دا لمونځ کول لوی فضيلت لري ددې لمونځ په کولو سره د انسان ورسته او مخکې ټول (کوچني) ګناهونه الله تعالی ور معاف کوي دا لمونځ حضرت رسول الله صلی الله عليه وسلم خپل تره عباس رضی الله عنه ته ښودلی وو او ورته فرمايلی ئی وه چه که ئی کولای شی نو دا لمونځ هره ورځ کوه که هره ورځ نه وي هره جمعه يې کوه او که يې هره جمعه نه شی کولای نو په کال کې يې يو وار کوه که په کال کې يې يو وار هم نشې کولای نو په ټول عمر کې يې يو وارې ضرور او خامخا کوه .
دا لمانځ څلور رکعته دی د نور لمونځونو پشان دی يواځې تسبحات پکې زيات شوي چې په همدې وجه د تسبيح لمونځ بلل کيږي د کولو طريقه په لاندې ډول ده .
دغه تسبحات به په لاندی ترتيب سره ويل کيږي :
سُبْحَانَ اللهِ وَ الْحَمْدُ لله وَ لآَ اِ لهَ اِ لاَّ اللهُ وَ اللهُ اَکْبَرُ
چه نيت وتړي تر ثناء يعنی سبحنک اللهمُّ ورسته دا تسبحات پنځلس ۱۵ واره وايې بيا تر اغوذ بالله ،بسم الله ،الحمدالله او سورة وروسته لس ۱۰ واره بيا په رکوع کې تر سبحان ربی العظيم وروسته لس ۱۰ واره بيا د رکوع نه ورسته په قومه کې لس ۱۰ ځله بيا په اوله سجده کې تر سبحان ربی الاعلی ويلو وروسته لس ۱۰ واره بيا په جلسه کې (د دواړو سجدو تر منځ کيناستل ) لس ۱۰ ځله بيا په دوهمه سجده کې هم لس ۱۰ ځله وايې چه دا تسبيح به په يوه رکعت کې پنځه اويا ۷۵ ځله کيږي ددی څخه ورسته به دوهم رکعت ته پورته شي د الحمدلله څخه مخکې به پنځلس ۱۵ ځله دا کلمی ووايې ،همدارنګه په پاتې رکعتونو کې په همدی ډول لوستل کيږي چه په څلورو رکعتونو کې دغه کلمی دری سوه ۳۰۰ واره کيږي .
دغه ترتيب د عبدالله بن مبارک څخه روايت شوی دی .
دغه لمونځ بغير له مکروهه وخت ( لمر راختل ، لمر پريوتل او غرمه ) څخه بغير نور پر هر وخت کې کيږي.