هر ځوان باید د وخت په ارزښت پوه شئ!

لیکنه او راټولونه: سیف الله حمیدي

وخت د سرو زرو لالونو نه هم ګران دی

چې پوهیږي په ارزښت یې نو انسان دی

ای ځوانه! آیا ته پوهیږې چې ته څوک یې؟

ځوانه! ته هغه څوک یې چې تاریخ بدلولی شې، ته هغه غښتلی او منلی ځواک یې چې دنیا درباندې ویاړي، ستا کارنامې ستا د شخصیت هنداره ده، ستا شتون د خوښیو زیری دی، هو! که ستا انتخاب کړې تګلاره ارزښتمنده او ګټوره وي، د ارزښتمندې او ګټورې تګلارې لپاره بیا پکار ده چې خپل وخت ته ارزښت ورکړې. ځکه؛ چا چې وخت ته ارزښت ورکړی هغه د بریالیو انسانانو له ډلې شمېرل شوي.

زیار وباسه او خپلې ورځنې چارې منظمئ پر مخ وړه، د ستړیا احساس او تمبلې له منځه یوسه، ځکه د ځوانۍ دور د ژوند تر نورو دورو غښتلی او پیاوړی دی، همدا دور دی چې د ژوند راتلونکی ټاکي، نو؛ بیا خو؛ پکار ده چې د دې دورې له هرې ثانيي څخه سالمه استفاده وشي، دا باید په یاد ولرو چې لوی اور تل د یوې وړې سکروټې څخه بليږی يعنې که مونږ د ثانیې په ارزښت پوه شو، نو د دقیقې په ارزښت پوهیږو، که د دقیقې په ارزښت پوه شو، همداسې د ساعت، ورځ، اوونۍ، میاشت او د کال په ارزښت پوهیږو.

ځوانه! که خپله یوه دقیقه د خپل ځان او ټولنۍ په خدمت کې تېره کړو نو تر هغو ساعتونو غوره ده کوم مو چې په لهو لعب کې تیره کړي وي.

په دې باید هر ځوان خبر او پوه اوسي! وخت دومره ارزښت او قیمت لري چې اخېستل یې د شاهانو او تجارانو تر وس هم پورته ده آن تر دې چې وخت اخېستل هېڅ امکان نه لري، پوهيږئ! پرمختګ د هغو خلکو تابع دی، چې د وخت په عزت پوه شي، هیله کوم خپل وخت مه وژنه، وخت مه ضایع کوه د ګټونکي او بایلونکي ترمنځ توپیر یوازې د وخت په استعمال کې دی خپل وخت سم استعمال کړه، او خپل وخت سپما کړه.

د شپږمې پیړۍ يو مشهور عالم علامه ابن الجوزي رحمه الله خپل زوي ته په نصحیت لیک کې، د وخت د ارزښت په اړه داسې لیکې: ((زويه! په دې پوه شه چې ژوند له څو ساعتونو او ساعتونه له څو شېبو عبارت دي، د ژوند هره ساه یوه الهي خزانه ده، د یوې، یوې ساه داسې قدر وکړه چې بې ګټې در څخه ولاړه نه شي، هسې نه چې د قیامت په ورځ پرې پېښمانه شي او هغه خزانه خالي وي، د یوې یوې شیبې حساب وکړه چې په کوم ځای کې در څخه تېریږي او په دې کوښښ کې اوسه چې هره شېبه په یو ګټور کار کې ولګوې، له بېکاره ژوند څخه ډډه وکړه او د کار کولو عادت په ځان کې پیدا کړه، چې په راتلونکي کې هغه څه ومومې چې ستا د خوشحالۍ سبب وګرځي))

هر هغه ځوان چې د وخت په قدر پوه شي او خپل وخت سم مدیریت کړي نو بریالی دی، راځئ تېر هېر کړو او له نن څخه یې پیل کړو خپل وخت ته لومړی مونږ پخپله ارزښت ورکړو، تر څو نور خلک هم زمونږ وخت ته ارزښت ورکړي.

یو عالم څومره ښه ویلي (( وخت د لمدې خټې په شان دی هر څه چې غواړې هغه ترېنه جوړ کړه)) د وخت د ارزښت په اړه داسې هم ویل کيږي، چې ځينو عالمانو به حتي له زیات خوراکونو نه ځان ساته ځکه چې زیات خوراک د خوب لامل ګرځي او زیات خوب بیا وخت د ضایع کېدلو، ريښتیا هم وخت د تورې په څېر دی، که ته یې پرې نه کړې نو تا په پرې کړي، او مه هېروه! وخت د هغه غشي په څیر دی، چې کله د کمان څخه ووځي، نو؛ بیا یې راګرځول ناممکن دي،خو؛ پام! د کار او ورځنیو فعالیتو سره سره باید یو څه وخت تفریح، استراحت او د ستړیا د له منځه وړو ته هم ورکړو تر څو خپلو اهدافو کی لا بریالیتوب ته ورسیږو، تر څو روحي او جسمي سلامتیا له لاسه ور نه کړو!.

هغه عوامل چې د وخت په ساتنه کې مرسته کولای شي!

۱ له پوهه، ځېرکو، نوښتګرو او هغه خلکو سره مینه او ملګرتیا کول چې د وخت په ارزښت پوهیږي

۲ د پوهانو د ژوند لیک نه ځان خبرول او د هغو له نصیحتونو څخه استفاده کول

۳ خپلې پیاوړې نقطې په نښه کول او د خپلو کم زورو ټکو اصلاح کول

۴ له بې ګټو مجلسونو او غونډو څخه ځان ژغورل

۵ د کارونو او وختونو منظم کول

۶ ورځینی مهالوېش دردلودل

۷ د نن کار سبا ته نه پرېښودل

۸ له ځان سره حساب کول

۹واضحه موخې ټاکل

۱۰ مطالعه کول

د وخت د ارزښت په اړه د ځینو علماوو ګټورې ویناوې!!!

د هغې ورځې په تېرېدو اوښکې توی کړئ، چې ستا د عمر څخه کمه شي او نیکي پکې ونه کړي

حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه

چاچې د وخت حق وپېژنده، هغه خپل ژوند وژغوره ځکه وخت ژوند دی

امام حسن البنا رحمه الله

د کار وخت د ځوانۍ دور دی، ځوان هغه دی چې وخت ضایع نه کړي

مجدد الف ثاني رحمه الله

کوم وخت چې تېر شو، هغه بېرته نه را ګرځي او د وخت څخه عزیز او منلی شی بل نشته

جنید بغدادي رحمه الله

وخت ضایع کول د هغو خلکو طریقه او سلیقه ده، چې د ژوند لپاره مصلحت او تدبیر نه لري

فارادي

ای ځونانو! افسوس چې د وخت په ارزښت نه پوهیږئ!

ګوېته

د ارادې د روزنې لپاره تر ټولو ښه وخت د ځوانۍ دور دی

فیثاغورث

افسوس چي ځوان نه پوهيږي او زوړ نه توانیږي

محمد حجازي

ځواني یو بند صندوق دی، له داخل نه یې یو سپین ږیری خبر دی چې څه شی پکې دي

دوکلوس

 

 

د دعوت نیوز رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت نیوز رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت نیوزبانکي پتهIslamic Bank AC # 00105100585219 :

د واټس آپ شمېره WhatsApp: +93 747 162 162:

Support Dawatnews Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawatnews Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
Islamic Bank AC # 00105100585219
Account for international payments: 00105100585219
WhatsApp:+93 747 162 162

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!
چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟