افغانستان کې د وروستیو بارانونو له امله 70 کسان مړه شوي

پېښور — په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له طبیعي پېښو سره د مبارزې اداره وايي، په تېرو پنځوؤ ورځو کې د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې د سختو بارانونو له امله شاوخوا 70 کسان مړه شوي دي.nnnای ایف پي خبري اژانس پخپل رپورټ کې د طبیعي پیښو پر وړاندې د مبارزې د ادارې د ویاند جانان صایق له خولې ویلي دي چې د شنبې او چهارشنبې تر منځ د بارانونو په پایله کې شاوخوا 70 تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.nnnهغه زياته کړې ده، چې پر دې سربېره 56 کسان د بارانونو له امله بیلابیلو پېښو ټپيان شوي هم دي.nnnنوموړي ویلي په دې بارانونو کې تر 2600 زيات کورونه ویجاړ شوي او څه د باندې په 95 زره جريبه ځمکه ولاړ فصلونه هم تباه شوي دي.nnnجانان صایق وويل په بارانونو کې زیاتره مرګ ژوبله د کچه کورونو د کوټو اؤ دیوالونو راغورځېدو له امله مخې ته راغلې ده.nnnپه پاکستان کې هم وروستیو سختو بارانونو زیاته مرګ ژوبله اړولې او په خېبر پښتونخوا اؤ بلوچستان صوبو کې په بیلابیلو باراني پېښو کې په لسګونو کسان مړه شوي دي.nnnملګرو ملتونو تېر کال خبرداری ورکړی ؤ چې افغانستان د موسمي بدلون د سختو اغېزو سره مخ دی او له نړیوالې ټولنې یې په دې برخه کې د مرستې غوښتنه کړې وه.nnnله څلورو لسیزو راهسې په جګړو کې ښکېل افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې په چټکتیا سره د بدلېدونکو موسمي حالاتو مقابلې ته بیخي کمه تیاري لري .nnnد روان کال په فبرورۍ میاشت کې د افغانستان په ختیځ کې د سختې واورې وریدو له امله د ځمکې ښویدنې له امله لږ تر لږه 25 کسانووژل شوي وؤ اؤ هم په مارچ کې د دریوؤ اوونی ود بارانونو له امله نږدې 60 کسان مړه شوي وؤ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!
چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟