ليکوال: م احسان اللّٰه حقپال
ناشر: دعوت نیوز.کام
د لوګر پوهنتون استاد
مونږ مسلمانان د ابراهيم علیه السلام په ملت يو ،دملت ابراهيم مؤسس حضرت ابراهیم عليه السلام ده او مکمل يې حضرت محمد مصطفي صلی الله علیه وسلم ده، د ملت ابراهيم قانون قرآن کريم ده، او
دملت ابراهيم مرکز جزيرة العرب ده، د جزيرة العرب ځمکه په اعتبار د احکامو څخه د نورې نړۍ له ځمکو څخه مختلفه ده يو له هغه احکامو څخه داده چې په جزيرة العرب کې کافر نشي اوسيدلای، ځکه پيغمبر صلی الله علیه وسلم فرمايلي: لايجتمع دينان فی جزيرة العرب. ژباړه: په جزيرة العرب کې دوه دينونه(اسلام او کفر)نشي جمع کيدلای هلته به يوازې اسلام وي جزيرة العرب د تجلياتو مرکز ده د الله تعالی په نزد ډير لوی ارزښت لري په مسلمانانو يې عظمت او حرمت ساتل فرض ډي. البته په اوس وخت کې
د ملت ابراهيمي په مرکز جزيرة العرب په ځانګړي ډول حرمينو شريفينو کې د سعودي تش په نوم مسلمان حاکمانو لخوا د دغه مرکز چې کومه بې حرمتي او سپکاوی روان ده، دا هيڅ د زغملو نده بايد د هغوی په خلاف خپل قلمونه و څرخوو د وخت غافله عرب او اسلامي نړۍ د عيش و عشرت له مست خوبه را بيدار کړو او ددغه مهم مرکز ارزښت، فضيلت او عظمت بيان کړو تر څو مسلمانان ددغه مرکز په اهميت پوه شي او دآزادلو فکر پيدا شي ، مونږ ته خپل پيغمبر دا وصیت کړئ چې تاسو يهود له جزيرة العرب څخه وشړئ هلته هيڅ کافر ته د اوسيدو اجازت نشته اوس هلته يهوديان د بزدله عربو په سلا او مشوره د فحشاء مرکزونه او اډې جوړوي که دا حالات داسې روان وي لرې نده چې د الله پاک له طرفه عام عذاب راشي، شاه ولي اللّٰه صاحب فرمايلي: د اسلام چوکيداري او ساتنې ته الله تعالی درې قومونه پيدا کړي عرب، ترکان او افغانان اولو دوو په خپل وخت کې د اسلام بهترينه ساتنه وکړه اوس د افغانانو نوبت ده چې د اسلام چوکيداري او ساتنه وکړي دا خورا مهمه مسئله ده راځئ د امت ځوانان راويښ کړو تر څو د نړۍ متکبره يهودو ته د حضرت عمر فاروق، صلاح الدين ايوبي تاريخ ورياد کړو او د نړۍ کافران په دې پوه شي چې د آخير پيغمبر امتيان لاهم ژوندي دي او دخپل پيغمبر په لاره روان دي.
امت له داسې ټوک ټوک او نازکو حالاتو څخه تيريږي چې هيڅ يې تصور نه کيږي يو لور ته د مسلمانانو په اوله قبله (بيت المقدس) کې د مظلومو مسلمانانو د وينو سيلابونه روان دي، په ډلييزه توګه بې ګناه ښځې او ماشومان د صهيونيستي رژيم د ځناورو له خوا په شهادتونو رسيږي، د هغو آه او فرياد بغير له الله نه هيڅوک نه اوري هلته مسلمانانو ته د څښاک او خوراک لپاره څه نه پيداکيږي وړوکي ماشومان زخمي وجودنه بې مرهمه او بې درمانه خپلو ټپونو ته کړيږي او له دې نړۍ څخه ډک زړه رخصتيږي بل لور ته عربي هيوادونه ورځ تر بلې د يهودو پلانونه عملي کوي د
حرمينو شريفينو سپيڅلې مبارکه خاوره يې د يهودو په ناپاکه قدمونو پايمال کړه دا خو لا څه چې د نړۍ مشهورې ډومانې رابلي بربنډې يې په عام محضر کې نڅووي اې مسلمان زلميه! راځه لږ خپل تاریخ ته سر ورښکاره کړو
لږ د پيغمبر صلی الله علیه وسلم سیرت مطالعه کړو
لږ د صحابه وو تاريخ وګورو
راځه لږ د تاريخ په پاڼو کې د معرکو او جهادونو داستان ولټوو ،
اې مسلمان زلميه! دا امت به څوک ددې خونخوار ځناورو څخه خلاصوي؟
اې مسلمان زلميه! د فلسطين د مستضعفو مسلمانانو د واه معتصاه چيغو ته به څوک د لبيک ځواب وايي؟
اې مسلمان زلميه! د حرمينو شريفينو له دې پاکې خاورې به څوک يهود شړي .
اې مسلمان زلميه! يهودو ته به د عبرت درس څوک ورکوي
د عربو دا خر مسته حاکمانو ته به څوک داسې څپیړه ورکړي چې لږ په خود شي او خپلې لارې ته يې متوجه کړي؟