لیکوال: مولوي رحمن ګل “مصباح”
الحمد لله الذی أفاض علینا شأبیب العلم، والصلوٰة والسلام علىٰ مصباح العلم، وآله وأصحابه الذین بذلوا جهدهم فی العلم امابعد: فأعوذ بالله من الشیطن الرجیم؛ بسم الله الرحمن الرحیم.
قال الله تبارك وتعالی في القرآن المجید والفرقان الحمید: يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ.(سورة النساء ايت ۵۹).
عَنِ ابْنِ عُمَرَ عَنِ النَّبِىِّ – صلى الله عليه وسلم – قَالَ «خَالِفُوا الْمُشْرِكِينَ، وَفِّرُوا اللِّحَى، وَأَحْفُوا الشَّوَارِبَ».(صحيح البخاري، ج ۷ ص ۱۶۰)
مسلمان به دشریعت په هرحکم باندې عمل کوي
زما خوږو، قدرمنو اوعزتمندو مسلمانانو وروڼو! په هر مسلمان دا لازم ده، چې دشریعت په هر حکم باندې به عمل کوي، که هغه دقرآن کریم احکام دي، او که رسول اللهﷺ خپل امت ته کوم احکام بیان کړي دي، دا ټول به انسان ښه په کلکه عملي کوي؛ ځکه چې الله تعالی په قرآن عظیم الشان د النساء سورت په (۵۹) نمبر آیت کې فرمائلې دي: {يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ} ژباړه: ای هغو کسانو! چې تاسو ایمان راوړی، تاسې اطاعت دالله تعالی او درسول اللهﷺ وکړئ.
همدارنګه الله تعالی د الحشر سورت په (۷) نمبر ایت کې فرمائلې دي: {وَما آتاكُمُ الرَّسُولُ فَخُذُوهُ وَما نَهاكُمْ عَنْهُ فَانْتَهُوا} ژباړه: رسول اللهﷺ چې تاسو ته څه درکوي هغه واخلئ، او له څه نه مو چې منع کوي له هغه نه منع شئ.
نو بناء په هر مسلمان باندې دشریعت په احکامو عمل کول لازم او واجب دی؛ یو حکم له احکامو دشریعت څخه د ږیرې غټول او دبریتونو کمول دي، چې مسلمان به خپله ږیره غټه پریږدي او له یو موټي نه به یې نه کموي او نه به یې خریې.
ځکه چې ږیره پریښودل واجب دي، خریل او له یوه موټي نه یې کمول په اتفاق د ټولو علماؤ سره ګنا کبیره، حرام او ناجائز دي.
دږیرې د وجوب باره کې احادیث
۱- دبخاري شریف حدیث دی: عَنِ ابْنِ عُمَرَ عَنِ النَّبِىِّ – صلى الله عليه وسلم – قَالَ «خَالِفُوا الْمُشْرِكِينَ، وَفِّرُوا اللِّحَى، وَأَحْفُوا الشَّوَارِبَ». (صحيح البخاري، ج ۷ ص ۱۶۰)
ژباړه: له ابن عمر رضی الله تعالی عنه څخه روایت شوی ده چې رسول اللهﷺ وفرمایل: چې تاسو مخالفت وکړئ دمشرکینو، ږیرې اوږدي کړي او بریتونه کټ کړي.
۲- په بل روایت کې دي: عَنِ ابْنِ عُمَرَ – رضى الله عنهما – قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ – صلى الله عليه وسلم – «انْهَكُوا الشَّوَارِبَ، وَأَعْفُوا اللِّحَى».
(صحيح البخاري، ج ۷ ص ۱۶۰)
ژباړه: له ابن عمر رضی الله تعالی عنه څخه روایت شوی ده چې رسول اللهﷺ وفرمایل: تاسو دبریتونو په کټ کولو کې مبالغه وکړئ(یعنې ښه کم کړئ) او ږیرې اوږدې کړي.
۳- دمسلم شریف حدیث دى: عَنِ ابْنِ عُمَرَ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «خَالِفُوا الْمُشْرِكِينَ أَحْفُوا الشَّوَارِبَ، وَأَوْفُوا اللِّحَى»
(صحيح مسلم، ج ۱ ص ۲۲۲)
ژباړه: له ابن عمر رضی الله تعالی عنه څخه روایت شوی ده چې رسول اللهﷺ وفرمایل:
تاسو دمشرکینو مخالفت وکړئ بریتونه کم کړئ او ږیرې پوره پریږدي.
۴- دمسلم شریف په یو بل روایت کې داسې الفاظ نقل دي: عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «جُزُّوا الشَّوَارِبَ، وَأَرْخُوا اللِّحَى خَالِفُوا الْمَجُوسَ»
(صحيح مسلم، ج ۱ ص ۲۲۲)
ژباړه: تاسو بریتونه کم کړئ، ږیرې غټې کړئ او دمجوسو مخالفت وکړئ.
دږیرې باره کې چې څومره الفاظ راغلي دي، ټول دامر صیغي دي، او امر حقیقتاً د وجوب لپاره راځې، اوبل دلته داسې کومه قرینه نشته، چې هغه په دي دلالت وکړي، چې امر د وجوب لپاره نده.
ږیره پریښودل فطری شئ ده، او زمونږ له دین څخه ده
ږیره پریښودل فطري شئ دی، (طبیعت سلیمه داخوښه وي) او دټولو پیغمبرانو متّفقه طریقه ده، یعنې په ټولو شریعتونو کې دږیري دپريښودلو حکم راغلی ده، یو پیغمبر هم چیرته ږیره نه ده خریلي، او نه یې دقبضي نه کمه کړي، او بل رسول اللهﷺ ویلې دي: چې ږیره پریښودل زمونږ له دین څخه ده.
مسلم شریف کې حدیث دی: عَنْ عَائِشَةَ، قَالَتْ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:«عَشْرٌ مِنَ الْفِطْرَةِ: قَصُّ الشَّارِبِ، وَإِعْفَاءُ اللِّحْيَةِ، وَالسِّوَاكُ، وَاسْتِنْشَاقُ الْمَاءِ، وَقَصُّ الْأَظْفَارِ، وَغَسْلُ الْبَرَاجِمِ، وَنَتْفُ الْإِبِطِ، وَحَلْقُ الْعَانَةِ، وَانْتِقَاصُ الْمَاءِ) قَالَ الزكريا: قال مصعب: وَنَسِيتُ الْعَاشِرَ إِلَّا أَنْ تَكُونَ الْمَضْمَضَةُ».
(صحيح مسلم، ج ۱ ص ۲۲۳)
ژباړه: له حضرت عائشه رضی الله تعالی عنها څخه روایت دی چې رسول اللهﷺ وفرمایل: لس شیان له فطرت څخه دي:
۱- بریتونه کمول.
۲- ږیره غټول.
۳- مسواک وهل.
۴- په پوزه اوبه تیرول.
۵- نوکان پریکول.
۶- هغه ځایونه مینځل په کوم کې چې خیری جمعه کیږي، لکه دلاسونو دګوتو بندونه مینځل.
۷- دتخرګ ویښتان ایستل.
۸- له نامه نه لاندې ویښتان خریل.
۹- استنجاء کول.
زکریا راوي وایې چې مصعب وویل: چې له ما نه لسم شئ هیر شو، خو هغه به مضمضه یعنې په خولي اوبه تیرول وي.
په مصنف ابن أبی شیبه کې حدیث دی:
عَنْ عُبَيْدِ اللَّهِ بْنِ عُتْبَةَ، قَالَ: جَاءَ رَجُلٌ مِنَ الْمَجُوسِ إِلَى رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ , وَحَلَقَ لِحْيَتَهُ، وَأَطَالَ شَارِبَهُ، فَقَالَ لَهُ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «مَا هَذَا؟» قَالَ: هَذَا فِي دِينِنَا، قَالَ: «فِي دِينِنَا أَنْ نَجُزَّ الشَّارِبَ، وَأَنْ نُعْفِيَ اللِّحْيَةَ»
(مصنف ابن أبي شيبة، ج ۵ ص ٢٢٦)
ژباړه: له عبیدالله ابن عتبه نه روایت دی، دی وایې: چې یو مجوسی رسول اللهﷺ ته راغی چې ږیره یې خریلي وه او بریتونه یې اوږده کړي وو، نو رسول اللهﷺ ورته وویل: دا څه شئ ده؟ مجوسي ورته په ځواب کې وویل· چې دا زمونږ په دین کې یو کار دی، رسول اللهﷺ ورته وویل: زمونږ په دین کې داسې ده چې بریتونه به کمه وو، او ږیري به غټو وو.
ږیره دانسان لپاره زینت دی
ږیره د نر لپاره زینت او ښایست دی، ځکه رسول اللهﷺ فرمایې: «أَنَّ اللَّهَ تَبَارَكَ وَتَعَالَى عَزَّ وَجَلَّ خَلَقَ فِي سَمَاءِ الدُّنْيَا مَلَائِكَةً مِنْ تَسْبِيحِهِمْ سُبْحَانَ الَّذِي زَيَّنَ الرِّجَالَ بِاللِّحَى وَالنِّسَاءَ بِالذَّوَائِبِ»
ژباړه: الله تعالی د دنیا په اسمان کې دفرښتو یوه ډله داسې پیدا کړي ده، چې هغوی هر وخت دا تسبیح وایې:«سبحان من زین الرجال باللّحٰی والنساء بالزوائب»
ژباړه پاکې ده هغه ذات لره، چې سړې یې په ږیرو ښایسته کړي او ښځې یې په کمڅو یو.
(بدائع الصنائع، ج ۷ ص ۳۱۲)
ږیره دنرتوب نښه ده
لکه څرنګه چې ږیره دسړي لپاره زینت دی، نو همدغه شان دنرتوب غټه نښه هم ده، ځکه چې په ږیره سره دنارینه اوښځېنه په مېنځ کې فرق کیږي.
او انساني عقل هم دا غواړي چې دسړي شکل دي بارعبه او با وقاره وي، دهیجړاګانو په شان شکل دي نوي، او دا ښکاره خبره چې په ږیره سره انسان بارعبه، شجاع او بهادر معلومیږي.
دږیرې دخریلو حرمت
دامت فقهاؤ ډېر په وضاحت سره لیکلې دي: چې ږیره خریل حرام دي.
۱- په الموسوعة الفقهیة کې لیکلې دي: چې داحنافو، مالکیانو، حنابله ؤ او امام شافعی “رحمهم الله” په نزد ږیره خریل حرام دي.
ذَهَبَ جُمْهُورُ الْفُقَهَاءِ: الْحَنَفِيَّةُ وَالْمَالِكِيَّةُ وَالْحَنَابِلَةُ، وَهُوَ قَوْلٌ عِنْدَ الشَّافِعِيَّةِ، إِلَى أَنَّهُ يَحْرُمُ حَلْقُ اللِّحْيَةِ لأَِنَّهُ مُنَاقِضٌ لِلأَْمْرِ النَّبَوِيِّ بِإِعْفَائِهَا وَتَوْفِيرِهَا.
(الموسوعة الفقهية الكويتية، ج ۳۵ ص ۲۲۵)
۲- علامه برهان الدین المرغینانی رحمه الله ویلې دي: ولأن حلق الشعر في حقها مثلة كحلق اللحية في حق الرجل.
ژباړه: د ښځې دسر ویښتان خریل مثله ده لکه څرنګه چې دسړي لپاره ږیره خریل مثله ده؛ مثله خو حرامه ده نو ږیره خریل هم حرام دي.
(الهداية، ج ۱ ص ۱۴۹)
۳- علامه ملا علي قاری رحمه الله ویلې دي: وَقَصُّ اللِّحْيَةِ مِنْ صُنْعِ الْأَعَاجِمِ وَهُوَ الْيَوْمَ شِعَارُ كَثِيرٍ مِنَ الْمُشْرِكِينَ كَالْإِفْرِنْجِ وَالْهُنُودِ، وَمَنْ لَا خَلَاقَ لَهُ فِي الدِّينِ مِنَ الطَّائِفَةِ الْقَلَنْدَرِيَّةِ.
ژباړه: ږیره خریل دعجمو طریقه وه، او نن ورځ دمشرکینو، فرنګیانو، هندوانو اوهغو خلقو طریقه ده چې په دین کې هیڅ برخه نلري، لکه نن صبا د قلندریه ډلې لویه نښه کرځیدلې ده.
(مرقاة المفاتيح ج ۱ ص ۳۹۶)
۴- علامه علاءالدين الحصكفي رحمه الله ویلې دي:
وَأَمَّا الْأَخْذُ مِنْهَا، وَهِيَ دُونَ ذَلِكَ كَمَا يَفْعَلُ بَعْضُ الْمَغَارِبَةِ وَالْمُخَنَّثَةِ مِنْ الرِّجَالِ فَلَمْ يُبِحْهُ أَحَدٌ، وأخْذ کلِّها فِعْل یهُود الهند ومَجُوس الأعاجم.
ژباړه: دږیرې کمول له یوه موټي نه لکه انګریزان او بعضي هیجړاګان یې چې کموي دیته هیچا جواز ندی ورکړی، او دږیرې خریل دهندوستان دیهودو او دعجمو دمجوسو کار دی.
(ردالمحتار على الدرالمختار، ج ۲ ص۴۱۸)
(کذا في البحر الرائق، ج ۲ ص ۳۰۲)
(وکذا في فتح القدير، ج ۲ ص ٣٤٨)
(وکذا في حاشية الطحطاوي علی مراقی الفلاح ص٦٨١)
( وكذا في درر الحكام شرح غرر الأحكام، ج ۱ ص ۲۰۸)
۵- علامه شاه انورشاه كشميري رحمه الله ویلې دي:
أما قطع ما دون ذلك، فحرامٌ إجماعًا، بين الأئمة رحمهم الله تعالى.
ژباړه: ږیره له یوه موټي نه کمول حرام دي په اجماع دټولو امامانو.
(فيض الباري، ج ۶ ص۹۹)
۶- حکیم الأمت اشرف علی التهانوی رحمه الله ویلې دي: يحرم حلق اللحية، أو قطعها إلى مادون القبضة.
ژباړه: د ږیري خریل، او له یوه موټي نه یې کمول حرام دي.
( المختصر فی الفقه الحنفي، ص ۴۲۲ )
۷- مفسر إسماعيل حقي رحمه الله ویلې دي: وحلق اللحية قبيح بل مثلة وحرام.
ژباړه: ږیره خریل بد کار دی، بلکې مثله او حرام ده.
(تفسیر روح البيان، ج ۱ ص۲۲۲)
۸- امام نووي رحمه الله ويلې دي: وَكَانَ مِنْ عَادَةِ الْفُرْسِ قَصُّ اللِّحْيَةِ فَنَهَى الشَّرْعُ عَنْ ذَلِكَ.
د فارسیانو(مجوسیانو) دا عادت ؤ چې ږیري به یې له یوه موټي نه کمولي، خو شریعت لدې کار څخه منع وکړه.
(شرح النووي على مسلم، ج ۳ ص ۱۴۹)
د ږیري په مکمل ډول ختمولو سره پوره دیت لازمیږي
د ږیري ارزښت لدېنه هم معلومیږي، چې فقهاؤ دا مسئله لیکلې ده: چې که یو کس دبل کس ږیره پداسې طریقې سره وخرېیله چې بیا را شنه نشوه، نو ږیره خریونکي د دي کس ښکلا او ښایست ختم کړ، نو لهذا په ده باندې پوره دیت یعنې سل (۱۰۰) اوښان لازم دي.
علامه علاءالدین الکاسانی رحمه الله ویلې دي: أَوْ حَلَقَ لَحَيَّةَ رَجُلٍ أَوْ نَتَفَهَا… وَلَمْ يَنْبُتْ فَإِنْ كَانَ حُرًّا فَفِيهِ الدِّيَةُ عِنْدَ أَصْحَابِنَا – رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمْ.
ژباړه: که نایې دیو سړي ږیره وخریې او یا یې پداسې طریقه وباسې چې بیا را شنه نشي، نو په دغه کس پوره دیت لازمیږي زمونږ په مذهب.
(بدائع الصنائع، ج ۷ ص ۳۱۲)
همدا رنګه علامه عبدالرحمن بن محمد بن سلیمان رحمه الله ویلې دي:
(وَفِي اللِّحْيَةِ إنْ لَمْ تَنْبُتْ) الدِّيَةُ.
ژباړه: په ږیره خریلو کې هم پوره دیت لازمیږي چې راشنه نشې.
(مجمع الأنهر، ج ۲ ص ۶۴۱)
همدارنګه علامه محقق ابن الهمام رحمه الله ویلې دي: (وَفِي اللِّحْيَةِ إذَا حُلِقَتْ فَلَمْ تَنْبُتُ الدِّيَةُ) لِأَنَّهُ يُفَوِّتَ بِهِ مَنْفَعَةَ الْجَمَالِ.
ژباړه: په ږیره خریلو کې هم دیت لازمیږي چې راشنه نشي، ځکه چې دلته جمال او ښایست ختم شوی دی.
(فتح القدير، ج ۱۰ ص ۲۸۱)
( كذا في مجمع الضمانات، ص ١٦٧)
(وکذا في المبسوط للسرخسي، ج ۲۶ ص ٧١)
دږيري پریښودو ګټې، او حکمتونه
۱ــ په ږیره سره داللهﷻ، اودرسول اللهﷺ دحکم منل راځي.
۲ــ دأنبیاؤ او صالحینو سره مشابهت راځي.
۳ــ دمشرکینو، یهودو، نصاری ؤ او مجوسو مخالفت راځي.
۴ــ سړی دښځو او هیجړاګانو له مشابهت څخه بچ کیږي.
۵ــ داللهﷻ او د رسول اللهﷺ له لعنت څخه بچ کیږي.
۶ــ دتغیر فی خلق الله څخه بچ کیږي.
۷ــ د سړي ښکلا او مردانګي پخپل حال پاته کیږي.
۸ ــ دمسلمان شخصیت او امتیاز محفوظ پاته کیږي.
۹ــ مال او وخت یې نه ضایع کیږي.
۱۰ــ د رسول اللهﷺ دخوشحالې سبب ګرځي.
دږیرې خریلو یا دقبضي نه دکمولو زیانونه
۱- ږیره خریل یا دقبضي نه کمول دالله تعالی او درسول اللهﷺ نافرمانې ده، او څوک چې دالله تعالی او رسول اللهﷺ نافرمانې کوي هغه به جهنم ته داخلیږي ځکه الله تعالی د سورة جن په (۲۲) نمبر ایت کې فرمائلې دي {وَمَنْ يَعْصِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَإِنَّ لَهُ نارَ جَهَنَّمَ خالِدِينَ فِيها أَبَداً}
ژباړه: څوک چې دالله تعالی او دهغه د رسولﷺ نافرمانې وکړي، نو بیشکه دده لپاره دجهنم اور دی، او دوی به تل ترتله په هغه کې وي.
۲- ږیره خریل تغیر في خلق الله دی
دقرآن کریم دالنساء سورة (۱۱۹) نمبر ايت کې ددي ذکر شته چې شیطان لعین الله تعالی ته ډېر په تاکید سره وویل: {وَلَآمُرَنَّهُمْ فَلَيُغَيِّرُنَّ خَلْقَ اللَّهِ}
ژباړه: زه به خامخا دوی ته امر وکړم، نو دوی به تغیر او بدلون راولي په هغه صورت کې کوم چې الله تعالی دوی ته ورکړی.
مفتی شفیع رحمه الله په خپل تفسیر کې لیکلې: چې تغیر في خلق الله لکه ږیره خریل او کوچني کول.
(معارف القرآن ج ۲ پاره ۵ ص ۱۵۰)
۳- ږیره خریل له ښځو سره مشابهت کول دي
الله تعالی نارینه او ښځېنه په جدا جدا انداز پیدا کړي دي، دواړه د څهرو، اوازونو، قوت او ضعف په لحاظ ډېر فرق لري، او له ټولو نه لوی فرق یې دادی چې نارینه ته الله تعالی ږیره ورکړي ده، او ښځېنه ته یې نده ورکړي.
نو اوس چې څوک ږیره خریې یا دقبضي نه کموي دا په حقیقت کې له ښځو سره مشابهت کوي، او څوک چې مشابهت کوي له ښځو سره په احادیثو کې په هغه باندې لعنت ویل شوی دی.
عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا قَالَ: «لَعَنَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ المُتَشَبِّهِينَ مِنَ الرِّجَالِ بِالنِّسَاءِ، وَالمُتَشَبِّهَاتِ مِنَ النِّسَاءِ بِالرِّجَالِ»
ژباړه: له ابن عباس رضی الله عنهما څخه روایت دی دی وایې، چې رسول اللهﷺ لعنت ویلې دی په هغو سړیو باندې چې مشابهت کوي له ښځو سره، او په هغو ښځو باندې چې مشابهت کوي له سړیو سره.
(صحيح البخاري، ج ۷ ص ۱۵۹)
۴- ږیره خریل ښکاره ګناه ده
محترمو! ګناه په دوه ډوله ده: یو ډول هغه ګناه ده چې انسان یې په پټه کوي، بل ډول هغه ګناه ده چې انسان یې په ښکاره کوي.
نو هغه ګناه چې انسان یې په پټه باندې کوي امید شته چې الله تعالی به ورته بښنه وکړي، او هغه ګناه چې انسان یې په ښکاره کوي نه له الله تعالی شرمیږي او نه له انسانانو شرمیږي، نو د داسې کس لپاره د بښنې دروازه بنده ده، ځکه رسول اللهﷺ فرمایلې دي: كُلُّ أُمَّتِي مُعَافًى إِلَّا المُجَاهِرِينَ.
ژباړه: زما هر امتي لائق دبښنې ده مګر نه هغه کس چې ښکاره ګناه کوي.
(صحيح البخاري، ج ۸ ص ۲۰)
۵- د ږیره خریونکي شاهدي مردوده ده
امام غزالی رحمه الله لیکلې دي: وردَّ عمر بن الخطاب رضي الله عنه وابن أبي ليلى قاضي المدينة شهادة من كان ينتف لحيته.
ژباړه: عمر رضی الله تعالی عنه او ابن ابی لیلی چې قاضي دمدینې منورې وو، دهغه چا شاهدې رد کوله چې ږیره به یې ایستله.
(إحياء علوم الدين، ج ۱ ص ۱۴۴)
۶- ږیره خریل له کفارو سره مشابهت دی
شاه ولي الله الدهلوی رحمه الله ویلې دي:
چې خلک په اعتبار د کار او عادت سره مختلف دي، د مجوسیانو (اتش پرستو) کار او عادت دا ؤ چې ږیري به یې کمولي او بریتونه به یې غټ غټ پریښودل، او دا کار د پیغمبرانو له سنتو څخه خلاف دی، ځکه نبی علیه السلام فرمائلې دي: چې تاسو مخالفت وکړئ دمشرکینو ږیري غټې کړئ، او بریتونه لنډ کړئ.
فان النَّاس كَانُوا مُخْتَلفين فِي أمرهَا، فالمجوس كَانُوا يقصون اللحى ويوفرون الشَّوَارِب، وَكَانَت سنة الْأَنْبِيَاء عَلَيْهِم السَّلَام خلاف ذَلِك، فَقَالَ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:” خالفوا الْمُشْركين، وفروا اللحى واحفوا الشَّوَارِب”.
(حجة الله البالغة، ج ۲ ص ٢٩٥)
نو کوم کسان چې ږیري خریې او یا یې له یوه موټي څخه کموي دوی مشابهت کوي له کفارو، مشرکینو او مجوسو سره، او له کفارو سره مشابهت کول حرام دی، ځکه د ابو داؤد شریف حدیث دی رسول اللهﷺ فرمائلې دي: «مَنْ تَشَبَّهَ بِقَوْمٍ فَهُوَ مِنْهُمْ»
ژباړه: چا چې له کوم قوم سره(دهغوی په مخصوصو اعمالو کې)مشابهت وکړ، نو دی به دهماغه خلکو په ډله کې شماریږي.
(سنن أبي داود، ج ۴ ص ۴۴)
همدا رنګه علامه بدر الدين العيني رحمه الله ويلې دي: چې الله تعالی مسلمانان منع کړي دي، له مشابهت څخه له کفارو سره په خبرو او کړنو کې (یعنې مسلمانان به له کفارو سره مشابهت نکوي په خبرو او کړنو کې).
نهى الله تَعَالَى الْمُؤمنِينَ أَن يشتبهوا بالكافرين فِي مقالهم وفعالهم.
(عمدة القاري شرح صحيح البخاري، ج ۱۸ ص ۸۶)
۷- ږیره خریل دحضرت لوط علیه السلام دقوم عمل دی
علامه جلال الدین السیوطی رحمه الله ویلې دي: چې الله تعالی دکومو ګناهونو په وجه دحضرت لوط علیه السلام قوم هلاک کړی دی، په هغو ګناهونو کې یوه ګناه خو په قرآن کریم کې ذکر ده چې په دوی کې دلواطت مرض ډېر و، او نور ګناهونه یې نبي علیه السلام په احادیثو کې ذکر کړي دي، چې دوی به ډولونه وهل، شراب به یې څکل، ږیري به یې خریلې او بریتونه به یې غټ پریښودل.
(الدر المنثور في التفسير بالمأثور، ج ۵ ص ۶۴۴)
۸- ږیره خریونکی په هر وخت او په هر ځای کې مسلسل ګناهګار وي
مفتي رشید احمد رحمه الله لیکلې دي: نور ګناهونه وقتي وي، مګر ږیره کمول څلور ویشت(۲۴) ساعته موجوده وي، دخوب او ویښې په حالت کې، حتی دلمانځه وغیر عبادتونو په حالت کې هم دا ګناه موجوده وي، نو لدې وجي نه د ږیري کمول له نورو ټولو ګناهونو نه غټه ګناه ده.
( احسن الفتاوی، ج ۶ ص ۲۸۵)
ږیره خریونکی به دقیامت په ورځ په کومو سترګو له رسول اللهﷺ مخامخ کیږي؟
حدیث کې راځي: چې کوم انسان په کوم حالت کې وفات شي، نو په همدغه حالت کې به دده حشر کیږي، مثلا که څوک دزنا، غلا، او شرابو څکلو په وخت کې وفات شې، نو په همدغه حالت کې به دقیامت په ورځ را پورته کیږي، او که دنیک کار کولو په وخت کې وفات شې، نو په همدغه حالت کې به یې حشر کیږي.
اوس نو چې کوم انسان ږیره خریلې وي، او دی پدې حالت کې وفات شې، نو دقیامت په ورځ به دده حشر د ږیره خریلو په حالت کې کیږي، نو دا انسان به څنګه دشفاعت لپاره له نبی علیه السلام سره مخامخ کیږي؟ ځکه ده خو دنبی علیه السلام په شان شکل اوصورت نه دې جوړ کړي، بلکې دمجوسو او مشرکېنو به شان یې جوړ کړي.
حالانکه رسول اللهﷺ په دنیا کې ږیره خریونکي ته کتل هم ندې خوښ کړي، او مخ مبارک یې ورځینې اړولی ده.
نو انسان چې پدې مسخ شوي صورت کې له رسول اللهﷺ سره مخامخ شي، او خدانخواسته رسول اللهﷺ ورنه مخ مبارک واړوي او ورته ووایې: چې ما خو په دنیا کې دخپل امت لپاره ډېر تکلیفونه اوسختۍ برداشت کړې وي، او د دوی دبښنې لپاره مې شپه او ورځ خپل رب ته ژړا او زاري کولې، او په هر حالت کې به مې خپل امت په یاد وو، خو ای زما بي وفا امتي! تاته زما څهره او صورت هم نه وو خوښ چې تا زما په شان ږیره غټه کړي وه او زما په سنتو دي عمل کړی وای، بلکې تا دمجوسو او مشرکېنو په شان خپل شکل او صورت جوړ کړی وو.
نو چې کله رسول اللهﷺ کوم امتي ته دا خبره وکړي، نو بیا دي امتي ته د محشر په هغه سخته ورځ څوک ګټه ورسوي؟
نو هر امتي د رسول اللهﷺ ته لازمه ده چې خپل څهره اوصورت د رسول اللهﷺ په شان جوړ کړي، او سنتو ته یې عملې جامه ور واغوندې، چې د قیامت په ورځ خو په لوړو سترګو ورسره مخامخ شي.
اللهﷻ دي ټولو مسلمانانو ته توفیق ورکړي، چې ږیرې په سنت طریقه برابرې کړې.
امین ثم امین.