شېدې؛ تر ورزش کولو وروسته غوره خواړه

انګليسي څېړونکي وايي، له ورزش کولو وروسته بايد هرو مرو يو ګيلاس شيدې وڅښل شي، ځکه له ورزشي فعاليتونو وروسته د بدن اوبه کمېږي او د دې اوبو پوره کولو لپاره شيدې تر بل هر څه اغېزناکې تمامېږي.

د (Msn) د راپور پر بنسټ، څېړونکي وايي: شيدې د پروتينو، کاربوهايدرېت، کلسيمو او الکتروليتو غني سرچينه ده چې د اوبو په نسبت ډېر ژر د بدن اوبه پوره کولی شي.

په شيدو کې شته پروتين په ماشومانو کې د عضلو د ودې لامل کېږي چې په نورو لبنياتو او مشروباتو کې نه موندل کېږي. څېړونکي وايي که د بدن يوه سلنه اوبه هم کمې شي پر بدن ۱۵ سلنه ناوړه اغېزه کوي چې په پایله کې د بېلابېلو ناروغيو لامل کېږي.

حميدالله حميدي

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.