سیلۍ شینوارې
ډېری میندې پلرونه خپل بچیان ملامتوي او وایي ما څومره امیدونه لرل، دا مې وکړه او هغه مې وکړه خو د قسمت خبرې دي، خدای پاک به همداسې خوښه وه یا به یې همدا قسمت وو خو ناا دا خبره بیخي غلطه ده.
ښه به وي دا نور ومنو چې د ماشوم په هر رقم رویه او د هغې په آینده کې مونږ میندې او پلرونه مسقیم لاس لرو.
یوه سپینه کتابچه راواخلی، په دې کې که تاسو هر څه ولیکی،کتابچه د تاسو ده،همداسې تاسو ماشوم هم دی، هغه چې نړی ته راځي،یو نوی انسان وي او خپل قلم او کتابچه یې تاسو په لاس کې درکړي وي،دا قلم او کتابچه د تاسو ماشوم سرنوشت او راتلونکی جوړوي نو دا لیکل احتیاط سره وکړی او د یو انسان چې خپل ماشوم مو دی ژوند یې مه ور خرابوی.
ما ماشوم بې زړه دی
چا بې زړه کړی؟؟؟
همدا تاسو
ما ماشوم درس وېلو سره علاقه نشته
ځکه چې ته نه یې ورسره ناست،تا ورسره په مینه کتاب نه دی راخلاص کړی
زما ماشوم ما خبرې ته غوږ نه نیسي
په هر صورت همدا تاسې ملامتېږی
زه ډېره هغې ماشومانو ته خواشینې کېږم چې مور یا پلار یې بېسواده وي او په تېره بیا مور ځکه مور له ماشوم سره وي،ماشوم له ښوونکي دومره څه نه زده کېږي لکه له خپلې مور
د یو ماشوم کار لوبې کول دي نو د هغې لپاره وخت پیدا کړی،لوبې ورسره وکړی،بیا چې یې د ښوونځي عمر شو،سبق ته یو ځای ورسره کینی،هغه یوازې درس ته مه کېنوی ځکه د ماشوم درس سره علاقه او کرکه همدې وخت کې پیدا کېږي.
مونږ ډېر خلک خو ماشوم ته حیوان هم لا پسې وایي،دا ځکه چې وایي په خبره نه پوهېږي خو داسې نه ده د شپږو میاشتو ماشوم په ښه او بد کار پوهېږي خو که تاسو یې پوه کړی
مونږ څه کوو
تر 5 کلونو وایو حیوان دی،وړوکی دی خو خبر نه یو چې خپل ماشوم مو رښتیا حیوانیت ته رسولی ځکه همدا پینځه کلونو کې هغه ډېر زیات شیان زده کوي او د دې کلونو تاثیر به یې ټول عمر په ژوند او روان وي او مسءول یې همدا مونږ یو.
صحي ده چاپېریال هم تاثیر لري خو د مور او پلار د تربیت قوت له چاپېریال ډېر لوړ دی.
ډېر ماشومان مې لیدلي چې چغې او سورې وهي خو مور یې بې تفاوته ناسته وي،وایي ځه ماشوم دی،ارام به شي نا خبر له دې چې دا چغې ماشوم عصبي سیستم ته ضرر رسوي،هغه دا چغې له شوقه نه وهي،همدې وخت نه ماشوم ته ځان لا چاره ښکاري خو یوه خبره به وکړم چې دا چغې ماشوم له ځان سره بلې دنیا څخه نه دي راوړي،دا هم مونږ تاسو ور زدې کړي.
لنډه دا چې ماشوم وخت غواړي، شپه او ورځ مور ته ضررت لري، که درې کاله یې مور دا کار وکړ، بیا به ټول عمر بې غمه وي او که و یې نکړ بیا دې خبره په قسمت نه ور اچوي.
د ماشومانو ترمنځ د وقفې ګټه نه یوازې د مور روغتیا ده بلکې د ماشومانو روزنې لپاره هم ډېره زیاته اړینه خبره ده.ډېر ماشومان لومړی حسد او کینه له خپل کوچني خور او ورور سره کولو نه زده کوي،ماشوم د درې کلونو نه وي چې بل ماشوم راشي او د مور او پلار هغه لږه توجه چې هم وه له ده نه بل ماشوم ته واوړي او د دې زغمل اسانه نه دي.هېڅ څوک هم د خپل میین مینه بل چا سره شریکول نه غواړي او د ماشوم مینه همدا مور ده خو مونږ فکر کوو دا خو ماشوم دی،په څه نه پوهېږي
په دې هیله چې زمونږ د وطن ماشومان هغه ټول حقونه چې حق یې دی خو دوی ترې محرومه دي،تر لاسه کړي او زمونږ د وطن ټولې ښځې د پوهې په ګاڼه سمبال شي تر څو خپل ماشوم روزنه په صحیح ډول سره وکړای شي.
د دعوت نیوز رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت نیوز رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت نیوزبانکي پتهIslamic Bank AC # 00105100585219 :
د واټس آپ شمېره WhatsApp: +93 747 162 162:
Support Dawatnews Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawatnews Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
Islamic Bank AC # 00105100585219
Account for international payments: 00105100585219
WhatsApp:+93 747 162 162