کار او کسب د جمعې د لمانځه د ترک د پاره عذر نشي کيدای

پوښتنه : موږ په داسی يو ملک کې ژوند کوو کوم چې کفری ملک دی او ښونځی ته هم ځو نو په ښونځی کې يو څه مشکل لرو هغه هم د جمعی په ورځ يو ساعت لرو چې نه شو کولای دجمعی لمانځه ته لاړ شو تر څو دا مهم لمونځ په جمعه سره ادا کړو او په دی هم پوهيږو چې دا څومره مهم او زروری لمونځ دی بايد هر کار ورته پريښودل شی نو موږ په دی هکله د استادانو سره ډیری خبری کړی خو د هغوی خوښه نه وی چئ لاړ شو او لمونځ وکړو او موږ هم دروغ نه شو ويلای چې ووايو چې مريضان يو او نه شو کولای چې ښونځی ته درشو نو ايا ستاسی څه رايه ده چې څه وکړو ؟

په لوی رب مو سپارم

حيات هجران شيرزاد   

______________________________________

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

 دې ته ورته پوښتنه د نړې د معتبرې مرجع د مکة المکرمې د علمي څړنو او افتا دايمي ټولنې نه په لاندې ډول شوی ده :

کار او کسب د جُمعې د لمانځه د ترک د پاره عذر نشي کيدای

سوال : د جمعې د لمانځه په اړه معلومات راکړی چه آيا فرض دی او که واجب ؟ زه د کفارو په يوه فابريکه کې کار کوم چې ماته د جمعې د لمانځه د ادا کولو د پاره اجازه نه راکوي ، زه په دې اړه غمګين او فريشانه يم له دې وجې چه الله تعالی فرمايي : [ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا نُودِيَ لِلصَّلاةِ مِنْ يَوْمِ الْجُمُعَةِ فَاسْعَوْا إِلَى ذِكْرِ اللَّهِ وَذَرُوا الْبَيْعَ] [جمعه: ٩]

(ای مؤمنانو ! کله چه د جُمعې د لمانځه ادا د پاره اذان وشي ،نو په بيړه دالله ذکر (د جمعې لمانځه ) د پاره ورځئ او خرچول او اخيستل پريږدئ ) .

له تاسې هيله کوم چه په دې اړه توضيحات راکړئ .

ځواب : د جُمعې لمونځ په هر نارينه مکلف او مقيم باندې فرض دی په دليل د هغه آيت کريمه چه تاسې په سوال کې ذکر کړی دی فرض دی .

دا جواز نه لري چه د کار او کسب په بهانه هغه ترک کړ شي ځکه چه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : [لَا طَاعَةَ لِمَخْلُوقٍ فِي مَعْصِيَةِ الْخَالِقِ] [1] (د خدای د نافرمانۍ په مقابل کې د مخلوق اطاعت نشته )

  و بالله التوفيق، وصلي الله علي نبينا محمد وآله و صحبه وسلم

د علمي څيړنو او افتا دايمي ټولنه مکة المکرمه (8/185)

څيړنه او ژباړه : دعوت نیوز.کام

 [1] احمد (1/131، 409) (5/66)، او ابن ابي شيبه په «مصنف» (33717)، او طبراني په «الاوسط» (4322)، او «الكبير» (367، 381، 407، 437، 571). هيثمي په «مجمع الزوائد» 5/226 .

د دعوت نیوز رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت نیوز رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت نیوزبانکي پتهIslamic Bank AC # 00105100585219 :

د واټس آپ شمېره WhatsApp: +93 747 162 162:

Support Dawatnews Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawatnews Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
Islamic Bank AC # 00105100585219
Account for international payments: 00105100585219
WhatsApp:+93 747 162 162

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!
چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟