تحقیقاتو ښودلې چې نوي تکنالوژۍ ، کامپیوټر او اینټرنیټ ژوند اسان کړی او کارونه یې چټک کړي دي خو په یوه نوي تحقیق کښې معلومه شوېې ده دغه نوي ټکنالوژۍ یوه ستونزه جوړه شوي ده .
په دغه نوي تحقیق کښې معلومه شوې ده چې په کورونو او دفترونو کښې په لکونو خلک هره اونۍ د خرابو کمپیوټرونو او د انټرنټ د سستوالي یا کم سرعت په وجه د سخت ذهني فشار ښکار کیږي او په اوسط ډول پینځه (۵) ساعته د کمپیوټر په خرابوالي لګیږي.
په دفترونو کښې کارکونکي درې دیرش (۳۳) فیصده خلک وايي دکار په وخت د کامپیوټر هینګ کیدل ، د انټرنټ کار نه کول او د پرینټر د سیاهۍ د ختمیدا په وجه د مشکلاتو رامینځته کیدل له نورو کارونو زیات د پریشانۍ او مشکلاتو سبب کیږي .