راښکون يا د جذب ځواک څه شی دی؟

ليکونکی: وجيه الله ذاکري

کله به چې ((جان اف. کېنېډي)) موسکی کېدو له ونې يې مرغان په ځان راټولول. سيمور سنت جان

کله چی له راښکون څخه غږېږو، دډوډئ خوړلو ادبونو، ښايست ، شيک اغوستلو په اړه خبرې نه کوو، بلکې د هغه څه په اړه خبرې کوو ، چې ريښې يې ډيرې ژورې دي. رښتينی راښکون له بهرني ښايست څخه ډېر غوره دی. داسې ځواک او وړتيا ده چې ځينې خلک يې د دوستانه اړيکو جوړولو لپاره لري چې په ترڅ کې يې نور د ده په شتون سره خوندور احساس لري.

طبيعت که پالنه ؟

ښايي کله هم ځان ته ووايئ، :« ته بايد زړه راښکونکی پيداشوي وای، خو اوس چې داسې نه ده نو نيکمرغه نه يې.

په دې کې شک نشته چې ځينې خلک په طبيعي توګه زړه راښکونکي دي او دنورو په وړاندې ديو ځانګړي ښايست خاوندان دي. خو راښکون داسې يو جوړښت نه دی چې يواځې په جينونو کې پيداکيږي؛ راښکون د ځانګړو مهارتونو د کارونې پايله ده چې موږ لږ پرې پوهيږو، يا دا چي هيڅ پري نه پوهيږو دا په دې معنا ده چې راښکون اکتسابي دی.

له دې وروسته راښکون ته د شخصيتي مهارت او وړتيا په سترګه وګورئ چې کولای شئ د هغه کارونو په واسطه چې جذاب خلک يې ترسره کوي، پراختيا ورکړئ تر څو د زړه راښکونکو خلکو له ډلې واوسئ.

څنګه کولای شو چې زړه راښکونکی کس واوسو او نور خلک ځانته جذب کړو دلته هغه پنځه لاري چاري در ښايم چي په تمرين سره يې کولای شي چي نور خلک ځانته جذب کړۍ

۱ :- دسترګو اړيکه

يو دقيقه دوه کسيزه خبرې اترې د يوه کس له يو ساعت خبرو اترو سره برابرې دي

ويونکي ته مخامخ وګورئ.

هغه چاسره چي خبرې کوي دسترګو مخامخ اړيکه جوړه کړئ. دا بنسټيزه چاره به مخامخ کس ته وښايي چې هغه ته مو غوږ نيولی دی. هر څومره مو چې دسترګو اړيکه ډيره وي هغو مره به خبرې کونکي ته خپله پاملرنه وښيئ. هوډ وکړئ او د غوږ نيونې پر مهال د سترګو د اړيکې عادت په ځان کې پياوړی کړئ ‌له خلکو سره دخبرو کولو پر مهال يو ټولنيز يا سوداګريز موقعيت وټاکئ. کله چې نور خبرې ، کوي باوري شئ چې سترګې مو د هغوي سترګو ته ګوري نه دهغه پوزي، تندي او يا غوږونو ته . اجازه مه ورکوئ چې کوم څه مو پام بل لوري ته کړي په دي عمل سره به هغه کس ځانته جذب کړۍ.

2:- بدني ژبه

دکښېنا ستو پر مهال مو د بدن برابرولو او کښېنا ستو بڼه مقابل لوري ته ستاسې علاقه ښيې. کله چي دچاپه لور متمايل کېږئ، دا په دې مانا چې بدن مو وایی:« زما له نظره زړه راښکونکی کس يې؛ ته ما په خپل مقناطيسي ځواک سره خپل لوري ته کشوی.» شاته تګ ښايي په دې مانا وي:« زه ستړي شوم، غوره ده چې په خپل کار فکر وکړم نه دا چې تا سره وغږيږم

د اړيکو دايره

دري هم مرکزه دايرې په نظر کې ونیسئ چې تاسې يې په مرکز کې ولاړ ياست.

لومړۍ دايره تقريباً دوه قدیمه له تاسې څخه تر مقابل کس پورې واټن لري. دا دايره خصوصي يا صميمي فضا ده چې مور ، پلار او دکورنۍ نورو عاطفي غړو ته ځانګړې شوې ده.که د يو سوداګريز یا ټولنیز ملګري په توګه دغې فضا ته دننه شئ ، ښکاره ده چې مقابل کس به ناراحت کړئ. ښايي دهغوی غبرګون داوي چې تاسې يې ګواښئ.

دوهمه دايره ، مقابل کس له دوو څخه تر شپږو قدمونو پورې له تاسې څخه واټن لري چې د سوداګريز او ټولنيز ملګري لپاره مناسبه فضا ده. که غواړئ زړه راښکونکی واوسئ ، ډاډه شئ چې له دي واټن څخه به نه نږدې او نه لرې درېږئ.

درېيمه دايره ، له اتو ترلسو قدمونو پورې وي دا دايره محفوظه فاصله ده. له دې فضا څخه ستاسې ټولنيزې فضا ته د ناپېژانده کس له لوري هر ډول نا څاپه حرکت، تاسې ته دګواښ او د خطر زنګ دی.

په ياد ولرئ که مقابل کس ته ډير نږدې شئ، د هغه د هوساينې دايرې ته دننه کېږئ او هغه ته ګواښ کوئ.خو که ډير لرې شئ صميميت له منځه وړئ

3. دتأييدۍ غږونه

وبه ګورئ چي فعاله او ښه اوريدونکي تل دا ډول غږونه کوي « اها »، « اه»، « اوهوم » او يا داسې نور بېلابېل غږونه جوړوي. موږ دغه غږونه ته د ((تأييدۍ او اصوات)) وايو. دا غږونه د دقيقې او ژورې پاملرنې ښودلو لپاره غوره او روښانه ځانګړنې دي.

خبرې کوونکی دا ځانګړنې په راحتۍ سره پېژني او ستاينه يې کوي. دا غږونه ستاسو د راښکون کچه لوړوي.

4. د تأييدۍ لفظونه

دتأييدۍ لفظونه په کارولو سره به تاسې ډير زر ديو زړه راښکونکی کس تبديل شئ

دتأييدۍ الفاظو لومړی ډول له احتياطيک کلمو او عبارتونو څخه جوړ شوی دی.

دا عبارتونه له دې امله احتياطي نومول شوي دي چې تاسې له هغه څه سره چې ويل کېږي همغږي نه يئ. دا ډول کلمې لکه « پام مي دی »، « رښتيا؟»، يا « ښا ، داسې ده » مقابل لوري ته ډاډ ورکوي چې د هغه خبروته مو غوږ نيولی، خو همغږي نه يئ. دغه الفاظ په غيری رسمي خبرواترو کي د کارونې وړ دي

کله چې چمتو ياست او غواړئ له هغه څه سره چې ويل کېږي همغږي او ملاتړ وښيئ، نه کولاي شئ دغه عبارتونه لکه:« هوکې، يا سمه ده»، « بې له شکه » يا « همغږی یم » يا « ښه فکر دي ».

مخکې له دي چي همغږي لفظونه تولید کړئ نو ډاډه شئ چې نظر ستاسې د خوښې دی.

5. ژر ستاينه وکړئ

موږ ټول له تأییديدلو څخه خوند اخلو، په ځانګړي توګه دهغه کار له امله چې فکر کوو ارزښت يې لري. کله چي خلک د خپلو وياړونو په اړه خبرې کوي، په ساده لارې سره کولای شئ د دوی خوښۍ لا ډيرې کړئ.

د دوی هوښیارتیا، موخې، ځيرکتيا او يا هر ښايسته صفت يې ژر وستايئ. ډاډه اوسئ چې دوی به دغه ستاينه ستاسې د راښکون يوه نښه وبولي.

همدا نن هوډ وکړۍ چي پورته ليکل شوي لاري چاري په خپل ورځنی ژوند کې تمرين کوې نو حتماً به يو جذاب کس و وسئ او هر کس به تاسره مجلس ته ليواله وي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!
چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟