په خوب کې د ماشومانو د وېرې لاملونه څه دي؟

ډېری ماشومان په خوب کې ویریږي، دا ویره یې خوب ته نه پریږدي. تاسې به ماشومان لیدلي وي، چې د ویرې له امله د شپې څراغ نه مړ کوي او له تیارو څخه بېریږي. ځینې ماشومان بیا د ویرې له امله نه ویده کېږي او له ځان سره خپل مورو پلار هم له خوبه باسي، چې دې ویرې ماشوم او کورنۍ یې له لوې ستونزې سره مخ کړي دي. دا چې د دې ویرې لامل څه دی او ماشومان ولې په خوب کې ویریږي؟ په دې لیکنه کې یې لاملونه ولولئ.

ډېر کله ماشومان هغه څه په خوب کې ویني، چې دوی یې د ورځې په ویښه ویني او د دوی ویره د ورځې له کړنو سره تړاو لري. زموږ په څېر یوه دودیزه ټولنه کې چې تل یې ماشومان له بلا ستونزو سره مخ دي، هغو ستونزو د ماشومان خوب هم ناارامه کړی او هغه ناخوالې او ستونزې په خوب کې ویني.

زموږ د دودیزې ټولنې د کورنیو یوه لویه ستونزه دا ده، چې ماشوم ویروي، د هغه په مغز کې ویرې ته ځای ورکوي، که یو ماشوم لږ شوخي وکړي،هغه ته ویل کېږي، شوخي مه کوه، چې بلا راځي خوري دې، هغه نور هم په بېلا بېلو څیزونو ډاروي او په زړه کې یې دا ویره ځای نیسي؛ بیا دا ویرونکي څیزونه د ماشومانو په ذهن کې انځوریږي او اندیښمن کوي یې، چې دا اندیښنه د دې لامل کېږي، چې د ماشوم خوب ته د انځور شوې بلا او نور ویرونکي څیزونه ورشي او و یې ویروي، چې له امله یې ماشوم په خوب کې ویریږي او له خوبه را کښېني.

بل لامل یې د ماشومانو وهل او زیاته غوسه هم کېدای شي؛ ځینې کسان ماشومانو ته ډېر زیات غوسه کېږي، چیغې پرې وهي یا یې هم په بې رحمانه ډول ډبوي، چې دا کړنې هم ډېر وخت د ماشوم پر خوب ناوړه اغېزه کوي او هغه یې له امله په خوب کې هم ویریږي. دا یوازې په ماشومانو کې نه دی، بلکې دا خبره په لویانو کې هم ده، چې که د ورځې ځورول شي او اندیښمن شي، بیا دا درد، رنځ او اندیښنه یې په خوب کې هم ځوروي او له امله یې په خوب کې ویریږي. نو ویلای شو چې د ماشومانو د خوب د ویرې له لاملونو څخه یو لامل هم د دوی وهل، ډبول او پرې غوسه کېدل دي، چې دوی په ویښه و ویرول شي، نو ځکه په خوب کې هم ویریږي.

بل لامل یې د ټولنې ستونزې هم ګڼل کېږي؛ زموږ ټولنه داسې یوه ټولنه ده، چې هر وګړی یې له بلا ستونزو سره لاس او ګریوان دی. موږ په خپل وطن کې هره ورځ د مرګونو پېښو شاهدان وو او یو، په دې وطن کې دا څو لسیزې جګړه روانه وه، چې دا هم د ماشوم پر روح او روان ناوړه اغېزه کوي او له امله یې ماشومان په خوب کې ویریږي. که موږ د کابل او ځینو ولایتونو بېګانۍ ډزې په نظر کې ونیسو؛ له دې ډزو څخه څومره ماشومان وویریدل، چې ټول بیا تر سهاره په خوب کې هم ویریدل، چې دا ویره شپې او میاشتې د ماشوم له ذهنه نه لیرې کېږي او ویریږي.

که د ماشوم تر مخې کورنی تاوتریخوالی او نورې ستونزې رامنځته شي هم په خوب کې د ماشوم د ویرې لامل کېږي. لکه د مور او پلار تر منځ ستونزې او جنګ او داسې نورې بېلا بېلې ستونزې لامل کېږي، چې ماشوم په خوب کې و ویریږي.

نو په پایله کط دا ویلای شو، چې په خوب کې د ماشوم ویره د هغه له رواني حالت سره تړاو لري، که ماشوم په ټولنه کې رواني یا فزیکي شکنجه وویني، دا شکنجه د دې لامل کېږي؛ چې ماشوم له سختې ویرې سره مخ شی، چې دا ویره یې خوب ته هم ارامه نه پریږدي او به خوب کې هم ویریږي.

د دعوت نیوز رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت نیوز رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت نیوزبانکي پتهIslamic Bank AC # 00105100585219 :

د واټس آپ شمېره WhatsApp: +93 747 162 162:

Support Dawatnews Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawatnews Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
Islamic Bank AC # 00105100585219
Account for international payments: 00105100585219
WhatsApp:+93 747 162 162

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!
چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟