لیکوال : د هند پخوانی ولسمشر(جمهور رئیس) ډاکټر ذاکر حسین
ژباړونکی: ډاکټر لطیف یاد
د همالیي غر ټولو ته آشنا غر دی. په نړ ۍ کې تر دې غره بل لوړ او اوچت غر نشته. دغه غر ډیر اوږد او دومره لوړ دی چې ډیر لږ شمیر خلکو به د دغه غره لوړې څوکې ته ځانونه رسولي وي. د دغه غره په لمنه کې ډیر کلي او بانډې شته چې یو یې الموړا نومیږي.
په الموړا کې یو سپین ږیری سړی اوسیده چې ابوخان نومیده او د وزو (بزو) د روزلو په کاراوبار اخته و. هغه یوازې څو وزې درلودلې. د ورځې له خوا به یې خپلې وزې څرولې او په هغو وزو یې عجیب شانته نومونه ایښودلي وو. کله به یې یوه وزه د (تور) په نامه یادوله او بلې باندې یې د (جمعه) نوم ایښودلی و او بلې باندې یې د (چیني ) او بر بلې باندې یې د (واکمن ) نومونه ایښودلي وو. خدای پوهیږي چې د وزو سره یې څومره خبرې اترې کولې . ماښام به یې دغه وزې کور ته راوستلې او په غوجله کې به یې تړلې. الموړا یوه غرنۍ سیمه ده نو ځکه د ابوخان وزې هم د غرنیو وزو له نسله وې .
ابوخان یو غریب او بد مرغه سړی و. ټولو وزو به یې د شپې له خوا خپلې پړي او رسۍ شلول او تښتنیدلې به. ځکه غرنۍ وزې په غوجله کې د تړلو له کبله زړه تنګې کیدلې او غره ته به تښتیدلې. هلته په غره کې یو لیوه اوسیده او دغه وزې به یې خوړلې، خو عجیبه خبره لا دا وه چې دې وزو سره د ابوخان مینه او دوی ته ښه واښه او ښه خوراک او کنجاړې ورکولو هم د وزو د تښتیدلو مخه نه شوه نیولای ، ځکه چې دغه وزې په آزاد ژوند مینې وې او په خيلو غاړو کې یې د ابوخان رسۍ او پړي نه خوښیدل . کله به چې د ابوخان نه کومه یوه وزه وتښتیدله نو لاس تر زنې لاندې به کیناست او په چرتونو کې به ډوب شواو د ځانه سره به یې ویل:(( سره له دې چې دغو وزو ته ښه شنه او تازه واښه ورکوم او د نورو په پټیو کې یې آزادې خوشې کومه او د شپې له خوا دوی ته کنجاړه ورکوم ، خوسره له دې هم زما سره نه پاتې کیږي او غره ته تښتي او په لیوانو باندې د خپلو وینو د څښلو لوریینه کوي .))
کله چې ا بوخان ولیدل چې وزې یې له ده نه په تیښته کې دي نو ډیر ناهیلی ( ناامیده ) شواو له ځانه سره یې وویل: (( چې نور به هیڅکله هم وزې ونه ساتم، ځکه د ژوندانه څو ورځې مې پاتې دي چې د وزونه پرته به هم تیرې شي .)) خو یوازیتوب بد شی دی. ابوخان څو میاشتې پرته له وزو ژوند وکړ، خو زړه یې طاقت ونکړاو یوه ورځ یې په یوه ځای کې بله وزه واخیستله او له ځان سره یې کورته راوستله . دا وزه لا وړه وه او یونیم کلنه وه . ابوخان له ځانه سره فکر وکړ که دا وړه وزه له وړکتوبه وروزم او ښه واښه او کنجاړه ورته ورکړم نو ښایی زما د نورو وزو په څیر به غره ته ونه تښتي .))
دا کوچنۍ وزه ډیره ښایسته وه. سپین رنګ یې درلود او ښایسته تور ښکرونه یې له ورایه ځلیدل ته به وایې چې چا ورته په غوړیو غوړ کړي وو. سترګو یې سور رنګ درلود. که چا هغه وزه لیدلې وای نو ضروربه یې ویل چې کاشکې دا وزه زما وای .
دا وزه نه یوازې ښایسته وه بلکې طبیعتا هم ښه وزه وه او د ډیرې مینې په وجه به یې د ابوخان لاسونه څټل او یوماشوم هم کولای شول چې د هغې شیدي ( پۍ ) ولوشي. دغه وزې نه لغتې وهلې او نه یې هم د شیدو( پیو) لوښی چپه کاوه. ابوخان پر خپلې دې ورکوټې وزې مین شوی و او پر دې وزې باندې یې د ( سپوږمۍ) نوم ایښودلی و. ابوخا ن د خپلې وزې (سپوږمۍ ) سره د سهار نه تر ماښامه پورې خبرې کولې او کله به یې هم ورته په غوږ کې د خپل خدا ی بخښلي ماما او خپل خدای بخښلي کاکا د تیرو وختونو کیسې کولې .
ابوخان داسې فکر کاوه چې دا وزه د ده په کوچني کور کې زړه تنګې کیږي نو د خپلې دې نوې وزې لپاره یې یو بل نوی بندوبست وکړ او یو نوی پلان یې ورته جوړ کړ. ابوخان د خپل کور نه بهر یو کوچنی پټي درلود او د خپل پټي نه یې چارچاپیره اغزي او زوزان راتاو کړي وو چې څوک په آسانۍ سره د ده دغه پټي ته ور نه شي . ابوخان به ( سپوږمۍ ) د خپل دغه پټي په منځ کې په موږي پورې تړله او اوږد پړی او رسۍ یې ورته په غاړه کې اچولې وه څو سپوږمۍ وشي کولای په آسانۍ سره اخوا دیخوا په پټي کې وګرځي. په دې توګه سپو ږمۍ د ابوخان سره تر ډیره وخته پورې پاتې شوه او ابوخان هم په دې خبرې ډاډمن شو چې سپوږمۍ له هغه سره آمو خته او بلده شوې ده او هیڅکله به هم ترې نه ونه تښتي ، خو ابوخان غولیدلی و ځکه د آزادۍ مینه هیڅکله هم د زړونو نه نه وځي . په تیره بیا ځناور چې په غرونو او ځنګلونو کې آزاد ژوند کوي د کور په څلورو دیوالونو کې زړه تنګې کیږي او بیا په هغه پټي کې چې اغزي ترې چارچاپیره راتاو شوي وي نو ځکه اسارت اسارت دی. کیدای شی چې یو څوک د غرنۍ وزې فکر څو ورځې بدل کړای شي ، خو بیا یې هم ځنګل او غر په فکر کې ګرځي راګرځي او په دې فکر کې وي چې یوه ورځ به دا رسۍ شلوي . د ابوخان دغه فکر چې سپوږمۍ به دغره او ځنګل سوچونه له سره ایستلي وي بې ځایه او غلطه خبره وه .
یوه ورځ سهار وختي کله چې د لمر وړانکې د غره شاته وي نو سپوږمۍ د غره خواته وکتل او په داسې حال کې چې واښه یې په خوله کې وو او شخوند یې ورباندې واهه لږه په سوچ کې شوه او له ځانه سره یې وویل : د هغه غره څوکې څومره ښکلې دي د هغه ځای هوا او د دې ځای هوا ته وګوره .هلته ټوپونه او مستۍ دي او دلته شپه او ورځ راته په غاړه کې پړی پروت وي ، نودا ځای د خرو او کچرو (قاطرو ) و لپاره مناسب دی نه زما په څیر غرنیو وزو لپاره .
کله چې سپوږمۍ په دغه فکر کې ډوبه شوه نو بیا سپوږمۍ هغه پخوانۍ سپوږمۍ نه وه .نور نو نه د ابوخان وښو او کنجاړې خوند ورکاوه، نه هم اوبو او نه هم د ابوخان اوږدې کیسې نورې ورته خوندورې وې . سپوږمۍ د هرې ورځې په تیریدو سره کمزورۍ کیدله او شیدې ( پۍ ) يې هم مخ په کمیدو شوې . سپوږمۍ به هره شیبه غره ته کتل او خپله رسۍ به یې د خپلې غاړې نه کشوله او د درده په ډک غږ به یې د بع بع آواز اوچتاوه .
ابوخان په دې پوهیدلی و چې تر کاسې لاندې نیمه کاسه ده او ضرور څه خبره شته ، خو په دې نه پو هیده چې څه خبره ده ؟
یوه ورځ ګهیځ وختي چې ابوخان د سپوږمۍ شیدې لوشلې، نو هغې ځان ورته ټيټ کړ او ابوخان ته یې وویل : ابوخانه ! که زه نوره ستا سره دلته پاتې شمه نو ناروغه به شمه! پرې مې ږده چې غره ته لاړه شمه !
ابوخان چې د وزو په ژبه پوهیده وریږدید او چیغه یې کړه چې ای لویه خدایه! سپوږمۍ هم غواړي چې زما نه لاړه شی او د ډیره غمه یې هغه د شیدو خاورین لوښی چې شیدې (پۍ) یې پکې لوشلې وې له لاسه پر ځمکه ولوید او میده میده او ټوکر ټوکر شو. په دې وخت کې ابوخان پر هغه وښو باندې کیناست چې سپوږمۍ ته نږدې پراته وو او په ډیر غمجن غږ یې سپوږمۍ ته وویل: سپوږمۍ لورې ته هم غواړې له مانه لاړه شي او ما یوازې پریږدې؟
سپوږمۍ ځواب ورکړ: هو ابوخانه غواړم له دې ځایه لاړه شمه .
ابوخان سپوږمۍ ته وویل : آیا تا ته اوبه او واښه نه دررسیږي او ښه خواړه درته نه دررسیږي؟ زه همدا نن تا ته ښه واښه راوړمه !
سپوږمۍ ابوخان ته وویل : چې نه زه د دې کبله کوم شکایت نلرمه .
ابوخان ورته وویل : آیا رسۍ دې لنډه ده ؟ که غواړې نو زه به درته رسۍ اوږده کړمه !
سپوږمۍ ورته وویل : نو د دې ګټه به څه وي که رسۍ مې اوږده وي او یا لنډه .
ابوخان ورته وویل : نو څه غواړې ؟
سپوږمۍ ورته وویل : هیڅ هم درنه نه غواړمه خو پرې مې ږده چې غره ته لاړه شمه !
ابوخا ن ورته وویل : کمبختې وزې ته پوهیږې چې په غره کې یو لیوه ژوند کوي او کله چې لیوه تا ته ته نږدي شی نو بیا به څه وکړې؟
سپوږمۍ ورته په ځواب کې وویل : خدای پاک راته دوه ښکرونه راکړي دي . په دغو دووښکرونو به لیوه په خیټه کې ووهم.
ابوخان ورته وویل : هو هو حتما همداسې وکړه ، ښکرونه به درسره مرسته وکړي، خو هغه لیوه ډیرې وزې وژلي دي چې هغو ستا نه اوږده او غټ ښکرونه درلودل.
ابوخان سپوږمۍ ته وویل : ته ( تور) نه پیژنې .هغه تیر کال همدلته و ه، وزه نه وه د هوسۍ په شانتې وه ، توره هوسۍ ! ټوله شپه یې په خپلو ښکرونو د لیوه سره جګړه وکړه، خو سهار وختي لیوه پرې بریالی شو او هغه یې وخوړله .
سپوږمۍ وویل : اوف (تور) څومره بدمرغه وزه وه ؟ خو ابوخانه ته ما پریږده چې غره ته لاړه شمه .
ابوخان خواشینی شو او ویې ویل چې د ا هم ما یوازې پریږدي هغه چې پر ما ګرانه ده او دا به هم د لیوه خیټې ته ورشي ، خو زه یې باید وژغورمه .
ابوخان سپو ږمۍ ته وویل :ای بد مرغې او احسان هیروونکې وزې !
زه به ستا ساتنه وکړم. اوس زه ستا په خبره او مطلب پوه شوم او په کوټه کې به دې کلکه او ټینګه وتړمه چې رانه ونه تښتې !
ابوخان سپو ږمۍ په یوې کوټه کې واچوله او د روازه یې ورپسې زنځیر کړه او د دې کبله چې ابوخان ډیر سخت خواشینی و نو کړکۍ ترینه هیره شوه چې ویې تړي. کله چې ابوخان د سپوږمۍ پسې د کوټې دروازه وتړله نوسپوږمۍ د کړکۍ له لارې نه ټوپ کړ او دغره خواته وتښتیدله .
کله چې سپوږمۍ دغره خواته لاړه نو ډیره خوشاله وه . د غره ونې یې لا دم خه له لیرې نه لیدلې وې، خو نن ورځ ټولو شیانو ورته نوی رنګ درلود . سپوږمۍ داسې فکر کاوه چې نن د غره ونې ورته هر کلی وایې او وحشي ګلان ورته مسیږي اود غره او ځنګله اوږده واښه دا په خپله غیږ کې نیسي اوغر ورته د خوشالۍ نه خاندي ځکه چې ورکه شوې لور یې ورته بیرته ورستنه شوې ده .
سپوږمۍ ولیدل چې دا ځای څومره آزاد ځای دی نه هم دلته کوم موږی شته او نه هم کومه رسۍ او دلته رنګارنګ واښه د خوراک لپاره ورته شته . سپوږمۍ به کله هغې خواته او کله به هم دیخواته ټوپونه اچول او کله به هم دغره څوکو ته وختله اود یوې سپوږمۍ په رسیدو سره غره او ځنګل نوې ښکلا پیدا کړې وه ته به وایې چې هلته د ابوخان لس او یا دولس وزې تښتیدلي او تللي دي .
یو ځل چې سپوږمۍ په غره کې واښه خوړل نو په دې وخت کې یې خپل سر راپورته کړ .له لیرې نه یې د ابوخان پرکور او هغه په پټي سترګې ولګیدلې چې چارچاپیره اغزي ترې راتاو شوي وواو په خپل زړه کې یې ډیر وخندل او له ځانه سره یې وویل :
اوه خدایه چې د ابوخان کور ما ته څومره کوچنی او ورکوټی و. اوه خدایه ما څنګه وکولای شول چې دومره اوږده موده هلته پاتې شمه . سپوږمۍ ته د هغه غره د لوړې څوکې نه ښکتنۍ دنیا ډیره وړه ښکاریدله . هغه ورځ سپو ږمۍ ته عجیبه غوندې ورځ وه . تر ما سپښینه پورې یې په غره کې دومره ټوپونه ووهل چې ښایې په خپل ټول ژوند کې به يې هم دومره ټوپونه نه وو وهلي .
هلته لیرې د غرنیو وزو یوه ډله ورته ښکاره شوه اوغرنیو وزو هم په دیرې خوشالۍ سره سپوږمۍ ته بلنه ورکړه چې هغوی ته ورشي او د دې دحال پوښتنه یې ځینې وکړه.غرنیو وزو د سپوږمۍ تود هرکلی وکړاو د دغو وزو په مینځ کې یوه تور رنګه وزه وه چې سپین رنګه لیکې او کرښې یې په خپل پو ستکي باندې درلودلې . دې وزې د سپوږمۍ پاملرنه ځانته واړوله او په هماغه ورځ سپوږمۍ تر ډیره وخته پورې د تور رنګه غرنۍ وزې سره اخوا دیخوا په غره کې ګرځیدله راګرځیدله او یو بل ته یې د زړه حالونه ویل او هلته د اوبو د چینې نه پرته بل څوک نه وو چې سپوږمۍ او دا بله توره وزه وګوري .
خدای پو هیږي چې دغرنیو وزو هغه ډله څه شوه ، خو سپوږمۍ دومره پر آزادۍ مینه وه او نه یې غوښتل چې د هغو نورو وزوسره پاتې شي او د وزو د دغې ډلې قانون او قیودات پر ځان ومني. سپو ږمۍ اوس یوازې وه. ماښام و او هوا ډیر سړه وه . سخت شمال چلیده او د هغو شپونکیو د پسونو او وزو د زنګونواو ګونګروګانو آوازونه اوریدل کیدل چې د خپلو پسونو او وزو په غاړو کې یې پراته وو او شپونکیانو دوی خپلو پنډ غالو ته بیول . په کراره کراره تیاره خوریدله او په غره کې د ( هو هو ) غږونه پورته کیدل.
د دې غږپه اوریدو سره سپوږمۍ د لیوه په فکر کې ولویده . د غره نه ښکته د شپیلکو آوازونه اوریدل کیدل او دا د ابوخان شپیلکې او غږونه وو وو چې غو ښتل یې سپوږمۍ دیته اړه کړي چې بیرته خپل کورته ور ستنه شي او ابوخان ورته چغې وهلې چې سپوږمۍ راشه او راستنه شه !
سپوږمۍ غوښتل چې د ابوخان کورته ستنه شي خو یو ځل د ابوخان موږی او رسۍ او د هغه پټی ورپه یاد شول چې ترې اغزي راتاو شوي وو.
بیا یې له ځانه سره وویل: تر هغه ځایه دلته سل ځلې مرګ راته ښه دي .
په پای کې د شپیلکیو آوازونه غلي شول. په دې وخت کې یوازې د یوه ځناور د پښو څښاری اوریدل کیده. سپوږمۍ د لیرې نه د لیوه دوه غوږونه ولیدل چې د دې خواته یې بوڅ کړي وو او سترګې یې په تیاره کې د بریښنا په څیر ځلیدلې . لیوه په دوو پښو ناست وواو پوهیده او په دې خبره ډادمن و چې وزه ورنه نه شي تښتیدلی .
کله چې سپوږمۍ د لیوه خواته وکتل نولیوه په مسکا سره ورته وویل : واه واه ! د ابوخان وزه ده. ښه واښه، اوبه او کنجاړه یې ورکړې ده او ښه یې غټه کړې ده . لیوه دا خبرې وکړې او خپله سره ژبه یې راوایستله .
سپوږمۍ ته په دغه وخت کې د ابوخان د وزې ( تور) کیسه ورپه یاده شوه چې ابوخان ورته کړې وه او له ځانه سره یې وویل : زه ولې ټوله شپه د دې لیوه سره وجنګیږم ښه به دا وي چې همدا اوس ورته ځان تسلیم کړم. سپوږمۍ تر لږې شیبې سوچ وروسته له ځانه سره وویل : نه داسې به هیڅکله هم ونکړم .
سپوږمۍ لږ خپل سر ښکته کړ او د جګړې لپاره یې خپل ښکرونه چمتو کړل او د لیوه خواته ورنږدې شوه او له ځانه سره يې وویل :
په جهان د ننګیالو دي دا دوه کاره
یابه وخوري ککرۍ یا به کامران شي
سپوږمۍ په دې خبره پو هیدله چې وزې هیڅکله هم نه شي کولای چې لیوان له مینځه یوسي خو بری د خدای په لاس کې دی او مقابله شرط ده .
سپوږمۍ له ځانه سره وویل : ایا کولای شمه چئ د (تور ) په څیر ترسهاره پورې جګړه وکړم ؟
تر څو شیبو وروسته لیوه ورنږدې شو او سپوږمۍ هم ورته خپل ښکرونه ور اړم کړل او په پرله پسې توګه یې پر لیوه باندې بریدونه وکړل او په لسګونو ځلې یې لیوه پر شاتګ ته مجبور کړ. سپوږمۍ ټوله شپه د لیوه سره جګړه وکړه او سپوږمۍ به د آسمان خواته کتل او ستوروته به یې ویل چې کاشکې سبا شي .
سهار نږدې شو او ستوري هم یو په بل پسې ورک شول. سپوږمۍ د خپل توان په وروستیو وختونو کې خپل ځواک او طاقت دوه چنده کړ. د لیوه زړه هم تنګ شو. په دې وخت کې د لیرې نه روښنایي ښکاره شوه . چرګانو هم آذانونه پیل کړل او د کلي د جومات نه هم د آذان غږ اوچت شو .
سپوږمۍ له ځانه سره وویل : خدایه ! تالره شکرونه څومره مې چې په وس او توان کې و د لیوه سره مې مقابله وکړه نور نو واک او اختیار ستا په لاس کې دی . موذن چې د الله اکبر وروستني غږ وکړ نو سپوږمۍ نور خپل توان له لاسه ورکړی و او پر ځمکه لویدلې وه او سپین ویښتان یې په وینو سره شوي وو ځکه لیوه هغه څیرلې او وژلې وه .
هلته پاس د ونې پر څانګو مرغۍ ناستې وې او د دې حالت ننداره یې کوله او یوبل ته یې ویل چې په دې جګړه کې څوک بریالی شو ؟
ټولو مرغیو ویل چې لیوه بریالی شو، خو هلته یوې زړې مرغۍ پر دې خبرې ټینګار کاوه چې نه دا سمه خبره نه ده سپوږمۍ بریالۍ شوه .