په اوس عصر کې د ښځو تلل جومات ته څه حکم لري ؟
اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته!
زما یوه پوښتنه په لاندی ډول ده :
ایا په اوسنی عصر کی ښځو ته لازمه ده چی په جماعت سره لمونځ وکړی کنه ؟ او که کولای سی په کوم ډول شرطونو سره ؟
خان محمد
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
الحمدلله رب العلمين والصلاة و السلام علی محمد صلی الله عليه وسلم
د رسول الله صلی الله عليه وسلم په حيات مبارک کې ښځې د جماعت لپاره جومات ته تللي مګر د خلفاء راشدينو په دور کې د فتنې له وجې منع شوې ، په هر صورت د ښځې د پاره نظر جومات ته په کور کې لمونځ کول غوره دي ، د ښځې د پاره بهترين جومات خپل کور دی .
په حديث شريف راغلي : لا تمنعوا نساءكم المساجد، وبيوتهن خير لهن (أبو داود وابن خزيمة).
ژباړه : تاسې خپلې ښځې له جومات څخه مه منع کوﺉ ، مګر د دوی کورونه (د لمانځه د ادا کولو د پاره ) غوره دي (زيات ثواب لري نست جومات ته ) .
د امام ابوحنيفه او صاحبين په نزد د ځوانو ښځو تلل جومات ته مطلق مکروه دي ځکه چې په دې کې د فتنې وېره ده ، امام ابوحنيفه رحمه الله وايي : د زړو ښځو لپاره سهار ، ماښام او ماسختن جومات تلل باک نلري ځکه د سهار پر مهال فساسقان خلک وېده وي او د ماښام او ماسختن په وخت مشغول د فتنه وېره دومره نه وي مګر صاحبان (ابو يوسف او محمد ) وايي د زړو ښځو حضور په ټولو لمونځونو کې باک نلري ځکه فتنه نشته .
مګر د متأخرينو فقهاؤ مفتی به قول دا دی : چې په اوس عصر کې چې د فتنې عصر دی په مطلق ډول د ښځو تلل جومات ته منع دي که څه هم زړي ښځې وي ځکه چې اوس عصر کې فاسقان ډير دي .
جاء في فقه الاسلامي وادله :
قال أبو حنيفة وصاحباه : يكره للنساء الشوابّ حضور الجماعة مطلقاً، لما فيه من خوف الفتنة، وقال أبو حنيفة: ولا بأس بأن تخرج العجوز في الفجر والمغرب والعشاء؛ لأن فرط الشبق حامل (باعث) فتقع الفتنة، وفي غير هذه الأوقات الفساق نائمون في الفجر والعشاء، ومشغولون بالطعام في المغرب، وأجاز الصاحبان لها أن تخرج في الصلوات كلها؛ لأنه لا فتنة، لقلة الرغبة فيهن.
والمذهب المفتى به لدى المتأخرين: أنه يكره للنساء حضور الجماعة ولو لجمعة وعيد ووعظ، مطلقاً، ولو عجوزاً ليلاً، لفساد الزمان، وظهور الفسق.
فتح القدير:529/1، الدر المختار وحاشية ابن عابدين: 529/1.
و الله سبحانه وتعالی اعلم