولو ښه منصفانه دی او په شهادت اداکولو کې ښه مضبوط دی او ډېر نږدي دی چې تاسو به په شک او شبهه کې نه لوېږئ. خو که لاس په لاس سودا وه چې خپل منځ کې مو اړوله را اړوله، نو پر تاسو څه ګناه نه شته چې ویې نه لیکئ. چې سودا (پېر او پلور) کوئ نو شاهدان نیسئ، شاهد او لیکونکی به نه ځورول کېږي، او که داسې مو وکړل نو دا فسق او ګناه ده. له الله ووېرېږئ، الله پاک تاسو ته زده کړه در کوي او الله پاک پر هر څه عالم دی.)

له نارینه وو سره ګډ د ښځینه وو شهادت:

امام نسفي -رحمه الله- د پورته آیت په تفسیر کې په خپل کتاب (مدارک التنزیل) کې لیکي: د ښځینه وو شهادت له نارینه وو سره ګډ له قصاص او حدودو پرته په نورو مسایلو کې د قبول وړ دی. د نسفي صاحب د خبرې مفاد دا دی چې په قصاص او حدودو کې به شاهدان یوازې نارینه وي، ښځې پکې له نارینه وسره نه شي ګډېدای. خو په نورو مسائلو کې ښځې له نارینه وو سره یو ځای شاهدانې جوړېدای او شهادت ورکولی شي.

یو نارینه او دوه تنه ښځې د شهادت له پاره کافي دي:

علامه الوسي -رحمه الله- د روح المعاني مؤلف د پورتني آیت په تفسیر کې لیکي: که شاهدان نارینه نه ول – یعنې نارینه خو موجود ول خو معاملې والا نه غوښتل چې دواړه شاهدان نارینه غوره کړي- نو بیا دې شاهدان یو تن نارینه وي او دوه تنه ښځې. او زیاتوي: زمونږ – یعنې احنافو- په وړاندې له قصاص او حدودو پرته یو نارینه او دوه تنه ښځې د شهادت له پاره کافي دي.

د جمهورو فقهاوو نظر :

د جمهورو فقهاوو نظر همدا دی چې پرته له یو شمېر استثناء اتو څخه په حدودو او قصاص کې ښځې شهادت نه شي ورکولی. خو له جمهورو علماوو پرته ځنې فقهاء په مطلقه توګه د ښځو شهادت د حدودو او قصاص په شمول هر څه کې معتبر ګڼي. که څه هم داسې حالات شته چې ټول علماء په اتفاق سره پکې د ښځو شهادت پرته له نارینه وو څخه معتبر ګڼي؛ لکه: د رضاع، ولادت او دېته ورته مسایل.

د ښځو په ګډون سره د عدل او انصاف تحقق:

ښاغلی انور باز د التفسیر التربوي مؤلف لیکي: له کومه ځایه چې عدالت او حق حقدار ته سپارل فرض دي نو شهادت چې د عدالت او حق تضمینوونکی دی هم فرض دی او څوک ترې انکار نشي کولی، ځکه خو الله پاک مسلمانان له دې څخه منع کړي چې د مسلمانانو په معاملاتو کې له شاهد جوړېدو او شهادت ادا کولو څخه انکار وکړي، آن که دغه عدل او حق ثابتېدل د ښځو په ګډون او شهادت سره هم وي دا کار دې وشي او څوک دې ترې انکار نه کوي، نو که مسلمانانو په کومه معامله کې نارینه یا نارینه او ښځينه د شهادت او ګواهۍ له پاره وغوښتل نو پرته له کوم ډول احسان بارولو څخه به شهادت ته حاضریږي او انکار به نه کوي.

په جاهلیت کې به ښځو د ژوند په عامو چارو کې شرکت نه کاوه:

علامه ابن عاشور صاحب په خپل تفسیر (التحریر والتنویر) کې لیکي: د (فإن لم یکونا رجلین) پر ځای (فإن لم یکن رجلان) ندي ویل شوي د دې له پاره چې څوک دا فکر ونه کړي چې له یوه نارینه سره د دوو ښځو شهادت هلته صحیح دی چې نارینه نه وي، ځکه دا د جمهورو علماوو د نظر خلاف دی، ځکه د شارع هدف په معاملاتو کې توسعه او آساني ده.

ابن عاشور صاحب زیاتوي: او پدې کې یو بل هدف هم پروت دی چې مسلمانان په دې عادت شي چې ښځې د ژوند په ټولنیزو چارو کې شریکې کړي، ځکه په جاهلیت کې به ښځو د ژوند په عامو چارو کې شرکت نه کاوه.

پایله:

د مداینې له آیت او د هغه په تفسیر کې له پورته څرګندونو څخه په ډاکه څرګندیږي چې په اسلام کې ښځې کولی شي د شرعي ځانګړو آدابو په رعایت سره ابتداءً په خپل ابتکار یو لړ ټولنیزې چارې خپله هم سرته ورسوي او د نورو مسلمانانو -نارینه وو او ښځینه وو- ټولنیزې چارې ورسره د شاهد جوړېدو او شهادت ورکولو په موخه په خپل مباشر حضور سره بشپړې کړي.

سر چینې:

۱- قرآن کریم

۲- تفسیر النسفي للإمام النسفي

۳- تفسیر روح المعاني للإمام ألوسي

۴- تفسیر ابن عاشور للإمام ابن عاشور

۵- التفسیر التربوي لأنور باز

 

د دعوت نیوز رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت نیوز رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت نیوزبانکي پتهIslamic Bank AC # 00105100585219 :

د واټس آپ شمېره WhatsApp: +93 747 162 162:

Support Dawatnews Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawatnews Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
Islamic Bank AC # 00105100585219
Account for international payments: 00105100585219
WhatsApp:+93 747 162 162

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!
چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟