طالبانو په افغانستان کې دوه ټیلیویژنونه بند کړل، د خبریالانو تنظیم دا د رسنیو د قانون خلاف کار ګڼلی

واشنګټن — په افغانستان کې د خبریالانو تنظیمونو د طالبانو د حکومت په امر د دوو شخصي ټیلیویژنونو د فعالیتونو پر ځنډېدلو ژوره اندېښنه ښکاره کړې، وایي دا به په هېواد کې ازادې رسنۍ لا محدودې کړي. دوی دا پریکړه د رسنیو د قانون خلاف ګڼلې او د بیرته اخیستو غوښتنه یې کړې ده.nnnد طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنیو د څارنې کمیشن د سه شنبې- نهې په ورځ په یوه پرېکړه کې د «نور» او «بریا» په نومونو د دوو شخصي ټیلیویژنونو فعالیت د عدالت د پرېکړې د اعلان تر وخت وځنډاوه.nnnد افغانستان د خبریالانو مرکز د اپریل پر 17مه په یوه بیان کې ددغه کمیشن دا اقدام د هیواد د عامه رسنیو د قانون خلاف او د خپلواکو رسنیو د لا محدودېدلو هڅه ګڼلې ده.nnnد خبریالانو. مرکز ددغې پرېکړې د بیرته اخیستو او له قید او شرط پرته ددغو دوو رسنیو د بیرته پرانیستلو غوښتنه کړې ده.nnnدغه مرکز ویلي د عامه رسنیو د قانون له مخې د افغانستان هر وګړی او سیاسي ګوندونه د رسنیو د پرانیستلو او فعالولو حق لري، وایي د دې قانون له مخې رسنۍ په خپلو مسلکي چارو کې خپلواکې دي او په کار نه دي چې چارواکي د هغوی کارونه محدود کړي او یا يې وګواښي.nnnد طلوع نیوز مشر او د رسنیو د شکایتونو د ارزونې کمیشن غړي ذبیح الله سادات د افغانستان د خبریالانو مرکز ته ویلي، د «نور» او «بریا» ټیلیویژنونو د کار له کتلو وروسته یې پرېکړه وکړه چې د دواړو رسنیو فعالیت “د رسنیو له اصولو د سرغړونې” او د ” افغانستان له ملي ګټو” سره د ټکر له امله وځنډول شي.nnnسادات ویلي ددغه کمیشن د پرېکړې له مخې د عدالت تر پرېکړې به دغه دوې رسنۍ تړلې پاتې شي.nnnښاغلي سادات ویلي، د «نور» ټیلیویژن خلاف تورونو کې د موسیقۍ خپرول او د خپرونو په وخت د هغوی د ښځینه کارکوونکو ماسک نه اغوستل شامل وو.nnnهغه ویلي د رسنیزو شکایتونو د ارزونې کمیشن د «بریا» ټیلیویژن دا کار هم د رسنیو له قانونه سرغړونه ګڼلې چې “د طالبانو د حکومت او امریکا تر منځ اړیکو” په اړه د حزبِ اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار څرګندونې یې خپرې کړې وې.nnnدغه مرکز په خپل بیان کې ویلي، “هغه څه چې د رسنیزو شکایتونو د ارزونې کمیشن ددغو دوو رسنیو له خوا د رسنیو له قانونه سرغړونه یاده کړې، په حقیقت کې د رسنیو د قانوني حقونو یو جز دی”.nnnددغو دوو ټیلیویژني رسنیو چارواکو د افغانستان خبریالانو مرکز ته ویلي چې د طالبانو د حکومت د رسنیو د شکایتونو د ارزونې کمیشن له پرېکړې وروسته ددغو دواړو ټیلیویژنونو دروازې بندې شوې دي.nnn«نور» ټیلیویژن د صلاح الدین رباني جمعیت اسلامي ګوند په 2007م کال کې په کابل کې پیل کړی وو او «بریا» ټیلیویژن د ګلبدین حکمتیار حزبِ اسلامي په 2017م کال کې په کابل کې پیل کړی وو.nnnطالبانو په داسې مهال د دغو ټیلیویژنونو فعالیتونه ځنډولي، چې حکومت یې په افغانستان کې د سیاسي ګوندونو فعالیت هم بند کړی دی. د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي څه موده مخکې د «حزب» ټکي کارول هم “جرم” بللی وو. nnnد 2021م کال په اګست کې له واکمنېدو وروسته طالبانو د رسنیو پر فعالیتونو بندیزونه او محدودیتونه زیات کړي دي. د بې پولې خبریالانو تنظیم په خپل یو رپوټ کې ویلي د طالبانو له راتګ وروسته په افغانستان کې د 547 رسنیو څخه اکثریت بندې شوې دي.nnnپه رپوټ کې ویل شوي چې له 2021م کال راهیسې په افغانستان کې تقریباً 8000 خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو دندې پرېیښي او یا بې کاره شوي دي چې وایي په هغوی کې اتیا فیصده یې ښځې دي. تر طالبانو مخکې 12000 کسانو په دې برخې کې کار کاوه.

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.

چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟