د لمونځ کوونکي تر مخ تېريدل څنګه دي ؟

زه حکمت الله ملکی ستاسو ددی خدمت له وجه چی اسلامی ټولنی ته یی په ډیره اسانه او مؤثره طریقه ترسره کوی ډیره مننه کوم زما پوښتنه داده چی ډیر خلک دلمونځ کوونکی ترمخ تیریدل ډیر بد ګڼی او ځینی یی بیا هیڅ خبره نه بولی پدی اړه که جیرته د دین داحکامو په رڼا کی معلومات راته راکړی ډیر به شه وی چی ترڅو یی مونږ په خپل ژوند کی عملی کړو مننه

حکمت الله ملکی

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د لمونځ ګزار له مخې تيريدل څه حکم لري ؟

د لمونځ کونکی له مخې تيريدل ګناه ده که په جومات کې وي او که بل ځای په حديث شريف کې یې په اړه داسې وعيد ذکر شوی دی :

 عن أَبِي جُهَيْمٍ رض قَالَ: قَالَ: رَسُولُ اللَّهِ صلی الله عليه وسلم : «لَوْ يَعْلَمُ الْمَارُّ بَيْنَ يَدَيِ الْمُصَلِّي مَاذَا عَلَيْهِ، لَكَانَ أَنْ يَقِفَ أَرْبَعِينَ خَيْرًا لَهُ مِنْ أَنْ يَمُرَّ بَيْنَ يَدَيْهِ». قَالَ الراوي: لا أَدْرِي أَقَالَ: أَرْبَعِينَ يَوْمًا أَوْ شَهْرًا أَوْ سَنَةً. (بخاري: 510)

ترجمه: ابوجهيم رضی الله عنه  روايت کوي چه رسول اكرم صلی الله عليه وسلم وفرمايل: څوک چې د لمونځ کونکی له مخې تيريږي ، که پوهيدلای چې دا کار څومره ګناه لري ،تر څلويښتو کلونو به يې توقف کولو مګر د لمونځ کونکي له مخې به نه تيريدلو ، راوي وايي : په ياد مې نه ده چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل چې : څلويښت ورځې ،که مياشتې او که کال .

که د لمونځ کونکی مخې ته کوم شی موجود نه وي بايد د سُتری مخې ته لمونځ وکړي رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : اذا صلی احدکم فليصل الی سترة (ابوداود) .

يعنی کله چې له تاسې څوک لمونځ کوي نو د ستره مخې ته یې دې کوي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!
چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟