څنګه کولی شو زده شوي شیان یاد ته راوړو؟

ژباړه : نذیر منیب

ډېر خلک له دې خبرې بې پروا دي، چې هغه څه چې دوی یې زده کوي په یاد ساتل یې خورا اړین دي او باید پاملرنه ور ته وکړي، یوازې د پلټنې او معلوماتو د تر لاسه کولو له لارې زمونږ په یاد کې څه نه پاتې کېږي.

د یادښت په تړاو د الرجِل مجلې د یوه رپوټ له مخې ویل شوي، که مونږ له وړاندې د زده شویو او ذهن ته د سپارل شویو شیانو په اړ لږ غور وکړو بېرته مو یاد ته راګرځي خو که پر دغو معلوماتو غور و نه کړو نو د وخت په تېرېدو به مو هر څه له یاده ووځي.

د دې ستونزې د حل لپاره دوه اسانې لارې دي چې مرسته کوي؛ څو هغه شیان چې تاسو یې زده کوئ د تل لپاره مو په ذهن کې پاتې شي.

وخت پر وخت خپل معلومات وګورئ

د اوږد مهالي معلوماتو د یاد ساتلو لپاره تر ټولو اسانه او غوره طریقه دا ده، چې وخت پر وخت هغه اوګورئ، تکرار یې کړئ او لوستلو ته یې ادامه ورکړئ.

د بېلګې په ډول؛ تاسو یو کتاب لوستلی دی او د هغه له معلوماتو څخه له ګټې اخستنې سره سره خوند هم اخلئ نو پر ځای د دې چې هغه په داسې یو ځای کې وساتئ چې د لاسرسي وړ نه وي؛ غوره ده په داسې ځای کې یې کېږدئ چې په میاشت کې یو ځل یا درې میاشتو کې یو ځل یا هم هر شپږ میاشتې وروسته مو پر دغه کتاب سترګې ولګېږي. څومره چې تاسو د دغه کتاب په لوري ګورئ ور سره مو په ذهن کې پخواني لوستلي معلومات تازه کېږي.

په همدې ډول هغه معلومات چې تاسو وړاندې لوستي هیڅکله مو نه هېرېږي، بلکې له اوږده ځڼډ وروسته کله چې هغه ته اړتیا پیدا کېږي هغه به ستاسو یاد ته راځي.

د پنځوس پنځوس تګلاره

د معلوماتو د یاد ساتلو په اړه بله غوره لار د پنځوس پنځوس پر تګلارې عمل کول دي.

د دې مطلب دا دی چې، تاسو خپله د زده کړې طریقه او عمل دوه برخې کړئ، په لومړۍ نیمايي برخه وخت کې نوي او تازه معلومات تر لاسه کړئ او پر دوهمه نمیايي برخه وخت کې زاړه معلوماتو تکرار کړئ، له دې لارې کولی شئ د هېرېدو له سترې ناروغۍ ځان وژغورئ.

د بېلګې په ډول پر ځای د دې چې په بشپړ ډول یو کتاب ولولئ، نیمايي کتاب ولولئ او تر لاسه کړي معلومات له نورو سره شریک کړئ یا د لوستل شوې برخې د غورچاڼ پر لیکلو کوښښ وکړئ.

دا طریقه ډېره ګټوره او پر ځای ده، که غواړئ چې زده شوي معلومات مو له یاده و نه وځي نو پر دغې طریقې عمل وکړئ.

ویل کېږي چې د انسان عقل او ذهن لکه ربړ داسې دی، هر څومره چې هغه وغځوې پراخېږي، چې ور سره د زده شوو معلوماتو د ساتنې سربېره د نوو معلوماتو د ځایونې وړتیا لوړېږي.

د دعوت نیوز رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت نیوز رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت نیوزبانکي پتهIslamic Bank AC # 00105100585219 :

د واټس آپ شمېره WhatsApp: +93 747 162 162:

Support Dawatnews Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawatnews Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
Islamic Bank AC # 00105100585219
Account for international payments: 00105100585219
WhatsApp:+93 747 162 162

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!
چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟