۱-له خپل عمر سره سم چلند وکړه!
یا هم: داسې کارونه مه کوه! لوی هلک/ لویه نجلۍ یې! کله کورنۍ د ماشوم کړنې انتقاد کوي،ځکه چې د هغوی کړنې پر لویانو بده اغیزه کړې وي. په داسې حال کې چې د ماشوم رفتار د هغه د احساساتو ښکارندوی دی او د لویانو دنده ده چې د خپل ماشوم احساسات درک کړي. که یو څلور کلن ماشوم نه پوهیږي چې څه غواړي او ژاړي، یا که یو شپږ کلن ماشوم د (واورې یا باران) په ورځ په کوټه کې تنګ شوی غواړي بهر ووزي او ژاړي، دا دواړه د خپل عمر سره سم رفتار کوي. که څه هم موږ له ماشوم نه دا تمه لرو چې هغوی دې په خپلو کړنو سره موږ ونه ځوروي، خو د دې په ځای چې ماشوم ته ووایئ: له خپل عمر سره سم چلند وکړه! کیدای شي ورته ووایئ: معلومیږي چې ډير په قهر یې، پوهیږم چې دې کار ډیر ناراحته کړی یې. دا او دې ته ورته مناسبې جملې ماشوم ته آرامش ورکوي او شرایط ورته د تحمل وړ ګرځوي.
۲-ټوکه مې وکړه:
د ماشوم په قهریدلي حالت کې له ماشوم سره لاس اچول ظاهراً ماشوم خندوي او هغه خوشاله کوي خو په حقیقت کې دا یو ورانونکی عمل دی او په ماشوم باندې ناوړه اغیزه لري. کله چې ماشوم په غصه دی، د هغه خندول د دې سبب کیږي چې یو بد احساس پیدا کړي. تاسو د ماشوم د والدینو په توګه دا دنده لری چې هغه حمایت کړی نه چې د هغې د آزار سبب شی، نو که دا کار غواړی کله مو چې ماشوم ځوریږي تاسو ځان خوشاله مه ښيئ.
۳-ولې د …….
په څير نه یې؟ په پرتله کولو سره ماشوم فکر کوي چې په ټيټه درجه کې دي، او دا د ماشوم د فعاله ساتلو لپاره سمه او مناسبه لارنه ده. کله چې ماشوم له خپل همزولي نه ځان ټيټ احساس کړي، خپله روحیه له لاسه ورکوي او له فعالیت څخه لاس اخلي. تاسو ته ښایي چې د خپل ماشوم کمزورۍ او ځواکمنتیاوې ومنئ او هغوی د خپلو اعمالو د اصلاح لپاره تشویق کړئ.
۴-منډې مه وهه چې لویږې!
ستاسو له ټولې پاملرنې سره سره د ماشوم ساتنې ته، د دا ډول جملې د دې سبب کیږي چې ماشوم مو ولویږي. ځکه هغه ته دا تلقین کوی چې تاسو په تمه یئ تر څو هغه پر ځمکه پریوځي. دا خبره ماشوم ته چې غواړي خپلواک واوسي ډير زیان لري.ښه به دا وي چې هغه ته ووایئ: مخکې له دې نه چې منډه وکړې د بوټونو تسمې دې کلکې وتړه او درټولې یې کړه، او یا هم د ځمکې تیږو ته پام کوه. چې په دې صورت کې به مو د بوټونو یا د ځمکې له عیب نه خبرې کړې وي، نه د ماشوم له کمزوری نه.
۵-څه درته ووایم؟
ولې داسې پوښتنه کوی چې په خپله یې هم په ځواب نه بوهیږم؟ تمه مو څه ده چې ماشوم څه ځواب درکړي؟ کله چې پوښتنه کوی: بوټونه دې چيرته و ایستل؟ هغه په شیطانت او خندا ستاسو له څنګه تیریږي. که تاسو د هغه له دې کار نه ځوریدلي یئ ورته ووایئ: ډیره خفه یم، چې مجبوره دې کړم تر څو د دریم وار لپاره درته تکرار کړم چې بوټان دې د دهلیز په الماری کې کیږده.
۶-قول درکوم چې………:
ماشوم ته نه باید ژمنه ورکړو او نه له هغه نه ژمنه واخلو. زموږ روابط باید د اعتماد او اطمینان په اساس وي. کله چې مور او پلار د خپلو خبرو د تأیید لپاره مجبور دي چې ژمنه ورکړي، په خپله په دې باندې اقرار کوي (کله یې چې وعده نه وي ورکړې نو هغه خبره یې د اعتبار وړ نه ده) وعده ورکول د دې سبب کیږي چې ماشومان له واقعیت نه لرې توقعات او غوښتنې پیدا کړي. که ماشوم ته وعده ورکړی چې د جمعې په ورځ دې ژوبن ته بیایم نو ماشوم دا وعده یوه حتمي ژمنه او تعهد ګڼي او داسې فکر کوي چې د جمعې په ورځ به نه باران وریږي نه به موټر خرابیږي او نه به دی ناروغه کیږي.
له بلې خوا له ماشوم نه هم ژمنه اخیستل په دې اړه چې نور به سم چلند کوي او یا هم: نور به دا نا سم کار نه تر سره کوي مناسب کار نه دی. کله چې موږ له ماشوم نه ژمنه اخلو چې خپل بد عمل اصلاح کړي او یا په راتلونکي کې ښه چلند ولري نو ماشوم په نا غوښتلې توګه وعده ورکوي او دا ژمنه د هغه خپله ژمنه نه ده ځکه دا د هغه په وس پور ژمنه نه ښکاري چې موږ ته نه ښایي چې ددې ډول غولونکو کړنو مشوق واوسو .
۷-یوه خبره څو ځلې درته وکړم؟
هغه میندې او پلارونه چې په نیشداره خبرو کې ذاتي استعداد لري، د ماشوم د رواني روغتیا لپاره یو لوی خطر دی، دا ډول میندې او پلارونه لکه کوډګر غوندې دي چې په خپلو کلماتو سره کوډې کوي او د ښو راوبط په مینځ ته راتګ کې خنډ پيښوي، او د دې خنډ ګرځي چې د خپل ماشوم او د ځان تر منځ یو سالم عاطفي رابطه جوړه کړي. یوه خبره څو وار درته وکړم؟ کوڼ یې؟ ولې مې خبرې ته غوږ نه نیسې؟
دا میندې، پلارونه ښایي په دې نه پوهیږي چې په دا ډول کنایه لرونکو او نیش داره خبرو د ماشوم متقابل عمل راپاروي او دا سپکونکې خبرې ماشوم تحریکوي او د هغه ذهن د انتقام له یوې خیالي نقشې نه ډکوي،چې په نتیجه کې یې د هغوی روابط له ماشوم سره له مینځه ځي.
د دعوت نیوز رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت نیوز رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت نیوزبانکي پتهIslamic Bank AC # 00105100585219 :
د واټس آپ شمېره WhatsApp: +93 747 162 162:
Support Dawatnews Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawatnews Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
Islamic Bank AC # 00105100585219
Account for international payments: 00105100585219
WhatsApp:+93 747 162 162