د جماعت د لمانځه اهميت او فضيلت

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي:«بشّر المشائين في الظلم إلى المساجد بالنور التامّ يوم القيامة» (ابؤداود ، ابن ماجه ).

ژباړه : هغو کسانو ته چه په تياره کې جوماتونو ته ځي زېری ورکړئ په کامل نور سره په ورځ د قيامت (دغه جومات ته تګ به په ورځ د قيامت هغوی ته نور وګرځي).

له عثمان بن عفان (رضی الله عنه ) نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايل: «من صلّى العشاء في جماعة فكأنّما قام نصف الليل، ومن صلّى الصبح في جماعة فكأنّما صلّى الليل كلّه» (مسلم ۶۵۶ )

ژباړه : څوک چه د نماسختن لمونځ په جَمع ادا کړي داسې دی لکه تر نمې شپی يې چه لمونځونه کړي وي اوڅوک چې د سهار لمونځ په جَمع ادا کړي داسې دی لکه ټوله شپه يې چې په لمونځ کولو سبا کړي وي ( د بيګا او سبا لمونځ په جمع ادا کولو ثواب د ټولې شپي له نفلي عبادت سره مساوي دی ) .

او أبوهريـره (رضی الله عنه) روايت کوي چه رسول الله (صلی الله عليه وسلم) فرمايلي: «لو يعلمون ما في العتمة والصبح لأتوهما ولو حبواً» (متفق علِيه ) .

ژباړه : که خلک پوهيدلی چې د بيګا او سبا په لمونځ کولو کې څومره ثواب دی دوی به جومات تللی اګر که په خاپوړو هم وای .

 د بخاري شريف په يوه حديث شريف کې راغلی : اوه کسان به د قيامت په ورځ د عرش تر سيورې لاندې وي د هغه ډلې يو هم هغه کس دی چې زړه يې له جومات سره تړلی وي «وَرَجُلٌ قَلبُه مُعَلّقٌ بِاالمَسَاجِدِ » (بخاری او مسلم ) .

عن أَنَسِ بنِ مَالِكٍ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى الله عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «مَنْ صَلَّى للهِ أَربَعينَ يَومَاً في جَمَاعَةٍ يُدْرِكُ التَّكْبيرَةَ الأُوَّلى كُتِبَ لَهُ بَرَاءَتَانِ: بَرَاءَةٌ مِنَ النَّارِ، وَبَرَاءَةٌ مِنَ النِّفَاقِ» ( الترمذي)

ژباړه : چا چې څلويښت ورځې په اخلاص داسې لمونځ وکړ چې تکبير اُولی ترې فوت نه شي هغه ته به دوه برائت (خلاصون  يا نجات ) ورکړ شي يو د دوزخ  څخه او بل د نفاق څخه .

«صَلاةُ الْجَمِيعِ تَزِيدُ عَلَى صَلاتِهِ فِي بَيْتِهِ وَصَلاتِهِ فِي سُوقِهِ خَمْسًا وَعِشْرِينَ دَرَجَةً» (بخاری ۲۹۵ ) .

ژباړه : د جَمعی لمونځ د کور او بازار په لمانځه ۲۵ درجې غوره دی .

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.